جرمني چې له افغانستان سره د لویو مرستندویانو له ډلې او د غوڅ ملاتړ د ماموریت مهم غړی هېواد دی له افغان حکومت او طالبانو سره خبري کوي، څو د سولې یوې موافقې ته ورسېږي.
رویټرز خبري اژانس د یوه جګپوړي جرمني چارواکي له قوله چې نه غواړي هویت یې څرګند شي ویلي چې که طالبان د افغانستان له حکومت سره خبرو ته کېني، نو په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره هڅې به لا چټکې شي.
په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین جرمني د هغو څو هېوادونو په ډله کې یاد کړی چې په افغانستان کې د روان کړکېچ په سولهییز حل کې د مرستې وړاندیز یې کړی او د طالبانو یو بل چارواکي بیا پر جرمني سربیره د اروپايي ټولنې او اندونیزیا نومونه هم یاد کړي دي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له اکتوبر میاشتې راهیسې له طالبانو سره د خبرو مشري کوي، خو طالبان تراوسه له افغان حکومت سره مستقیمو خبرو ته نهدي حاضر شوي ځکه دا حکومت د امریکا لاسپوڅی بولي.
د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني خاص استازي مارکوس پوتځل «Markus Potzel» چې په روانه میاشت کې یې دوه ځلي په کابل کې له افغان حکومت او په دوحه کې له طالبانو سره وکتل، ویلي چې د یو سولهییز افغانستان د جوړولو لپاره اوسنی فرصت باید له لاسه ونه وځي.
پوتځل وویل، که د افغانستان دوستان چې د ده په وینا جرمني هم پهکې دی کولای شي، نو له دې هڅو سره باید مرسته وکړي، خو د جرمني ځانګړي استازي دا یادونه هم وکړه چې بالاخره دا د طالبانو په ګډون یوازې د افغانانو کار دی چې د خپل هېواد د راتلونکي په اړه پرېکړه وکړي.
ښاغلي خلیلزاد په تېره مارچ میاشت کې ویلي و چې له طالبانو سره، د امریکايي ځواکونو د وتلو په بدل کې د دې ضمانت په اړه د موافقې مسوده چمتو شوې چې طالبان به د القاعده شبکې په څېر له تروریستي ډلو سره خپل اړیکي پرې کوي، خو د اوربند، او له افغان حکومت سره د خبرو په اړه چې دواړه ډېر مهم ګڼل کېږي، هېڅ راز موافقه نهده شوې.
تېره میاشت تمه کېده چې له افغانستانه به یو پلاوی په دوحه کې له طالبانو سره خبرې کوي، خو د پلاوي د غړو د شمېر پر سر له لانجې وروسته دا غونډه لغو شوه.
په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند رویټر خبري اژانس ته ویلي، په جرمني کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د غونډې په اړه بحثونه شوي، خو پهدې برخه کې کومه پرېکړه نهده شوې.