د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۱

په افغانستان کې د پاکستان سفارت: د کشمیر جنجالونه له افغانستان سره تړاو نه لري


په کابل کې د پاکستان سفیر وايي، د کشمیر جنجالونه هېڅ کله هم د افغانستان له جنګ سره تړاو نه لري.

د هند وروستی اقدام چې د خپلې ولکې لاندې کشمیر د ځینو خپلواکیو د لغوه کېدو له امله یې کړی، په کابل کې د پاکستان سفیر په قهر کړی دی.

زاهد نصرالله خان د کشمیر په برخه کې د نوي ډهلي د اګست د میاشتې د پنځمې تصمیم غیر قانوني او یو اړخیز ګڼي او د ملګرو ملتونو له سازمانه غواړي چې د هند دغه ټول تصامیم ناسم اعلان کړي.

د هند د اساسي قانون له مخې د دغه هېواد تر ولکې لاندې کشمیر مخکې له دې د خپلواکۍ قوانین درلودل، خو دغه هېواد درې ورځې مخکې اعلان کړه چې د دوی تر ولکې لاندې کشمیر دې وروسته له دې د هند د قوانینو پیروي وکړي.

زاهد نصرالله خان د پنجشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، هند پر دغه تصمیم سربېره څه باندې یو لک او اتیا زره ځواکونه په کشمیر کې ځای پرځای کړي او د سیمې د مشرانو په ګرځېدو یې بندیزونه لګولي دي.

په افغانستان کې د پاکستان سفیر ذاهد نصرالله خان
په افغانستان کې د پاکستان سفیر ذاهد نصرالله خان

په کابل کې دغه ډيپلومات وايي، هند په کشمیر کې ټولې ټيليفوني او انټرنټي اړیکې پرې کړي دي.

د پاکستان د سفیر په خبره، دغه جنجالونه د افغانستان له مسئلې سره هېڅ تړاو نه لري.

زاهد نصرالله خان وویل: څرنګه چې د پاکستان د ملي امنیت کمېټې ویلي، دا خواشینوونکې ده، کله چې پاکستان او نړیواله ټولنه د افغانستانه د جنګ پرختمولو تمرکز کوي، هند د سیمې د بې ثباته کولو لاره انتخاب کړې ده.

نصرالله خان وايي، پاکستان تیار دی چې د ده په خبره، د نوي ډهلي تېري ته ځواب ووايي.

ده وویل، نړیواله ټولنه باید په کشمیر کې د ډهلي د هر ډول ناسم عمل مخه ونیسي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د مسلم لیګ د ګوند مشر او د پخواني صدراعظم نواز شریف ورور شهباز شریف په دې وروستیو کې ویلي، تر هغې چې د کشمیر مسئله حل نه شي، د افغانستان هغه به حل نه شي.

د ځینو رسنیو د راپورونو له مخې، پخوا تر دې هم د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د کشمیر جنجالونه د افغانستان له مسایلو پورې تړلي ګڼلي وو.

خو د نړیوالو اړیکو افغان پوه انتظار خادم وايي، کومې خبرې چې د ګوندونو استازو کړي، له احساساتو راپورته شوي دي.

د نړیوالو اړیکو افغان پوه انتظار خادم
د نړیوالو اړیکو افغان پوه انتظار خادم

ښاغلی خادم وايي، په افغانستان کې د پاکستان د سفیر خبرې منطقي دي.

ده وویل: کومې څرګندونې چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د هغه هېواد د ګوندونو استازو کړي، اصلاً د افغانستان په قضیو کې د دوی د نقش نفې کول دي، خو کومې خبرې چې سفیر کړي، رسمي او مشروع دي او هغه څه چې د بهرنیو چارو وزیر ویلي، احساسات دي.

په کابل کې د پاکستان سفیر وايي، د دغه هېواد صدراعظم عمران خان د افغانستان د سولې لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

XS
SM
MD
LG