تمه وه چې په مسکو کې د چهارشنبې په ورځ د یو شمېرافغان سیاستوالو او طالبانو غونډه وشي، خو دا غونډه د اجنډا پرسر د اختلافاتو له کبله ونهشوه.
د سې شنبې په ورځ د طالبانو د قطر د دفتر یو پلاوي په هغه غونډه کې چې د افغانستان او روسیې د سل کلنو دیپلوماتیکو اړیکو په اړه وه برخه واخېسته.
د طالبانو د پلاوي مشري پهدې ناسته کې د دوی د قطر د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر کوله.
په افغان پلاوي کې پخوانی ولسمشر حامد کرزی، د سولې د عالي شورا مشر محمد کریم خلیلي او یو شمېر جهادي مشران او د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو کاندیدان وو.
د راپورونو له مخې کله چې د سې شنبې د ورځې غونډه خلاصه شوه د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د غونډې له برخهوالو هیله وکړه چې په خپلو کې د افغانستان د ستونزو په ارتباط خبرې وکړي.
خو په مسکو کې د سیاسي چارو کتونکي ډاکټر شېر حسن چې له دې غونډې خبر دی، پرون ناوخته ازادي راډیو ته وویل:"له کابل او دوحې څخه راغلي مېلمانه یوازې په پرونۍ غونډه کې وو د دوی خبرې همالته پای ته ورسېدې، د نورو خبرو لپاره دوی وعده وکړه چې له درېیو بجو وروسته به یې کوي له درې بجو وروسته نه پوهېږم ستړي وو، که څرنګه سره ویې نه لیدل خبره نن ته پاتې شوه او نن هم دوی له یوه بل سره نهدي لیدلي، زه هغه هوټل ته ورغلی وم چې له کابله راغلي مېلمانه پهکې اوسېږي. له کابله راغلي مېلمانه په یوه هوټل کې اوسيږي او له دوحې نه راغلي طالبان په بل هوټل کې اوسېږي دوی د سې شنبې تر ورځې وروسته له یوه بل سره لیدلي هم نهدي."
هم طالبانو او هم له افغانستانه ورغلي پلاوي هیله لرله چې د چهارشنبې په ورځ به خبرې کوي.
د دې غونډې په اړه د طالبانو د قطرد دفتر ویاند سهیل شاهین پر ټویټر ولیکل چې د بینالافغاني تفاهم پهدې غونډو کې به عبدالکریم خلیلي او په مسکو کې د کابل ادارې سفیر نهوي.
لطیف بهاند او کریم خلیلي د سې شنبې د ورځې په غونډه کې حضور درلود.
د روسیې تاس اژانس د یوې باخبره سرچینې په وینا چې نوم یې نهدی اخېستی خبر ورکوي چې طالبانو د افغان پلاوي د اوربند د منلو له وړاندیز سره سخت مخالفت وکړ.
ورته خبره ډاکټر شېرحسن ازادي راډیو ته وکړه: "له کابله د راغلو مېلمنو مشري کرزی صاحب کوي، دوی د وړاندیزونو یو لېست درلود هغه یې طالبانو ته ورکړی دی، خو د کابل لوري چې څه خوښ وو، هغه دې بل لوري نه دی منلی ځکه چې دوی د اوربند خبره ترهرڅه مخکې کړې ده او طالبان اوربند نهکوي."
د طالبانو د قطر د دفتر استازیو د فبروري په میاشت کې هم د حامد کرزي په ګډون له یو شمېرافغان سیاستوالو سره په مسکو کې په غونډه کې برخه اخېستې وه په هغې غونډې کې هم د افغانستان د حکومت کوم استازي برخه نهلرله.