د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۳۱ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۳:۴۹

د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د کشمیر په اړه غونډه کوي


ارشیف، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یوه غونډه.

ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د بندو دروازو شا ته په کشمیر کې د روان وضعیت په اړه بحث وکړي.

ډیپلوماتان وايي دا غونډه د نیویارک په وخت نن سهار جوړېږي.

په امنیت شورا کې د کشمیر په اړه تر اوسه ډېر کم بحث شوی. دا سیمه د هند او پاکستان ترمنځ وېشل شوې ده او په دې اړه د دې شورا وروستۍ غونډه په ۱۹۶۵ کال کې جوړه شوې وه.

د دې غونډې د جوړېدو غوښتنه پاکستان وروسته له هغه وکړه چې هند د جمو او کشمیر له سیمې څخه کورواکي واخیسته او دې مسئلې د هند او پاکستان په اړیکو کې کړکېچ زیات کړ.

هندي ځواکونه د هند-پاکستان پر پوله د ګزمې پر مهال
هندي ځواکونه د هند-پاکستان پر پوله د ګزمې پر مهال

د هندي کشمیر په ځینو برخو کې د اګسټ له څلورمې نېټې را په دې خوا د خلکو پر تلو راتلو محدودیت لګول شوی او له هغې ورځې راهیسې ټیلیفوني شبکې او انټرنټ کار نه‌کوي. د دې ورځې په سبا نوې ډېلي د هند د اساسي قانون ۳۷۰ ماده چې د کشمیر لپاره ځانګړې کورواکي (خودمختاري) تضمینوي، لغو کړه او جمو او کشمیر ایالت‌یې د ټیټو درجو په لرونکو دوو قلمروونو ووېشه.

دې پرېکړې د هند او پاکستان اړیکې سخت ترینګلې کړې او ځکه خو پاکستان د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ځانګړې غونډې د جوړېدو غوښتنه وکړه.

د هند صدراعظم نرېندرا مودي پرون وویل، د کشمیر د کورواکۍ او نورو امتیازونو لغو کول د ده د حکومت چې د واکمنۍ یوه بله دوره‌یې پیل شوې ده له مهمو اقداماتو څخه دی. هغه د هند د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت په وینا کې د کشمیر په برخه کې د خپل حکومت د اقداماتو دفاع وکړه.

د هند صدراعظم نرېندرا مودي د دغه هېواد د خپلواکۍ په ورځ یوې غونډې ته د وینا پر مهال
د هند صدراعظم نرېندرا مودي د دغه هېواد د خپلواکۍ په ورځ یوې غونډې ته د وینا پر مهال

ښاغلي مودي وویل: "دې تشکیلاتو په تېرو ۷۰ کلونو کې بېلتون‌پالنه، د ترورېزم زېږېدل او خپلوي‌پالنه پیاوړي کړل او د فساد او تبعیض پراخېدو ته‌یې په یوه ډول سره امکان برابر کړ."

د هند وروستي اقدام اسلام‌اباد سخت په غصه کړی دی او د هندي کشمیر له خلکو سره د خواخوږۍ په توګه‌یې پنجشنبه د اګسټ ۱۵مه توره ورځ اعلان کړه.

د پاکستان صدراعظم عمران خان پر خپله ټویټر پاڼه په کشمیر کې د قومي تصفیې په اړه خبرداری ورکړی او د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د هند وروستی اقدام د نړۍ امنیت ته یو ګواښ بللی دی.

په داسې حال کې چې د نوې ډېلي او اسلام‌اباد اړیکې په خرابېدو دي، د کنټرول په کرښه کې پرون نښتې وشوې. د پاکستان پوځ په یوه بیان کې وايي، هندي پوځیانو د دې لپاره چې په کشمیر کې له روان حالت څخه د نړیوالو پام واړوي د کنټرول په کرښه کې ډزو ته زور ورکړی چې په نتیجه کې یې درې پاکستاني او پنځه هندي سرتېري وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ د دې نښتو دقیق ځای نه‌دی ښودلی، خو ویلي يې دي چې زیات شمېر هندي پوځيان ټپیان شوي او تأسیسات‌یې له‌منځه وړل شوي دي.

همداراز په پاکستاني کشمیر کې یو سیمه‌ییز چارواکي ویلي دي چې په راوالکوټ ولسوالۍ کې دوه ملکي وګړي په نښتو کې وژل شوي او یو بل ټپي دی.

XS
SM
MD
LG