د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۲

کابل له طالبانو سره د خبرو لپاره ۲۵۰ تنه قطر ته لېږي


د ولسمشر ویاند، هارون چخانسوري, 07 April 2019
د ولسمشر ویاند، هارون چخانسوري, 07 April 2019

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۲۷»​ د ۲۵۰ هغو کسانو نومونه اعلان کړل چې ټاکل شوې د طالبانو له استازو سره د خبرو لپاره قطر ته ولاړ شي.

ټاکل شوې دغه ناسته د اپرېل له ۱۹مې نه د همدې میاشتې تر ۲۱مې نېټې پورې د قطر په مرکز دوحه کې وشي.

د حکومت له‌خوا په خپاره شوي لېست کې:

  • د عامې روغتیا پخوانۍ وزیرې ثریا دلیل.
  • د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون رئیسې سیما سمر.
  • د رسنیو استازي صدیق‌الله توحیدي.
  • د سولې عالي شورا مرستیال عطاالرحمن سلیم.
  • د سیمه‌ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رئیس عبدالمتین بېګ.
  • د ټرانسپورټ وزیر یما ياري.
  • د کرنې وزیر نصیر احمد دُراني.
  • د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرستې نرګس نهان.
  • د ولسمشر د ټاکنیز ټیم مرستیال امرالله صالح نومونه شامل دي.
  • په قطر غونډه کې د ګډون کوونکي پلاوي د ۲۵۰ کسیز لېست د لیدو لپاره دا ځای کېکاږئ.

د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري رسنیو ته په يوه وېډیويي پیغام کې ویلي چې د ياد نوم‌لړ په چمتو کولو کې د هېواد ټول اقشار په نظر کې نیول شوي دي.

دی وايي:

"د افغانستان اسلامي جمهوریت د دوحې په کنفرانس کې د ګډون کوونکو کسانو نوم‌لړ چې له اړوندو مراجعو څخه پېژندل شوي وو او ټول اقشار په‌کې په نظر کې نیول شوي، نن وروستی کړ."

د افغان پلاوي او طالبانو ترمنځ د دوحې ناسته په‌داسې حال کې ترسره کېږي چې له دې وړاندې امریکايي پلاوي پنځه ځله له طالب استازو سره خبرې کړې دي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد له دې وړاندې ازادي راډیو ته ویلي تمه لري چې روان کال د سولې کال وي او اوس د دې وخت رارسېدلی چې په افغانستان کې نور جنګ پای ته ورسېږي.

طالبان چې تر دې مهاله له افغان حکومت سره خبرو ته نه‌دي حاضر شوي، خو اوس‌یې د قطر ناستې ته چې د اپرېل په ۱۹مه نېټه ترسره کېږي، شین څراغ ښودلی دی.

دغې ډلې د دوحې ناستې ته چمتووالی نیولی او ویلي یې دي چې په‌دغه ناسته کې به د طالبانو په استازیتوب يو ۲۵ کسیز پلاوی ګډون وکړي.

طالبانو له دې وړاندې روېټرز خبري اژانس ته ویلي و چې د لومړي ځل لپاره به د دوی په پلاوي کې ښځې هم شاملې وي چې په دوحه کې به د امریکا د متحده ایالاتو او افغان پلاوي سره د افغانستان د راتلونکي په اړه بحث وکړي.

خو د روېټرز تر راپور خپرېدو وروسته طالب ویاند ذبیح‌الله مجاهد په خپل ټویټر کې ولیکل چې د هغه خبرې ناسمې تعبیر شوي او د قطر په ناسته کې د دوی په استازیتوب ښځې ګډون نه‌کوي.

  • اوس پوښتنه دا ده چې​ د افغان پلاوي او طالب استازو ترمنځ به د قطر راتلونکې ناسته څه پایلې ولري؟

د سیاسي چارو پوه احمد سعیدي په‌دې باور دی چې د حکومت له‌خوا د نوم‌لړ اوږدېدل د دې لامل کېږي چې دغه ناسته بې‌پایلې شي.

د سیاسي چارو پوه احمد سعیدي
د سیاسي چارو پوه احمد سعیدي

دی وايي:

"د حکومت له‌خوا چې د کومو ۲۵۰ کسانو نوم‌لړ اعلان شوی دی، له مختلفو ګوندونو او ډلو په‌کې بېلابېل اندونه وجود لري چې دغه مختلف لیدلوري نه‌شي کولای طالبانو ته يو واحد نظر وړاندې کړي او پرته له کومې نتیجې به بېرته راستانه شي."

د ښاغلي سعیدي په اند، د طالبانو په پرتله د حکومت نوم‌لړ په مراتبو اوږد دی، خو غوره دا وه چې حکومت د اغېز لرونکو څېرو يو محدود پلاوی ټاکلی وی.​

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG