د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۸

ایران: د اوکراین رالوېدلې الوتکې د ټولو قربانیانو جسدونه وپېژندل شول


د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، عباس موسوي اېسنا ته ویلي چې تهران له نورو هېوادونو سره چې وګړي يې په الوتکه کې وژل شوي، په ګډه کار کوي چې ټول جسدونه د هغوی خپلوانو او کورنیو ته ورسېږي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، عباس موسوي اېسنا ته ویلي چې تهران له نورو هېوادونو سره چې وګړي يې په الوتکه کې وژل شوي، په ګډه کار کوي چې ټول جسدونه د هغوی خپلوانو او کورنیو ته ورسېږي.

د ایران حکومت پرون، د جنورۍ په ۱۷مه وویل چې د اوکراین د نړیوالې هوايي کرښې په الوتکه کې د ټولو وژل شوو کسانو جسدونه وپېژندل شول.

دا خبر د ایران دولتي خبري اژانس ایسنا د ایراني چارواکو په حواله خپور کړی دی.

د اوکراین د نړیوالې هوايي کرښې مسافر وړونکې بوینګ الوتکه د جنورۍ په ۸مه، له تهرانه تر پرواز وروسته راوغورځېده. په الوتکه کې ۱۷۶ کسان ووژل شول. د ایران حکومت تر پېښې درې ورځې وروسته تائید کړه چې پوځ یې سهواً الوتکه په میزایل ویشتې وه.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، عباس موسوي اېسنا ته ویلي چې تهران له نورو هېوادونو سره چې وګړي يې په الوتکه کې وژل شوي، په ګډه کار کوي چې ټول جسدونه د هغوی خپلوانو او کورنیو ته ورسېږي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، هغه حکومتونه چې اتباع یې وژل شوي باید له دې غمناکې پېښې د سیاسي اهدافو لپاره کار وا نه خلي.

په الوتکه کې دافغانستان، کاناډا، بریتانیا، اوکراین او سوېډن اتباع ووژل شول. د دې هېوادونو حکومتونو د پېښې په اړه په خاص ډول په دې اړه چې د ایران پوځ ولې یوه ملکي الوتکه په داسې وخت کې چې له پروازه یې ډېر وخت نه وتېر شوی، ویشتې د خپلواکو تحقیقاتو غوښتنه کړې ده. په الوتکه کې ۱۳ افغان وګړي وژل شوي دي.

ایراني چارواکو پرون د یوه افغان جسد په هرات کې د هغه کورنۍ ته وسپاره.

د وژل شوي وګړي یوه خپلوان، ابوالفضل نوري رویټرز اژانس ته وویل: "هغوي وايي چې تېروتنه شوې، خو زه ډېر باور نه ورباندې لرم. داسې یو پرمختللی هېواد څرنګه د مسافروړونکې او جنګي الوتکې ترمنځ توپیر نه شي کولای؟"

له کله راهیسې چې دا پېښه شوې، د ایران پر حکومت له کوره او بهره فشار زیات شوی دی. په ایران کې یو شمېر خلکو له دې امله چې حکومت څو ورځې پردې چې الوتکه يې پوځ ویشتې خوله پټه کړې وه، مظاهرې وکړې.

د ایران ولسمشر حسن روحاني ژمنه کړې په دې به چې پوځ یې ولې یوه مسافر وړونکې الوتکه وویشته، بې پرې او هر اړخیزه څېړنه وشي او یوه ځانګړې محکمه به د پېښې په تړوا د مشکوکو کسانو د محاکمې لپاره جوړه شي.

په همدې حال کې، د اوکراین لوی څارنوال پرون ویلي چې د ایران له حکومته یې بیا غوښتنه کړې چې د الوتکې تور بکس (د معلوماتو د ثبت بکس) ورته وسپاري. د اوکراین د لوی څارنوال دفتر وویل چې د پېښې په اړه په پلټونو کې یې د نړیوالو د همکارۍ مسئله هم یاده کړې ده.

په دې اړه، د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر، وادیم پریستیاکو پرون خپل پارلمان ته وویل: "موږ دا نقشه ورکړې ده چې د ایران، کاناډا او اوکراین ګډه پلټونکې ډله به بلک بکس تر لاسه کړي. ایران تیار دی چې رایې کړي. دا له نړیوال قانون سره سم کار دی، خو موږ غواړو چې بلک باکس ډېر ژره راکړي، څو موږ د خپلواکو او بې طرفه پلټنو څخه ډاډه شو."

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر وویل چې دا د یوه ایراني منصبدار د تېروتنې خبره نه ده، دا نه مني چې یوه وګړي سهوه کړې، بلکه دوی د دې پېښې په تړاو په ایران کې د ټول سیسټم د مسئولیت په اړه خبرې کوي.

هغه وویل چې اوکراین پر ایران د نړیوالو د فشار زیاتېدل او خپلو وګړو ته تاوان غواړي.

XS
SM
MD
LG