د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۵

پاکستان د کشمیر په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بېړنۍ غونډې غوښتنه وکړه


د جمو او کشمیر نقشه چې د پولیسو په لاس کې ده
د جمو او کشمیر نقشه چې د پولیسو په لاس کې ده

پاکستان د کشمیر د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بېړنۍ غونډې د جوړېدو غوښتنه وکړه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د سې شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته په یو استولي لیک کې په کشمیر کې د هند وروستي اقدامات نړیوالې سولې ته ګواښ بللی او وايي دا پرېکړه په کشمیر کې قومي تصفیې ته لاره هواروي.

دا غوښتنه وروسته له هغې ده چې د هند حکومت د اګسټ په پنځمه نېټه اعلان وکړ چې د هندي کشمیر هغه کورواکي پای ته رسوي چې د هندوستان د اساسي قانون له مخې دې سیمې ته ورکړل شوې وه.

د هند تر واک لاندې کشمیر سیمه
د هند تر واک لاندې کشمیر سیمه

تر دې یوه ورځ مخکې د اګسټ له څلورمې نېټې د هند حکومت په هندي کشمیر کې ځانګړي امنیتي تدابېر ونیول، دغلته موبایل او ځمکنۍ ټیلیفوني شبکې بندې دي او په سیمه کې انټرنټ هم پرې شوی دی.

د اګسټ په اتمه نېټه د هند صدراعظم نرېندرا مودي خپل ولس ته په وینا کې وویل چې دا اقدام به نوې ډېلي د دې جوګه کړي چې په سیمه کې پر "ترهګرۍ او بېلتون پالنې" لاس بری شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ملګرو ملتونو ته په استولي لیک کې په کشمیر کې د هندوستان د حکومت وروستي اقدامات غندلي او هغه‌یې تېري کوونکې کړنې بللي.

د قریشي په وینا د هند د حکومت دا اقدام په قصدي توګه د جمو او کشمیر د هغه وضعیت له پامه غورځول دي چې په نړیواله کچه لانجمن پېژندل شوي.

په دغه لیک کې چې روېټرز خبري اژانس وايي لیدلی یې دی ویل شوي، "پاکستان کړکېچ نه‌پاروي، خو هندوستان باید زموږ زغم زموږ کمزوري ونه‌ګڼي."

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي

قریشي په دې لیک کې همدارنګه هندوستان د توکم‌پالنې ایډیالوژۍ په عملي کولو تورن کړی چې د ده په وینا غواړي دغلته د مسلمانانو اکثریت په هندو اکثریت بدل کړي. هغه ادعا چې تر دې مخکې هندي چارواکو رد کړې ده.

ښاغلي قریشي په دې لیک کې زیاته کړې که چېرې هندوستان بیا هم له ځواک کار اخلي، نو د ده په وینا پاکستان به اړ وي چې د خپلې دفاع په خاطر په ټول توان ځواب ووايي.

نوموړي همدارنګه ویلي هندي لوری هڅه کوي له کشمیر څخه د پام اړولو په خاطر پاکستان سره بله ستونزه راپیدا کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په دې لیک کې زیاته کړې، دې خطرناکو عواقبو ته په پام پاکستان په دې اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بېړنۍ غونډې غوښتنه کوي.

د پولنډ د بهرنیو چارو وزیر یاڅیک چاپوتویځ (Jacek Czaputowicz) چې په دې میاشت کې د امنیت شورا مشري کوي
د پولنډ د بهرنیو چارو وزیر یاڅیک چاپوتویځ (Jacek Czaputowicz) چې په دې میاشت کې د امنیت شورا مشري کوي

د پولنډ د بهرنیو چارو وزیر یاڅیک چاپوتویځ (Jacek Czaputowicz) چې په دې میاشت کې د امنیت شورا مشري کوي ویلي، د امنیت شورا غړي هېوادونه به پر دې لیک بحث وکړي. نوموړي ویلي د هند او پاکستان ترمنځ ترینګلې اړیکې په ټوله جنوبي اسیا ناوړه اغېز کوي.

کشمیر د هند او پاکستان ترمنځ پرته غرنۍ سیمه ده چې دواړه هېوادونه‌یې د ملکیت ادعا کوي او دا مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ وېشل شوی دی.

په هندي کشمیر کې له لسیزو راهیسې یو شمېر وسله‌والې ډلې د خپلواکۍ او یا پاکستان سره د یوځای کېدو لپاره جنګېږي.

هندي چارواکي پاکستان تورنوي چې په هندي کشمیر کې د ترهګرو ډلو مرسته او ملاتړ کوي.

XS
SM
MD
LG