د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۹

د هندوستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ په اړه د ګڼو عرب هېوادونو چوپتيا


جمو کې د پوځي ګزمه
جمو کې د پوځي ګزمه

د هندوستان او پاکستان ترمنځ د کشمير پر سر په ولاړ شوي کړکېچ کې ګڼو عرب هېوادونو چوپتيا غوره کړې ده.

له هندوستان سره د خليج عرب هېوادونو د سوداګرۍ اندازه په کال کې ١٠٠ میليارده ډالرو ته رسېږي، نو د هندوستان د وروستي اقدام په اړه د دغو هېوادونو د چوپتيا علت همدا ګڼل کېږي.

ويل کېږي، هندوستان په تجارت کې د عرب ټاپو وزمې لپاره تر ټولو مهم شريک دى.

د سيمې پياوړي هېواد سعودي عربستان له هندوستان او پاکستان څخه د حوصلې غوښتنه کړې او د روان بحران په اړه‌يې اندېښنه ښوولې ده.

د هند تر ولکې لاندې کشمير کې د پوځي حالت په اړه د سعودي عربستان دغه عکس‌العمل، له هندوستان او پاکستان دواړو سره د عربستان د نږدې اړيکو له کبله پېچلى ښکاري.

د سعودي عربستان نجران ښار
د سعودي عربستان نجران ښار

خو د خليج نورو هېوادونو لکه کوېټ، قطر، بحرين او عمان کوم بيان نه‌دى خپور کړى.

متحده عرب اماراتو يو ګام مخکې اخيستى او ظاهراً يې د هندوستان خوا نيولې ده. د نوې ډېلي له‌خوا د کشمير د کورواکۍ د حيثيت ختمولو وروستۍ پرېکړه‌يې د هندوستان داخلي موضوع ګڼلې ده.

هندوستان تر خپلې ولکې لاندې د کشمير د محدوې کورواکۍ ځانګړى وضعيت لغوه کړ.

هندوستان په دې سيمه کې چې اکثريت اوسېدونکي يې مسلمانان دي، پوځي حالت اعلان کړ، پر سيمه‌يې د ارتباطاتو او انټرنټ خدمات بند کړي دي.

هندوستان او پاکستان دواړو د هماليا پر دې لانجمنې سيمې په خپلو کې دوه جګړې کړې دي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان په وروستيو ورځو کې په سعودي عربستان او بحرين کې له چارواکو سره په کشمير کې د هندوستان پر اقداماتو خبرې وکړې.

د پاکستان صدراعظم عمران خان په کشمیر کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال
د پاکستان صدراعظم عمران خان په کشمیر کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال

خو دا لا معلومه نه‌ده چې دغه عرب هېوادونه به‌يې ملاتړ وکړي او که دى به خپلې اندېښنې د ملګرو ملتونو له امنيت شورا سره شريکې کړي.

کشمير چې د هندوستان او پاکستان له‌خوا سره وېشل شوى، دواړه هېوادونه‌يې د بشپړ مالکيت دعوه لري.

سعودي عربستان په خپله لنډه اعلاميه کې د کشمير پر سر ولاړ شوي کړکېچ ته اشاره نه‌ده کړې، خو ويلي يې دي چې دغه شاهي هېواد روان وضعيت څاري او له نړيوالو قوانينو سره سم‌يې د دې لانجې د سوله‌ييز حل غوښتنه کړې ده.

د خليج په عرب هېوادونو کې تر ٧ میليونو ډېر هنديان مېشت دي چې د دې سيمې له اقتصادي ودې سره‌يې مرسته کړې ده.

د هندوستان او متحده عرب اماراتو ترمنځ دوه اړخيز تجارت په ٢٠١٨م کال کې تر ٥٠ میليارده ډالرو واوښت چې هندوستان‌يې د دغه هېواد په دوهم لوى تجارتي شريک بدل کړ.

په متحده عرب اماراتو کې د هندوستان د پانګونې اندازه ٥٥ میليارده ډالرو ته رسېږي.

د متحده عربي اماراتو ابوظبي ښار
د متحده عربي اماراتو ابوظبي ښار

د هندوستان د بهرنيو چارو وزارت په حواله، هنديان د دوبۍ د جايدادونو د کار و بار په مارکېټ کې د بهرنيو پانګه‌والو په ډله کې دوهم مقام لري.

متحده عرب امارات د هندوستان د صدراعظم نرېندرا مودي د حکومت د ملاتړ په ښوولو سره له هند سره خپلې ستراتېژيکې اړيکې لا ژورې کړې.

په سعودي عربستان کې هم ٢ میليونه او ٧ لکه هنديان دېره دي او هندوستان تر عراق وروسته د سعودي عربستان د تېلو دوهم لوى واردوونکى هېواد ګڼل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې نوې ډېلي کشمير ته چې د نړۍ په سطحه تر ټولو سخته پوځي ساحه ګڼل کېږي، په لسګونه زره اضافي سرتېري لېږلي دي.

XS
SM
MD
LG