د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۵

د سولې شورا: له ځینو بهرنیو چارواکو سره د طالبانو لیدنې د سولې پروسه زیانمنوي


ارشیف، په قطر کې د طالبانو د دفتر یو انځور
ارشیف، په قطر کې د طالبانو د دفتر یو انځور

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، د ځینو هېوادونو له چارواکو سره د طالبانو د مشرتابه لیده کاته د سولې پروسې ته زیان رسوي.

په دې وروستیو کې د ځینو بهرنیو هېوادونو له چارواکو سره د طالبانو د مشرتانه پلاوي د مرستیال ملا عبدالغني برادر لیده کاته ډېر شوي او دغې مسئلې د افغانستان د سولې عالي شورا اندېښمنه کړې ده.

د دغې شورا مرستیال عبدالخبیر اوچقون د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د غبرګولي ۰۱» ازادي راډیو ته وویل، دغه لیده کاته نه‌یوازې دا چې د سولې له پروسې سره مرسته نه‌کوي، بلکې دغه پروسه پېچلې کولای شي.

دی وایي:

"کله چې طالبان د خلکو ارادې ته درناوی نه‌کوي او په خپل سر د نورو هېوادونو له چارواکو سره اړیکې ټینګوي، دا طبیعي ده چې د سولې پروسه زیانمنوي، د خلکو له نظره کومې هڅې چې د خلکو له ارادې سره سمې نه‌وي، د منلو نه‌دي او د سولې پروسه پېچلې کوي."

ښاغلي اوچقون وویل، طالبان له یوې خوا د افغانانو وژل جاري ساتي او له بلې خوا له هېوادونو سره اړیکې پالي، د ده په خبره دا کار د دغې ډلې امتیاز غوښتنه ښيي.

طالبانو تېره ورځ ناوخته په یوې اعلامیه کې ویلي چې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي رولاند کوبیا د سې شنبې په ورځ د طالبانو د مشرتابه پلاوي له مرستیال او په قطر کې د دغې ډلې د سیاسي دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر سره په دوحه کې لیدلي دي.

په اعلامیه کې د طالبانو د دفتر د ویاند سهیل شاهین له خولې راغلي چې دواړو لورو په دغې لیدنه کې د هېواد پر روان وضعیت، د امریکا او طالبانو پر مذاکراتو، د ملکي تلفاتو پر مخنیوي او نورو موضوعاتو خبرې کړې دي.

په اعلامیه کې راغلي چې په دغه لیدنه کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي د افغانستان د سولې په پروسه کې د اروپايي ټولنې د مثبت نقش د اداء کولو ډاډ ورکړی او ویلي یې دي چې د طالبانو له سیاسي دفتر سره اړیکو ساتلو ته دوام ورکړي.

پخوا تر دې د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي مارکوس پوتزل دوه ځله د طالبانو له مرستیال مشر ملا عبدالغني برادر سره چې د سولې د خبرو مشري کوي، د سولې د احتمالي هوکړې او په دې برخه کې یې د جرمني پر هڅو خبرې کړې دي.

آرشیف/ د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړی استازی مارکوس پوتزل
آرشیف/ د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړی استازی مارکوس پوتزل

د دوی لومړۍ لیدنه د مې د میاشې په لومړۍ نېټه په قطر کې شوې وه.

ملا برادر مخکې له دې د اندونیزیا او د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیرانو ریتنو لیستاري مارسودي او عبدالعزیز کاملوف سره په جلا جلا توګه لیدلي او د افغانستان د سولې پر پروسه‌یې سره خبرې کړې دي.

امریکايي پلاوي هم له طالبانو سره تر اوسه شپږ دوره مذاکرات ترسره کړي چې اوس هم د سولې په هدف هوکړې ته نه‌دي رسېدلي.

په ورته وخت کې اجرائیه ریاست هم په دې باور دی چې که دغه لیده کاته د سولې خبرې اسانه کړي، افغان حکومت‌یې ملاتړ کوي او که نه نو د افغان چارواکو په خبره، دغه لیده کاته د افغانستان او نړۍ په ګټه نه‌دي.​د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"هر راز اړیکې چې له طالبانو سره نیول کېږي، که د سولې له پروسې سره مرسته وکړي او رښتینې وي، افغان دولتیې هرکلی کوي او که تر شا یې نور هدفونه پراته وي، بیا نو د افغانستان او نړۍ په ګټه نه‌دي."

د سیاسي چارو پوهان او په تېره احمد سعیدي وايي، دغه لیده کاته د طالبانو ډلې ته مشروعیت ورکوي.

د ده په خبره، له هغې وروسته چې امریکا له طالبانو سره مستقيمو مذاکراتو ته کېناسته، ډېری هېوادونو د خپلو ګټو په خاطر له دغې ډلې سره د اړیکو جوړول پیل کړل.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG