افغان سفیر او د افغانستان د سولې عالي شورا رئیس په مسکو کې له طالبانو سره د بینالافغاني خبرو په ناسته کې ګډون وکړ.
ټاکل شوې وه چې د افغانستان او روسيې د سل کلنو اړیکو په نمانځنغونډه او په مسکو کې د سولې په بینالافغاني ناسته کې د افغان حکومت استازی او د افغانستان د سولې د عالي شورا رئیس ګډون وکړي.
په دغو دواړو ناستو کې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو د سیاسي دفتر ۱۴ کسیز پلاوي هم برخه درلوده.
وړاندې له دې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت احمدي په دې اړه ازادي راډیو ته ویلي و: "د افغانستان او روسیې د سل کلنو اړیکو په نمانځغونډه کې د سولې د عالي شورا رئیس کریم خلیلي د سولې عالي شورا په استازیتوب ګډون کوي، خو په مسکو کې به د افغانستان سفیر د افغان حکومت په استازیتوب ګډون وکړي، طبعاً اصلي ټکی سوله ده، هر هېواد چې د افغان حکومت او خلکو په ملکیت او رهبرۍ سولې ته د رسېدو په هدف دغه موارد په پام کې نیسي، موږ یې هرکلی کوو."
په ورته وخت کې د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد ازادي راډیو ته وايي، د چهارشنبې د ورځې په ناسته کې چې د سولې اړوند نظریات پهکې تبادله کېږي، د دغې ډلې پر ۱۴ غړو سربېره به د مسکو د تېرې ناستې یو شمېر افغان سیاسیون هم ګډون ولري.
مجاهد وايي، په دغه ناسته کې به د افغان حکومت په استازیتوب هېڅڅوک نهوي.
ده په دغه ناسته کې د افغان سفیر او د افغانستان د سولې عالي شورا د رئیس د ګډون په اړه وویل، حکومتي کسان کولای شي چې له خپل شخصي ادرسه په دغه ناسته کې ګډون وکړي.
روسي چارواکو یو شمېر افغان سیاستوال او د طالبانو استازي مسکو ته وربلل.
په پام کې ده چې دغه کسان د افغانستان او روسیې ترمنځ د سل کلنو ډیپلوماتیکو اړیکو په نمانځغونډه کې برخه واخلي.
دغه ناسته د سې شنبې په ورځ په مسکو کې جوړه شوه او د چهارشنبې په ورځ به پای ته ورسېږي.
د روسيې تاس اژانس د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر د ځانکړي استازي ضمیر کابلوف له قوله لیکلي چې په دغو مراسمو کې به د افغانستان پر پخواني ولسمشر حامد کرزی سربېره د سیاسیونو یوه ډله د طالبانو د سیاسي دفتر له استازو سره د سولې پر پروسه هم خبرې وکړي.
په ورته وخت کې د طالبانو د ډلې یو شمېر پخواني غړي وايي، د مسکو ناسته غیر رسمي ده او کوم مسایل چې پهکې تر بحث لاندې نیول کېږي، الزامي نهدي، ځکه د دوی په باور، دغه ناسته تصمیم نیوونکې نهده.
سیداکبر اغا وايي: "زه فکر نهکوم چې طالبان په دغه ناسته کې د حکومت له استازو سره وویني، یو مثالیې ورکولای شم چې تېر کال په فرانسه کې یوه ناسته جوړه شوه، د طالبانو او حکومت استازي ورته ورغلل، خو یو تر بلهیې رسمي لیدنې ونهکړې، اوس هم فکر نهکوم چې طالبان به په رسمې توګه د حکومت له استازو سره وویني، ځکه دغه ناسته تصمیم نیوونکې نهده."
خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هیله ښيي چې دغه ناسته به وتوانېږی چې د سولې په اړه راتلونکو ناستو ته لاره هواره کړي.
راپور: خان محمد سیند