د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۴

سرچینه: د قطر د راتلونکې ناستې کوربه‌توب افغان دولت کوي


ارشیف، په قطر کې د افغان سولې په اړه جوړه شوې ناست, March 12, 2019
ارشیف، په قطر کې د افغان سولې په اړه جوړه شوې ناست, March 12, 2019

په‌داسې حال کې چې وسله‌والو طالبانو ویلي چې د قطر په ناسته کې هېڅ‌‌څوک اجازه نه‌لري چې د حکومت نظر څرګند کړي، د افغان حکومت یوه سرچینه وايي، د قطر د راتلونکې ناستې کوربه‌توب د افغانستان اسلامي جمهوري دولت کوي.

دغه سرچینه چې د موضوع د حساسیت له امله نه‌غواړي نوم‌يې خپور شي ازادي راډيو ته وویل چې په‌دې غونډه کې ټول ګډون کوونکي کسان سبا د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۲۹» له غرمې وروسته د قطر پر لور حرکت کوي.

تمه ده د جمعې په ورځ د افغانستان د یوه لوی پلاوي او طالبانو استازي د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان د سولې او ثبات په اړه مشورتي غونډه پیل کړي.

په‌دې غونډه کې د ګډون لپاره افغان حکومت د سې شنبې په ورځ د دوه نیم سوه کسانو نوم‌لړ خپور کړ او دغه حکومتي سرچینه وايي، حکومت پرېکړه کړې چې د قطر ناستې ته ټول اعلان شوي دوه نیم سوه کسان استول کېږي.

خو په قطر کې د طالبانو یوې سرچینې ازادي راډيو ته ویلي چې د دغه افغان پلاوي په شرکت سره ښايي دغه ډله د قطر ناسته تحریم کړي.

دغه سرچینه همدا شان وايي چې دوی یو ۲۴۰ کسیز لېست قطر دولت ته ورکړی وو، څو یې له افغان حکومت سره شریک کړي، خو زیاتوي چې د دغو کسانو نومونه په اعلان شوي لېست کې نشته.

د طالبانو دې سرچینې زیاته کړې چې دغه لېست حکومتي دی او دیکتې شوي دي، څو دغه کنفرانس بې نتیجې پای ته ورسوي.

بل‌خوا ځینو افغان سیاستوالو په‌دې ناسته کې د نه ګډون اعلان کړی.

د جمعیت‌اسلامي اجرائیه رئیس عطا محمد نور خپور شوی نوم‌لړ فرمایشي بللی، خو په راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو کې د اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، د تخنیکي او شخصي دلایلو له امله په‌دې غونډه کې ګډون نه‌کوي.

افغان حکومت له ولسمشریزو انتخاباتو وړاندې د سولې د راوستو اراده نه‌لري.

په همدې حال کې د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې د قطر د همدې ناستې په تړاو د پخلاینې د شورا د مهمو غړو او ولسمشر ترمنځ په ارګ کې ناسته وشوه.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني دغه ناستې ته وویل:

"نن د لومړي ځل لپاره د دې زمینه برابره شوې چې له مقابل لوري سره هر اړخېز بحثونه ولرو، تاسو په قطر کې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او د افغانستان واحد او عظیم ملت استازیتوب کوي د هر ماشوم هرې ښځې هر نارینه د هر شهید کورنۍ او د هر افغان د حقونو استازیتوب کوئ."

اشرف غني قطر ته د روان پلاوي غړو ته وویل، طالبان قانع کړئ چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت سره له مذاکراتو پرته بله لار نه‌لري او د جنګ د ختمولو لپاره بله نسخه نه پیدا کېږي.

ولسمشر اشرف غني وویل چې د افغانستان په جګړه کې غالب او مغلوب نه‌شته او د سولې ټینګېدل به د افغانانو د ماشومانو لپاره ګټه وي.

که څه هم تمه کېږي چې د قطر ناسته به د روانې اپرېل میاشتې په ۱۹مه نېټه پیل او تر ۲۱مې نېټې به دوام وکړي، خو د طالبانو په اعلامیه کې راغلي چې یاده ناسته به د اپرېل په ۲۰مه او ۲۱مه نېټه ترسره شي.

په ورته وخت کې د نړیوالو چارو یو شنونکی حمید عزیزي قطر ته د تلونکي پلاوي جوړ شوي نوم‌لړ ته په اشارې سره وايي چې افغان حکومت له ولسمشریزو انتخاباتو وړاندې د سولې د راوستو اراده نه‌لري.

دی وايي:

"خپله د ۲۵۰ کسانو انتخاب پر طالبانو د فشار یو ډول وو، خو طالبانو برعکس په یوه ډېره قوي دیپلوماسۍ سره داسې غبرګون وښود چې حکومت‌يې د عامه افکارو او بېلابېلو اړخونو تر فشار لاندې راوست، زه فکر کوم چې یا خو به په ټوله کې دا ناسته بېخي جوړه نه‌شي او یا کېدای شي وځنډېږي."

د ولسي جرګې د ۱۶مې تقنیني دورې د نړیوالو چارو د کمېسیون غړی ګل پاچا مجیدي
د ولسي جرګې د ۱۶مې تقنیني دورې د نړیوالو چارو د کمېسیون غړی ګل پاچا مجیدي

د ولسي جرګې د ۱۶مې تقنیني دورې د نړیوالو چارو د کمېسیون یو غړی ګل پاچا مجیدي هم د حکومت له لوري دغه خپور شوي نوم‌لړ ته د انتقاد ګوته نیسي او وايي چې په‌دې نوم‌لړ کې باید داسې کسانو ته ځای ورکړل شوی وی چې طالبانو ته‌يې قناعت ورکړی وی، څو جګړه پای ته ورسوي.

خو دا چې:

  • د قطر راتلونکې ناسته به د افغان سولې له پروسې سره کومه مرسته وکړي او که‌نه؟

هغه پوښتنه ده چې له دې ناستې وروسته ورته ځواب ویل کېدای شي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG