د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۰ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۱

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر: نړیوال ځواکونه دې په بشپړ ډول له افغانستانه ووځي


د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په مسکو کې د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي سره د خبرو پر مهال
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په مسکو کې د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي سره د خبرو پر مهال

د روسيې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي، ټول بهرني ځواکونه دې له افغانستانه ووځي او د افغان شخړې د حل لپاره دې د دې هېواد ټول سیاسي او ټولنیز ځواکونه په خپلو کې خبرې پیل کړي.

لاوروف دا څرګندونې د سې شنبه په ورځ په مسکو کې د طالبانو او یو شمېر پخوانیو افغان چارواکو غونډې ته وکړې چې د روسيې او افغانستان ترمنځ د دپلوماتیکو اړیکو د سل کاله پوره کېدو په مناسبت جوړه شوې ده.

د روسيې د بهرنیو چارو وزیر وویل: "روسیه پوره یقین لري چې د افغانستان شخړه پوځي حل نه‌لري. سولې ته رسېدل یوازې له سیاسي او دپلوماتیکو لارو ممکنه ده."

سرګي لاوروف په‌دې غونډه کې طالب استازو ته د هرکلي په لړ کې له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو غوښتنه وکړه: "موږ له دې هېواده د بهرنیو ځواکونو بشپړه وتنه غواړو. موږ پر ټولو افغان اړخونو چې ټول سیاسي او ټولنیز ځواکونه په‌کې شامل وي، غږ کوو چې ژر تر ژره خبرې اترې پیل کړي."

د ملا عبد الغني برادر په مشرۍ ۱۴ طالب استازي په‌داسې وخت کې په روسیه کې له پخوانیو افغان چارواکو سره غونډه کوي چې طالبان لا هم په روسیه کې د یوه تروریستي سازمان په توګه ثبت دي.

پخوانی ولسمشر حامد کرزی، یو شمېر پخواني چارواکي او د جهادي ډلو مشران او مسؤلان د مسکو په غونډه کې ګډون لري.

دغه راز په مسکو کې د افغانستان سفیر لطیف بهاند هم د مسکو په غونډه کې برخه لري، خو تر اوسه دا نه ده معلومه چې ایا نوموړی به له طالب استازو سره وګوري او که نه؟

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د دوشنبې په ورځ ویلي و چې د طالبانو استازي او یو شمېر پخواني افغان چارواکي به په مسکو کې د افغانستان د راتلونکې په اړه خبرې وکړي.

نوموړي هم نه‌دي ویلي چې طالب استازي به له افغان سفیر سره وویني او که‌نه؟

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند صبغت احمدي
د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند صبغت احمدي

د مسکو په کنفرانس کې د افغان حکومت او د سولې د عالي شورا د مشر د ګډون په اړه بیا د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند صبغت احمدي ازادي راډیو ته وویل: "د افغانستان او روسیې د سل کلنو اړیکو په لمانځ‌غونډه کې د سولې د عالي شورا رئیس کریم خلیلي د سولې د عالي شورا په استازیتوب ګډون کوي، خو په مسکو کې به د افغانستان سفیر د افغان حکومت په استازیتوب ګډون وکړي، طبعاً اصلي ټکی سوله ده، هر هېواد چې د افغان حکومت او خلکو په ملکیت او رهبرۍ سولې ته د رسېدو په هدف دغه موارد په پام کې نیسي، موږ یې هرکلی کوو."

طالب استازي او پخواني افغان چارواکي په‌داسې حال کې د دوهم ځل لپاره د روسيې په منځکړتوب په مسکو کې غونډه کوي چې بل لور ته د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد تر اوسه په قطر کې له طالبانو سره ۶ ځله غونډه کړې ده چې تراوسه يې د کوم لوی پرمختګ او نتیجې څرک نه ښکاري.

XS
SM
MD
LG