د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۹

هندي ځواکونو د جمو او کشمیر مهمې لویې لارې وتړلې


په جمو او کشمیر کې د هندي ځواکونو له‌خوا یو تړل شوی سړک
په جمو او کشمیر کې د هندي ځواکونو له‌خوا یو تړل شوی سړک

په کشمیر کې د اعتراضونو له پراخېدو وروسته هندي چارواکو پرون د اختر په دوهمه ورځ په سیمه کې د تګ راتګ مهمې لارې بندې کړې.

د کشمیر په لوی ښار سرېنګر کې دغه لویې لارې د دې لپاره تړل شوي څو د جمو او کشمیر د سیمې په اړه د حکومت د وروستۍ پرېکړې پر وړاندې د پراخو اعتراضونو مخه ونیسي.

په کشمیر کې چې ډېری وګړي یې مسلمانان دي، کړکېچ وروسته له هغه پراخ شو چې حکومت د دې لانجمنې سیمې پر کورواکۍ یو لړ محدودیتونه ولګول.

د هند د حکومت په نویو اقداماتو کې د هغو خلکو لپاره چې د کشمیر اوسېدونکي نه‌دي، د جایدادونو د پلور او پېر محدودیت او ځیني نور تدابیر شامل دي.

ځیني کشمیري ځوانان پر هندي ځواکونو د تیږو ویشتلو پر مهال
ځیني کشمیري ځوانان پر هندي ځواکونو د تیږو ویشتلو پر مهال

پرون سلګونه کسان په سوره نومې سیمه کې، هلته چې د جمعې په ورځ لویه مظاهره شوې وه له لمانځه وروسته واټونو ته راووتل، خو چارواکو لارې پرې بندې کړې او په نتیجه کې د دوی مظاهره په سیمه کې دننه محدوده پاتې شوه.

روېټرز خبري اژانس په خپل راپور کې د یوې ۱۸ کلنې معترضې اصفې له قوله لیکي چې نوموړې وايي موږ نه د هند او نه د پاکستان تر ولکې لاندې ژوند غواړو، بلکې ازادي غواړو.

راپور زیاتوي چې اعتراض کوونکو د هند پر ضد او ځینو نورو یې د پاکستان په پلوي شعارونه ورکول.

عیني شاهدان وايي چې په ځینو ځایونو کې اعتراض کوونکو هندي امنیتي ځواکونه په تیږو وویشتل. د هند د کورنیو چارو وزارت په یوه بیان کې تأیید کړه چې سرتېري یې په تیږو ویشتل شوي، خو وايي کچه‌یې ډېره لویه نه‌وه.

په بیان کې راغلي دي چې د ترورېستانو، وسله‌والو ډلو او د عامه نظم او سولې د اخلالوونکو احتمالي فعالیت ته په پام سره د سرېنګر په حساسو سیمو کې د لویو غونډو پر جوړولو محدودیت لګول شوی دی.

د جمو یو شمېر اوسېدونکي په یوه جومات کې د اختر د لمانځه د ترسره کولو پر مهال
د جمو یو شمېر اوسېدونکي په یوه جومات کې د اختر د لمانځه د ترسره کولو پر مهال

د هند د کورنیو چارو وزارت وايي چې د دوشنبې په ورځ خلک په زیات شمېر په جوماتونو کې راټول شوي وو، خو په سرېنګر کې د جامع جومات په ګډون چې ۳۰ زره کسان په‌کې راټولېدای شي ډېر نور لوی جوماتونه بند وو او خلکو ته وویل شول چې د لمانځه لپاره د خپلو سیمو کوچنیو جوماتونو ته ولاړ شي.

همداراز له ۳۰۰ زیات سیاسي مشران او مدني فعالان په بېلابېلو بڼو د هند د حکومت په توقیف کې پاتې دي.

په کشمیر کې له څه باندې یوې اوونۍ راهیسې مخابراتي شبکې غیر فعالې دي او انټرنټ هم نه‌شته، نو ځکه په تېرو څو ورځو کې له سرېنګر پرته د کشمیر له نورو سیمو بې‌پرې خبرونه نه‌ترلاسه کېږي.

XS
SM
MD
LG