کابل چاپ نننیو نږدې ټولو ورځپاڼو د مسکو د غونډې په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.
- مسیر
مسیر ورځپاڼې لیکلي د مسکو د غونډې ګډونوالو د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او په بینالافغاني مذاکراتو ټینګار کړی.
د همدې ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي اوس د دې موقع ده چې بینالافغاني خبرې لا زیاتې شي، د مسکو دا غونډه باید د قطر یا بل هېواد کې پراخې بینالافغاني غونډې ته زمینه برابره کړي.
د سرمقالې د لیکوال په باور څومره چې افغانان یو له بل سره ویني، همدومره فاصلې کمېږي او له زړونو نفرتونه وځي.
- هشت صبح
د هشت صبح ورځپاڼې په سرمقاله کې یادونه شوې روښانه دې شي چې د ملي وحدت حکومت رهبرانو خپله تصمیم نیولی چې د مسکو په غونډه کې به په لوړه کچه ګډون نهکوي او یا که کرملېن د افغان حکومت لوړپوړي چارواکي غونډې ته نهدي وربللي.
د سرمقالې لیکوال ټینګار کوي چې دغې پوښتنې ته باید ځواب وویل شي.
- ملي ارمان
ملي ارمان ورځپاڼې لیکلي د مسکو غونډه نمایشي ده او د روسیې له لوري د دې لپاره جوړه شوې ده چې مسکو وښيي چې د افغانستان په روان سیاسي بهیر کې رول لري.
- ویسا
ویسا ورځپاڼې د مسکو په غونډه کې د حامد کرزي څرګندونې راخیستي چې ویلي یې دي، روسیه دې له امریکا، چین او جرمني سره په ګډه د افغان سولې په اړه هڅې وکړي.
- اطلاعات روز
د اطلاعات روز ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې یادونه کړې چې د مسکو د سولې غونډې طالبان پیاوړي او د اساسي قانون نظام کمزوری کوي.
- دنیا
د دنیا ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی افغان سوله، مسکو بیا ابتکار وکړ.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي د مسکو دغهشان هڅې د قدر وړ دي او لکه څنګه چې افغان ملت له دغه بهیر ملاتړ کړی، د افغانستان حکومت هم باید د دغو هڅو ملاتړ وکړي.
د لیکوال په باور افغان حکومت باید دا درک کړي چې د سولې په روانو هڅو کې د روسیې په ګډون د افغانستان د ګاونډیو رول خورا مهم دی او د دوی د همکاریو جلبول د سولې لارې نوره هم اسانولی شي.
- سرخط
د سرخط ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي د مسکو په غونډه کې دوه ټکي مهم دي، یو په لومړي ځل د مسکو په غونډه کې د ملا برادر ګډون او بل دا چې طالبانو ویلي افغان حکومت په رسمیت نهپېژني، خو بیا هم د سولې عالي شورا پلاوي پهدغه غونډه کې ګډون وکړ.
- انیس
انیس دولتي ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې لیکلي تمه کېږي چې د سولې غونډې به د مخامخ خبرو لپاره یو فرصت شي.
- هېواد
بلخوا هېواد دولتي ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی د افغانستان پر ضد د مسکو هڅې غندو.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي پخوا هم د یو شمېر سیاستوالو او طالبانو ترمنځ د مسکو غونډه د افغانستان د حکومت او ملت پر ضد لویه دسیسه وه او نن هم دا غونډه د هغې دسیسې بله کړۍ ده.