د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۷

روسیه د کوم هدف لپاره د طالبانو او افغان سیاستوالو لپاره غونډې جوړوي؟


ارشیف، په مسکو کې د ځينو افغان سیاستوالو او طالب استازو د ناستې یو انځور
ارشیف، په مسکو کې د ځينو افغان سیاستوالو او طالب استازو د ناستې یو انځور

نن سې شنبه او سبا چهارشنبه روسي چارواکي، طالب استازي او یو شمېر افغان سیاستوال وربللي چې نه یوازې د روسیې او افغانستان د ډیپلوماتیکو اړیکو د سلمې کلیزې په مناسبت په غونډه کې ګډون وکړي، بلکې په خپلو کې د افغانستان د سولې په تړاو بحثونه هم وکړي.

روسي رسنیو د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له خولې ویلي، د پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ د افغان سیاستوالو یوه ډله او د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو د قطر د دفتر استازي به د روسیې او افغانستان د ډیپلوماتیکو اړیکو د سلمې کلیزې په مراسمو کې په ګډون سربېره، په خپلو کې د افغانستان د سولې پر لارو چارو هم وغږېږې.

دا به له فبرورۍ راوروسته دوهمه دا ډول غونډه وي چې په مسکو کې جوړېږي.

روسیه د کوم هدف لپاره له طالبانو سره د افغان سیاستوالو دا ډول غونډې جوړي؟ افغان حکومت ولې د مسکو غونډو ته ډېره لیوالتیا نه ښيي؟

په دې اړه اجمل اند له افغان لیکوال او څېړونکي نجیب ننګیال سره مرکه کړې او په سر کې یې ترې پوښتلي چې روسیه له دا ډول غونډو څه غواړي؟

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:53 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG