د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۰

د سولې په پروسه کې افغان مېرمنې په حقیقت کې څه غواړي؟


ارشیف، افغان مېرمنې د سولې په اړه په یوه مظاهره کې لیدل کېږي
ارشیف، افغان مېرمنې د سولې په اړه په یوه مظاهره کې لیدل کېږي
  • واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې تر دې سرلیک لاندې لیکنه خپره کړې:

«خاوند یې د سولې له خبرو اړخ ته شوی، خو د افغانستان لومړۍ مېرمن ښځې راغونډوي.» تر دې عنوان لاندې راغلي دي چې په افغانستان کې د متحده ایالاتو او طالبانو د سولې خبرې ډېرو ښځو ته د طالبانو د رژیم تورې ورځې سترګو ته دروي، هغه وخت چې ښځې له خپلو ډېرو بنیادي حقونو څخه بې‌برخې شوې وې.

ورځپاڼه لیکي:

کېدای شي چې د سولې له خبرو سره بیا طالبان واک ته ورسېږي او له دې خبرو تر دې دمه د ولسمشر اشرف غني حکومت بهر پاتې شوی دی، خو د هغه مېرمنې رولا غني په‌دې خبرو کې د ښځو د ونډې په برخه کې یو پیاوړی غږ راپورته کړی دی.

واشنګټن پوسټ وړاندې لیکي، د افغانستان د لومړۍ مېرمنې هڅو د ښځو هغه حرکت پیاوړی کړی چې ورته وایي، افغان مېرمنې به شاته ولاړې نه‌شي.

ورځپاڼه څرګندوي چې اوس افغان مېرمنې په حکومت کې شته، پوهنتونونو ته ځي، د بشري حقونو په ډلو کې پیاوړی حضور لري او په پلازمېنه کابل کې نارینه او ښځې کافي شاپونو ته ځي، نو د طالبانو د وخت او اوس ډېر زیات توپیر دی.

واشنګټن پوسټ لیکي:

لومړۍ مېرمنه غواړي چې د سولې په خبرو کې د افغان مېرمنو غږ واورېدل شي، ورځپاڼې د رولا غني دا خبره را اخیستې ده چې وایي، موږ د دې لپاره هڅې کوو چې پوه شو چې:

  • ښځې په حقیقت کې څه غواړي؟
  • د دوی فکر څه دی؟
  • دوی څه ته لومړیتوب ورکوي؟
  • د سولې په خبرو کې څه ته دوی د خنډ په سترګه ګوري؟

ورځپاڼه بیا لیکي، تر اوسه پورې په قطر کې د امریکایانو او طالبانو په تېرو پنځو پړاوه خبرو کې هېڅ ښځې برخه نه‌ده اخیستې او د مسکو په غونډه کې د میز شااوخوا ۴۲ تنه وو چې یوازې دوه‌یې مېرمنې وې.

  • ګارډین

له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد د سره پوځ د وتلو په اړه پر یوه فلم د روسانو نیوکو ته د لوېدیځ یوې بلې ورځپاڼې، ګارډین پاملرنه کړې ده.

د ورځپاڼې په باور، جنجال وروسته تر دې پیل شو چې سیاست‌والو او د سره پوځ پخوانیو سرتېرو انتقاد وکړ چې:

  • ولې د سره پوځ ځواکونو ته په‌دې فلم کې وطندوستان نه‌دي ویل شوي؟

دا فلم په افغانستان کې د یوه پخواني پوځي نیکولای کووالیوف د تجربو پر بنسټ پاول لنګین جوړ کړی دی.

د فلم کیسه داسې ده چې شوروي پوځیان هڅې کوي چې له مجاهدینو د خپل یوه جنرال برمته شوی زوی وژغوري او د دې لپاره له افغانستانه د سره پوځ د وتلو پروګرام ځنډېدلی دی.

لنګین تېر کال د ورایتي په نوم مجلې ته ویلي و چې دا فلم د جګړې د بې‌رحمۍ او بې‌منطقۍ تصویر دی.

ګارډین لیکي:

د سره پوځ یو شمېر پخوانیو سرتېرو له ولسمشر ولادیمیر پوتین څخه غوښتي دي چې د دې فلم د خپرېدو مخه ونیسي، ځکه چې د دوی په باور د دې فلم خپرېدل روسیې ته زیان اړوي.

ورځپاڼې د روسیې د اطلاعاتو د وزیر ولادیمیر میدنسکي په وینا لیکلي دي چې دا فلم دې لکه څرنګه چې ټاکل شوې د مې په نهمه نه‌خپرېږي.

په‌دې نېټه روسیه د نازي المان پر ضد په نړیواله دوهمه جګړه کې خپله بریا لمانځي.

په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد ۱۰ کلن پوځي حضور په ۱۹۸۹ میلادي کال کې پای ته ورسېد.

په‌دې موده کې د سره پوځ نږدې ۱۵ زره پوځیان ووژل شول.

XS
SM
MD
LG