نن چهارشنبه په مسکو کې د یو شمېر افغان سیاستوالو او طالب استازو ترمنځ د دوهمې ورځې لپاره لیدنې دوام لري.
د طالبانو ۱۴ کسیز پلاوی نن هم په مسکو کې تېروي، څو دغلته له کابله د ورغلو یو شمېر افغان سیاستوالو او د روسیې د حکومت له استازو سره وګوري.
تمه کېږې چې دا لیدنې نن چهارشنبه د مسکو په وخت غرمه مهال پیل شي.
په مسکو کې د افغانستان سفیر لطیف بهاند ازادي راډیو ته وویل چې د روسیې او افغانستان د اړیکو د سلمې کالیزې په مراسمو کې یې د افغان حکومت په استازولۍ برخه درلوده، خو نوموړي وویل له طالب استازو سرهیې کومه لیدنه نهده کړې.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت او په مجموع کې افغان حکومت د مسکو د دې غونډې په اړه محتاطانه چلند کوي او په اړهیې خبرو کولو ته زړه نه ښه کوي.
د کابل څخه مسکو د تللیو افغان سیاستوالو په ترکیب کې:
- پخوانی ولسمشر حامد کرزی.
- د ولسمشر غني پخوانی سلاکار حنیف اتمر.
- د اسلامي جمعیت ګوند اجرائیه رئیس او د بلخ پخوانی والي عطا محمد نور.
- په اسلاماباد کې پخوانی افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال.
- او یو شمېر نور سیاستوال شامل دي.
د سولې عالي شورا مشر محمد کریم خلیلي هم د مسکو په غونډو کې برخه لري.
ولسمشر حامد کرزي د مسکو د غونډې په لومړۍ ورځ وویل، د افغانستان او روسیې اړیکې د دواړو هېوادونو او همدارنګه سیمې لپاره مهمې دي.
دی وايي: "دا اړیکې د هېڅ بل هېواد په زیان نهدي، بلکې موږ غواړو د ټولې نړۍ په ځانګړي توګه د سیمې له هېوادونو سره د همکارۍ او دوستۍ پر بنسټ ولاړې متوازنې اړیکې ولرو."
روسیې د فبرورۍ په میاشت کې هم د طالبانو د قطر د دفتر استازي او یو شمېر افغان سیاستوال مسکو ته وربللي وو، څو خپلو کې د سولې غیر رسمي خبرې وکړي.
په هغو خبرو کې هم د افغان حکومت په استازیتوب چا برخه نهدرلوده.
د طالبانو د هغه پلاوي په ترکیب کې چې دا مهال مسکو کې دی، د دې ډلې د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر، مرستیالیې شیر محمد عباس ستانکزی او د طالبانو څو نور مهم غړي شامل دي.
ښاغلي ستانکزي د سې شنبې د ورځې په پای کې خبریالانو سره د خبرو پر مهال له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه د طالبانو پر پخواني دریځ ټینګار وکړ.
نوموړي همدارنګه وویل، ستونزمنه ده چې اوسنۍ جګړه د څو غونډو په جوړولو حل شي.
دی وايي: "دا د یوې دوه ورځو جنګ نهوو، ۱۹ کالهیې دوام کړی، ستونزمنه ده چې ۱۹ کلنه جګړه د خبرو اترو په یو یا دوه پړاوونو کې پای ومومي."
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هم د سې شنبې په ورځ له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د بشپړ وتلو غوښتنه وکړه.
د بلخ پخوانی والي چې مسکو ته تللو افغان سیاستوالو کې شامل دی وویل، که د افغانستان ټول لوري خپلو کې توافق وکړي، بهرنیو قدرتونو ته اړتیا نهشته.
نوموړي طالب استازو او افغان سیاستوالو ته وویل: "تاسو باور وکړئ، که زموږ او ستاسو زړه پر دې هېواد ونهسوځي، موږ دا هېواد له وینو او اور ونهژغورو، بل داسې هېڅڅوک نهشي پیدا کېدای چې تر موږ دې پهدې وطن ډېر مهربانه واوسي."
د امریکا متحده ایالاتو تر اوسه له طالبانو سره شپږ پړاوه خبرې کړي، خو پهدې خبرو کې تر اوسه د پام وړ پرمختګ نهدی شوی.
طالبان له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو پر غوښتنه ټینګار کوي، خو امریکايي لوری وايي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل، دا ډاډ چې نړیوال ترهګر به د افغانستان خاوره نهکاروي، د طالبانو لهخوا د اوربند منل او له افغان حکومت سره مخامخ خبرې پیلول ټولې له یو بل سره تړلې مسئلې دي او تر هغې چې پهدې ټولو توافق ونهشي، له یو مورد سره به یوازې توافق ونهکړي.
افغان حکومت په وار وار له طالبانو غوښتي چې د افغان حکومت سره دې مخامخ خبرې پیل کړي، خو طالبانو تر اوسه دا غوښتنه رد کړې.
پهداسې حال کې چې طالب استازي په مسکو کې د یو شمېر افغان سیاستوالو سره د راتلونکې سولې په اړخونو په خبرو بوخت دي، په کور دننه د دې ډلې وسلهوالو خپلو بریدونو ته زور ورکړی.
یوازې د روژې میاشتې د پیل راهیسې د دواړو لورو ترمنځ جګړو او پر یو بل بریدونو د سلګونه کسانو ژوند اخیستی چې د ملګرو ملتونو په وینا د دې تاوتریخوالي یو زیات شمېر قربانیان د ښځو او ماشومانو په ګډون ولسي افغانان دي.