د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۸

قطر کې به د هرې برخې استازي خپل نظریات بیانوي؟


د مدني ټولنې فعال او د سیاسي او امنیتي چارو پوه جاوېد کوهستانی
د مدني ټولنې فعال او د سیاسي او امنیتي چارو پوه جاوېد کوهستانی

په قطر کې له طالبانو سره د خبرو لپاره د افغانستان د دولت له‌خوا د افغان چارواکو په ګډون د سیاسي او د افغاني ټولنې د نورو بېلابېلو قشرونو د یوه ۲۵۰ کسیز پلاوي لېست بالاخره نهایي شو.

د مدني ټولنې فعال او د سیاسي او امنیتي چارو پوه جاوېد کوهستانی یې یو ګډونوال دی چې وایي، ښایي دا د دواړو لورو لپاره یو فرصت وي چې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو او د سولې د ټینګېدو لپاره خپل نظریات له یو بل سره تبادله کړي.

له ښاغلي کوهستاني سره د ازادي راډیو خبریال نوریاس نوري مرکه کړې او په سر کې یې ترې پوښتنه کړې چې، ایا له طالبانو سره د خبرو لپاره قطر ته تر تلو مخکې به تاسې ټول د یوې واحدې اجنډا لپاره سره غونډه کوئ او که به د هرې برخې استازي هلته خپل نظریات بیانوي؟

له ښاغلي کوهستاني سره دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:17 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG