د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۴

عمران خان کشمیر ته په سفر؛ "د هند د ظلمونو قرباني کشمیر نه ملاتړ کوو"


د پاکستان صدراعظم عمران خان
د پاکستان صدراعظم عمران خان

د پاکستان صدراعظم د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې د نوې ډېلي وروستي اقدامات بیا وغندل او اوسېدونکو ته‌یې ډاډ ورکړ چې د دوی د کورواکۍ لپاره روانه مبارزه کې به‌یې یوازې پرېنږدي او ملاتړ یې کوي.

عمران خان دغه څرګندونې نن د پاکستان د خپلواکۍ د ورځې د لمانځلو په ترڅ کې په یوه خپاره کړي بیان کې کړي.

عمران خان د دې سیمې چې پاکستان‌یې هم د ملکیت ادعا کوي له اوسېدونکو سره د زیات ملاتړ څرګندولو په خاطر نن مظفراباد ته چې د پاکستان تر کنټرول لاندې د کشمیر پلازمېنه ده، ځي او هلته د پاکستان د خپلواکۍ ورځ لمانځي.

په بیان کې عمران خان ویلي چې د خپلواکۍ ورځ د ډېرو خوښیو لپاره یو فرصت دی، خو نن ورځ موږ له دې امله چې په اشغال شوي جمو او کشمیر کې زموږ کشمیري وروڼه رنځ ګالي، غمجن یو، هغه کشمیر چې د ده په وینا د هند د ظلمونو قرباني دی. دی وایي، کشمیري وروڼو ته ډاډ ورکوي چې د دوی په خوا کې به وي.

عمران خان به دغه‌راز نن د پاکستان د خپلواکۍ په مناسبت وینا د پاکستان تر کنټرول لاندې د کشمیر په پلازمېنه مظفراباد کې وکړي. د هغه د دې وینا چې د دې سیمې پارلمان ته کوي زیات جزئیات نه‌دي په ډاګه شوي، خو د رسنیو په وینا دی به د کشمیریانو د حقونو لپاره پر روانې مبارزې بیا تأکید وکړي او د هند د حکومت له‌خوا په سیمه کې پر بشري حقونو تېري به وغندي.

عمران خان نن د ورځې په وروستیو کې مظفراباد ته ځي او د پاکستان د خپلواکۍ په ورځ دې سیمې ته د هغه تګ په خپله د دې ښکارندویي کوي چې هغه څه چې په جمو او کشمیر کې تېږېږي پاکستان‌یې په وړاندې بې‌تفاوته نه‌شي پاتې کېدای.

اسلام‌اباد له کله چې په سیمه کې دغه وضعیت رامنځته شوی، له هند سره‌یې دوه اړخیزه سوداګري ځنډولې، له دې هېواد سره ټولې ټرانسپورتي اړیکې درولي او هم یې له اسلام‌اباده د نوې ډېلي سفیر ایستلی دی.

پاکستان دغه‌راز د کشمیر د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بېړنۍ غونډې د جوړېدو غوښتنه هم کړې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي پرون د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته په یوه استولي لیک کې په کشمیر کې د هند وروستي اقدامات نړیوالې سولې ته ګواښ بللي او وايي د نوې ډېلي وروستۍ پرېکړه په کشمیر کې قومي تصفیې ته لاره هواروي.

د هند حکومت شااوخوا ۱۰ ورځې وړاندې د اګسټ په پنځمه نېټه اعلان وکړ چې د هندي کشمیر هغه کورواکي پای ته رسوي چې د هند د اساسي قانون له مخې دې سیمې ته ورکړل شوې وه.

ښاغلي قریشي په دې لیک کې زیاته کړې که چېرې هند بیا هم له ځواکه کار اخلي، نو د ده په وینا پاکستان به اړ وي چې د خپلې دفاع په خاطر په ټول توان ځواب ووايي.

کشمیر د هند او پاکستان ترمنځ پرته غرنۍ سیمه ده چې دواړه هېوادونه‌‌یې د ملکیت ادعا کوي او دا مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ وېشل شوی دی.

په هندي کشمیر کې له لسیزو راهیسې یو شمېر وسله‌‌والې ډلې د خپلواکۍ او یا پاکستان سره د یوځای کېدو لپاره جنګېږي.

هندي چارواکي پاکستان تورنوي چې په هندي کشمیر کې د ترهګرو ډلو مرسته او ملاتړ کوي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ درې جګړې شوي چې دوه‌یې د کشمیر پر سر وې.

XS
SM
MD
LG