د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۲۹ زمری ۱۳۹۸ کابل ۰۴:۵۹

مودي: د کشمير امتیاز اخیستل به د ترورېزم په مخنیوي کې مرسته وکړي


د هندوستان صدراعظم نریندرا مودي

د هندوستان صدراعظم نریندرا مودي وايي، له کشميره ځانګړی امتیاز اخیستل به د ترورېزم په مخنیوي کې مرسته وکړي.

ده پر پاکستان تور پورې کړ چې د کشمير پخوانی وضعیت يې د هندوستان پر وړاندې د وسلې په توګه کاراوه.

مودي د پنجشنبې په ورځ خپل ملت ته په خطاب کې وویل چې د کشمير په اړه وروستۍ پرېکړه به له نوي ډیلي سره مرسته وکړي چې په سیمه کې د ترورېزم او جلاغوښتنې مخه ونيسي.

وروسته له هغه چې د هندوستان پارلمان د جمو او کشمير هغه وضعیت ته د پای د ټکي د ايښودو اعلان وکړ چې له مخې يې دې سیمې خپل قانون جوړاوه، د هندوستان د نورو ايالتونو اوسېدونکو په کشمیر کې جایداد نشو پيرلی او نه يې هم پر هغو دولتي بستونو کار کولی شو چې يوازې د کشميريانو لپاره ځانګړي وو، پاکستان د دې پرېکړې پر وړاندې غبرګون وښود او دا یې له نړيوال قانونه سرغړونه وبلله.

مودي په خپله ټلویزيوني وینا کې وویل: زه د جمو او کشمير ملګرو ته ډاډ ورکوم چې وضعیت به بېرته نورمال شي او د دوی ستونزې به کمې شي، ملګرو! د اختر جشن راروان دی، زه غواړم تاسې ته د زړه له کومي د اختر مبارکي ووایم.

پاکستان د نوي ډیلي لوړپوړی استازی له دې هېواده وایست او دوه اړخیزې سوداګريزې اړیکې يې پرې کړې.

د پنجشنبې په ورځ د پاکستان د ریل د چارو فدرال وزیر شیخ رشید احمد وویل چې له هندوستان سره د ملګرتیا ریل په نوم خدمات نور پرې کېږي.

په یوه جلا مورد کې د پاکستان حکومت اعلان وکړ چې نور به د هندوستان پر فلمونو په پاکستاني سینماوو کې بنديز ولګېږي.

XS
SM
MD
LG