د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۳

سرخط: د قطر د غونډې ګډونوال به د سولې ډولۍ راوړي؟


ارشیف، د سرخط ورځپاڼې لوګو
ارشیف، د سرخط ورځپاڼې لوګو

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو سره لیکلي چې ښايي طالبان د حکومت له‌خوا اعلان شوی ۲۵۰ کسیز ...

  • ویسا

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو سره لیکلي چې ښايي طالبان د حکومت له‌خوا اعلان شوی ۲۵۰ کسیز لېست ونه‌مني.

وړاندې په مطلب کې راغلي، طالبانو له افغانستان سره د ۱۵۰ کسیز پلاوي پر سر توافق کړی وو، خو حکومت ورته د سولې خبرو ته جنګي لښکر وراستوي.

ویسا لیکي، که څه هم حامد کرزي د لېست له اعلانه هرکلی کوي، خو خپله په‌کې ګډون نه‌کوي، همدا شان عطا محمد نور دغه لېست حکومتي بللی او په‌کې یې د نه‌ګډون پرېکړه کړې.

  • مسیر

د مسیر خپلواکې ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي، ښکاري چې طالبان دغه لېست رد کړي، د لیکوال په باور د دې احتمال هم شته چې د قطر غونډه وځنډېږي او یا هم لغوه شي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي که غونډه بیا هم کېږي، نو امکان لري د حکومت له لوري به هغه کسان په‌کې ګډون کوي چې څو ورځې وړاندې‌یې په لومړني لېست کې نومونه خپاره شوي وو.

  • سرخط

سرخط ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې پوښتنه کړې، د قطر د غونډې ګډونوال به د سولې ډولۍ راوړي؟

وړاندې په سرمقاله کې یادونه شوې، ښکاري چې له طالبانو سره د سولې خبرو اترو لپاره دومره شمېر کسانو لېږل، د افغانانو نهایت بې‌اتقافي، بې‌باوري او نه‌همغږي په ډاګه کوي.

د سرمقالې لیکوال خپلې پوښتنې ته په ځواب کې ویلي، د قطر غونډې ته د دومره کسانو تلل به نه‌یوازې لازمه او د پام وړ پایله ترلاسه نه‌کړي، بلکې د سولې دغه فرصت چې له ډېرې مودې راهیسې ورته کار او هڅې شوي او افغانان‌یې پایلو ته په تمه او هیلې لري، بې‌ځایه تېر کړي.

  • دنیا

د دنیا خپلواکې ورځپاڼې په سرمقاله کې په حکومت انتقاد شوی او لیکلي یې دي چې د سولې پروسه او د حکومت سبوتاژ هڅه.

په سرمقاله کې یادونه شوې طالبانو تر دې وړاندې په حکومت کې له شاملو کسانو سره ان تش کتل هم نه‌منل، خو د یو شمېر سیاسي شخصیتونو او نورو همکارانو په همکارۍ له ډېرو هڅو وروسته دغه ډله اماده شوه چې د افغان سیاستوالو په ډله کې له محدود شمېر سوله او خیر غوښتونکي حکومتي کسانو شتون ته غاړه کېږدي.

د لیکوال په باور، خو حکومت په قصدي توګه په یاد لېست کې جګړې خوښوونکو کسانو ته ځای ورکړ او هڅه‌یې دا ده چې یا دا پروسه تر خپل کنټرول لاندې ونیسي او یا په تمامه معنی دغه پروسه سبوتاژ کړي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې لیکلي، افغان ولس د زړه له تله سولې ته د تیاریو هرکلی کوي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي افغان حکومت په ټول توان د سولې لپاره هڅه کوي او د وروستي لېست خپرېدو ثابته کړه چې سولې ته رسېدل د حکومت ستر ارمان دی.

XS
SM
MD
LG