د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۸

سهیل شاهین: د نن ورځې په ناسته کې خلیلي او په مسکو کې افغان سفیر برخه نه‌لري


د طالبانو د قطر د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین
د طالبانو د قطر د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین

په‌داسې حال کې چې په مسکو کې د افغان سیاسیونو او وسله‌والو طالبانو د استازو ترمنځ په افغانستان کې د سولې په اړه بحثونه روان دي، د طالبانو د قطر سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وايي چې د نن ورځې په بین‌الافغاني ناسته کې د افغانستان د سولې عالي شورا رئیس محمد کریم خلیلي او په مسکو کې افغان سفیر برخه نه‌لري.

ښاغلي شاهین په خپل ټویټر لیکلي دي: "د مسکو پرونۍ غونډه د روسیې او افغانستان د سل کلنو ډیپلوماتیکو اړیکو په اړه وه چې د کابل ادارې استازي هم په‌کې و، خو نن به د بین‌الافغاني تفاهم په غونډو کې عبدالکریم خلیلي او د کابل ادارې سفیر نه‌وي."

تېره ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ازادي راډيو ته ویلي و چې په‌دې بین‌الافغاني ناسته کې په مسکو کې د افغانستان سفیر او ښاغلی خلیلي ګډون کوي.

که څه هم د دې ناستې په اړه ډېر جزئیات نه‌دي خپاره شوي، خو یو شمېر رسنیو ته ځینو سرچینو ویلي چې د نن ورځې په ناسته کې به په اوربند بحثونه وشي.

دې سرچینو دا هم ویلي چې د افغان پلاوي هڅه به دا وي چې له دې ناستې وروسته طالبان لږ تر لږه ۱۵ ورځې اوربند وکړي.

دا غونډه د افغانستان او روسیې ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو د سلمې کلیزې په ویاړ تېره ورځ جوړه شوې چې دوهمه ورځ‌یې بین‌الافغاني ناستې ته ځانګړې شوې ده.

افغان حکومت د دې ناستې په اړه څه نه‌وايي، خو د افغانستان د ملي شورا د دواړو جرګو یو شمېر غړي په‌دغه ډول ناستو کې د افغان حکومت د استازو په حضور ټینګار کوي.

د ولسي جرګې غړی نعمت‌الله کریاب په مشروط ډول دې ناستې ته هیله‌مند دی.

ښاغلی کریاب زیاتوي: "که دا هڅې په واقعي ډول له غرضه ډکې نه‌وي او په وطن کې د سولې او ټیکاو د راوستو لپاره وي، نو موږ ورته خوشبین یو او په ښه نظر ورته ګورو، خو زموږ هیله دا ده چې د افغانستان د سولې په اړه دا خورې ورې هڅې، په منظم ډول له افغان حکومت سره په یو ګډ تفاهم سره پر مخ ولاړې شي، څو دا تیت او پرک ناستې یوه سمه نتیجه ورکړي."

ښاغلی کریاب وايي، په‌دې ناسته کې ګډون کوونکي افغان سیاسیون اوس‌مهال د جګړې برخه نه‌ده، نو ځکه ویلی شو چې له اشخاصو سره تفاهم ته رسېدل نتیجه نه‌لري.

خو ښاغلی کریاب هیله‌مند دی چې دا شان ناستې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرو ته زمینه برابره کړي.

روسیې د روان میلادي کال د فبرورۍ په میاشت کې هم د طالبانو د قطر دفتر استازي او یو شمېر افغان سیاستوال مسکو ته وربللي وو، څو خپلو کې د سولې غیر رسمي خبرې وکړي.

په هغو خبرو کې هم د افغان حکومت په استازیتوب چا برخه نه‌درلوده.

په ورته وخت کې د مشرانو جرګې غړې انارکلي هنریار بیا دې ناستې ته هیله نه‌لري او وايي، د مسکو تېرې ناستې ته په کتو فکر نه‌کوي اوسنۍ هغه به هم ښه نتیجه ولري.

د مشرانو جرګې غړې انارکلي هنریار
د مشرانو جرګې غړې انارکلي هنریار

نوموړې وايي: "زه فکر کوم دا بحثونه به دومره اغېزناک نه‌وي، ځکه د سولې په اړه چې هر بحث کېږي باید موږ په یو قوت مخکې لاړ شو او دا کار د حکومت تر رهبرۍ لاندې امکان لري، له دې پرته فکر نه‌کوم چې کومه نتیجه ورکړي."

په مسکو کې د افغانستان سفیر لطیف بهاند تېره ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د روسیې او افغانستان د اړیکو د سلمې کالیزې په مراسمو کې یې د افغان حکومت په استازولۍ برخه درلوده، خو نوموړي وویل، له طالب استازو سره‌‌یې کومه لیدنه نه‌ده کړې.

د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي بیا تېره ورځ د خبریالانو سره د خبرو پر مهال له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه د طالبانو پر پخواني دریځ ټینګار وکړ او ویې‌ویل ستونزمنه ده چې د افغاستان د جګړې موضوع د څو غونډو په جوړولو حل شي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG