د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۷ زمری ۱۳۹۸ کابل ۰۴:۱۶

عمران خان له هند څخه د پاکستان د جلا کېدو کلیزه په کشمیر کې تېروي


د پاکستان صدراعظم عمران خان

د پاکستان صدراعظم عمران خان نن د اګسټ په ۱۴مه له هند څخه د دې هېواد د جلا کېدو کلیزه په کشمیر کې تېروي.

د عمران خان دفتر ویلي چې یو شمېر وزیران به مظفراباد ته په سفر کې له خان سره ملګري وي او هلته به د ټولو ګوندونو کنفرانس جوړ کړي.

کشمیر ته د عمران خان له یو ورځني سفر یوه ورځ مخکې پاکستان په کشمیر کې د روان وضعیت په اړه بحث لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بېړنۍ غونډې د جوړېدو غوښتنه وکړه.

دا غوښتنه وروسته له هغه کېږي چې هند د اګسټ په پنځمه نېټه له جمو او کشمیر څخه د کورواکۍ د هغه امتیاز د اخیستو اعلان وکړ چې د هند اساسي قانون دې سیمې ته ورکړی و.

اسلام‌اباد د هند دا اقدام نړیوالې سولې ته ګواښ بولي او وايي چې دا پرېکړه به په کشمیر کې قومي تصفیې ته لاره پرانیزي.

XS
SM
MD
LG