د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۲

روسیې یو ځل بیا ځیني افغان سیاسیون او طالب استازي وربللي


د افغانستان او روسیې بیرغونه
د افغانستان او روسیې بیرغونه

مسکو د افغانستان او روسیې ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو د سلمې کلیزې په رسمي مراسمو کې د ګډون په پلمه یو ځل بیا یو شمېر افغان سیاستوال او طالب استازي وربللي دي.

مسکو نن سې شنبه او سبا چهارشنبه د روسیې او افغانستان ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو د سلمې کلیزې د نمانځلو په پلمه د طالبانو او یو شمېر افغان سیاستوالو د غونډې کوربه‌توب کوي.

روسي ټاس خبري اژانس د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له خولې ویلي، د پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ د افغان سیاستوالو یوه ډله او د طالبانو د قطر دفتر استازي به د روسیې او افغانستان د ډیپلوماتیکو اړیکو د سلمې کلیزې په مراسمو کې په ګډون سربېره، په خپلو کې د افغانستان د سولې پر لارو چارو هم خبرې وکړي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف

​ضمیر کابلوف ویلي، تر اوسه پورې روښانه نه‌ده چې دا به مذاکرات وي او که یوازې به په افغانستان کې د سولې په اړه د نظرونو تبادله.

د حامد کرزي ویاند مسکو ته د نوموړي سفر تأیید کړی دی.

طالب ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي چې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د قطر له دفتره ۱۴ کسیز پلاوی به‌یې د سې شنبې په ورځ په مسکو کې د افغانستان او روسیې د ډیپلوماتیکو اړیکو په سلمه کلیزه کې ګډون وکړي.

ذبیح‌الله مجاهد رسنیو ته په یوې استولې خبرپاڼه کې ویلي، د طالبانو د قطر دفتر استازي به په ورپسې ورځ له افغان سیاستوالو او مشرانو سره د افغانستان د راتلونکې په اړه هم وغږېږي، خو په دې اړه‌یې جزئیات نه‌دي ورکړي.

بل‌خوا د افغانستان د سولې عالي شورا د دوشنبې په ورځ وویل، د دې شورا مشر محمد کریم خلیلي مسکو ته تللی، څو دغلته د افغانستان او روسیې د ډیپلوماتیکو اړیکو د سلمې کلیزې په مراسمو کې ګډون وکړي.

د دې شورا ویاند غفور احمد جاوېد ازادي راډیو ته په دې اړه چې ایا ښاغلی خلیلي به په مسکو کې له طالبانو سره وګوري که نه، له څه ویلو ډډه وکړه، خو رسنیو ته په یوه استولي پیغام کې یې ټینګار کړی چې د سولې هر ډول فعالیتونه باید له افغانانو سره همغږي وي.

د افغانستان د سولې عالي شورا ویاند غفور احمد جاوېد
د افغانستان د سولې عالي شورا ویاند غفور احمد جاوېد

په پیغام کې راغلي: "د سولې عالي شورا هیله دا ده چې د ټولو خواوو هغه فعالیتونه چې د افغانستان د سولې او ثبات لپاره کېږي، هغه باید له افغانانو سره همغږي وي او د دې ترڅنګ باید دا فعالیتونه د افغانستان د دولت او طالبانو ترمنځ مستقیمو خبرو ته زمینه برابره کړي."

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت احمدي پر خپل ټویټر لیکلي، په مسکو کې د افغانستان سفیر لطیف بهاند به د افغانستان او روسیې د ډیپلوماتیکو اړیکو د سلمې کلیزې په دې مراسمو کې ګډون وکړي.

دا روښانه نه‌ده چې ښاغلی بهاند له طالب استازو سره هم ګوري که نه.

په اسلام‌اباد کې پخواني افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال تېره شپه پر خپل ټویټر لیکلي، د سولې په دوهم بین‌الافغاني کنفرانس کې د ګډون لپاره مسکو ته رسېدلی دی.

په مسکو کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ یو شمېر افغان سیاستوال او د طالب استازو د احتمالي لیدنې راپورونه په داسې حال کې ورکول کېږي چې په افغانستان کې دننه جګړو او تاوتریخوالي زور اخیستی.

افغان لیکوال او د سولې فعال نجیب ننګیال چې تېر کال په مسکو کې د یوې ورته غونډې برخه‌وال و، وايي چې ګومان نه‌کوي چې دا ډول غونډې دې په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي په کمېدو کې اغېز ولري.

ده زیاته کړه: ​"د سولې پروسې لومړی اغېز باید دا وي چې جګړه او تاوتریخوالی راکم کړي، خو کله‌یې چې پر جګړه اغېز نه‌وي، فکر کوم دا هڅې له ۲۰۱۰ میلادي کال راهيسې په نمایشي بڼه روانې دي."

ارشیف، په مسکو کې د ځينو افغان سیاستوالو او طالب استاز د تېر کال د لیدنې یو انځور
ارشیف، په مسکو کې د ځينو افغان سیاستوالو او طالب استاز د تېر کال د لیدنې یو انځور

ښاغلي ننګیال د روژې په میاشت کې په افغانستان کې د جګړو، بریدونو او ولسي مرګ ژوبلې زیاتېدو ته په اشارې وویل، د طالبانو له‌خوا د تاوتریخوالي زیاتېدل ښيي چې دا ډله د سولې خبرې په جدي ډول پر مخ نه‌وړي او لا هم پر جګړې تکیه لري.

طالبان له امریکايي ډیپلوماتانو سره له څو میاشتو راهیسې مذاکرې کوي، خو تر دې مهاله طالبانو له افغان حکومت سره د مخامخ خبرو کول رد کړي دي.

په مسکو کې د طالبانو او افغان سیاستوالو ترمنځ د سې شنبې او چهارشنبې د ورځو احتمالي خبرې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو د پیل د هڅو په ترڅ کې کېږي.

تېره میاشت په قطر کې د بین‌الافغاني خبرو یوه پلان شوې غونډه لغوه شوه.

طالبانو او د پخواني ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ یو شمېر افغان سیاستوالو په تېره فبرورۍ میاشت کې هم په مسکو کې خپلو کې لیدلي وو، خو په دې لیدنه کې د ولسمشر اشرف غني د حکومت په استازیتوب چا برخه نه‌درلوده.

دا به دوهم ځل وي چې د طالبانو استازي په مسکو کې د ښاغلي غني د حکومت د یو شمېر سیاسي مخالفانو په شمول له یو شمېر افغان سیاستوالو سره ګوري.

تېره میاشت واشنګټن اعلان وکړ چې د افغانستان د سولې د معاملې په اړه چې دوی پرې افغانستان کې مذاکرات کوي، له روسیې او چین سره یوې اجماع ته رسېدلي دي.

XS
SM
MD
LG