د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۰ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۹

سولې شورا: ښایي د قطر د پلاوي یو شمېر غړي د دوحې غونډې ته لاړ نه‌شي


ارشیف، د سولې عالي شورا مرستیاله حبییه سرابي په کابل کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال. 11.14.2017
ارشیف، د سولې عالي شورا مرستیاله حبییه سرابي په کابل کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال. 11.14.2017

د افغانستان د سولې عالي شورا وایي، د افغان دولت له‌خوا ګمارل شوی پلاوی به د سولې اړوند خبرو لپاره نن د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۲۹» د دوحې پر لور روان شي.

که څه هم د افغانستان د حکومت له لوري د ۲۵۰ کسانو نوم‌لړ جوړ شوی وو چې باید په‌دې خبرو کې ګډون وکړي، خو د سولې عالي شورا مرستیالې حبییه سرابي پرون د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۲۸» ازادي راډیو ته وویل چې ښایي یو شمېر دې غونډې ته ولاړ نه‌شي.

حبیبه سرابي چې په‌خپله هم د دې پلاوي یوه غړې ده، د دغو کسانو دقیق شمېر یاد نه‌کړ.

نوموړې زیاته کړه:

"ټول لېست نه. یو شمېر ښایي د شخصي ستونزو له کبله او ځیني د لوژستیکي ستونزو له کبله ولاړ نه‌شي. موږ ځو، څو د افغانستان اوسنی وضعیت تشرېح کړو. په هغه کې مدني ټولنې، د افغانستان خلک، مشران او د دې هېواد درې قواوې دي."

تر دې وړاندې وسله‌والو طالبانو په یوې اعلامیه کې ویلي وو چې په دوحه کې د دې ناستې تنظیموونکي له کابله د دومره کسانو د منلو پلان نه‌لري او ان په قطر کې د طالبانو یوې سرچینې ازادي راډیو ته ویلي چې د دغه افغان پلاوي په شرکت سره ښایي دغه ډله د قطر ناسته تحریم کړي.

افغان حکومت تر اوسه د طالبانو دغو څرګندونو ته غبرګون نه‌دی ښودلی او په عین حال کې په دوحه کې د دې غونډې د تنظیموونکو په یوه بلن‌لیک کې چې د ازادي راډیو لاسته ورغلی، دا یادونه شوې چې هلته به تر ۳۰۰ پورې کسان راټولېږي.

په‌دې لیک کې راغلي:

"ټول ګډون‌وال په شخصي حیثیت په‌دې کنفرانس کې ګډون کوي، د دې کنفرانس عمومي هدف په دوحه کې د خبرو اترو وروستیو پرمختګونو ته په پام د سولې خبرو اترو ته د نوي رنګ ورکول دي."

دا هغه ټکی دی چې طالب استازو هم مخکې اشاره ورته کړې وه چې له‌دې پلاوي سره د عادي افغانانو په حیث خبرې کوي او ټینګار یې کړی وو چې دا پلاوی د حکومت نظر نه‌شي څرګندولی.

طالبانو تر اوسه له افغان حکومت سره مخامخ خبرې رد کړې دي، خو افغان ولسمشر د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۲۸» قطر ته له تلونکي پلاوي سره ولیدل او ورته ویې‌ویل، طالبان قانع کړئ چې له افغان دولت سره له مذاکراتو پرته بله لار نه‌لري او د جنګ د ختمولو لپاره بله نسخه نه پیدا کېږي.

تمه ده په قطر کې د افغانستان د سولې او ثبات په اړه بین‌الافغاني مشورتي غونډه د جمعې په ورځ پیل شي.

د سولې عالي شورا وایي، تر وخت مخکې ده چې د دې غونډې مثبتې پایلې ته خوشبین واوسي او زیاتوي چې ښایي دا ډول غونډې لا دوام وکړي.

XS
SM
MD
LG