د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۶ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۳

د ارزګان فعالان او مسؤلین وايي، د قطر په غونډه کې دې ځای ورکړل شي


د ارزګان په مرکز ترینکوټ کې د ارزګان ولایت د ولایتي شورا یو شمېر مسؤلین او یو شمېر مدني فعالان, 17 March 2019
د ارزګان په مرکز ترینکوټ کې د ارزګان ولایت د ولایتي شورا یو شمېر مسؤلین او یو شمېر مدني فعالان, 17 March 2019

د ارزګان ولایت د ولایتي شورا یو شمېر مسؤلین او یو شمېر مدني فعالان چې د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۲۸»​د ولایتي په تالار راغونډ شوي وو، پر مرکزي ادارې نیوکه وکړه چې د قطر په غونډه کې یې د ارزګان خلکو ته ونډه نه‌ده ورکړې.

دوی وویل چې د یاد ولایت خلکو په روانه جګړه کې تر ټولو زیاتې قربانۍ ورکړي او باید ځای ورکړل شي.

دا په‌داسې حال کې ده چې د روانې اپریل میاشتې په شلمه او یویشتمه نېټه د قطر په مرکز دوحه کې بین‌الافغاني غونډه جوړېدونکې ده چې مرکزي ادارې ورته تر ډېر جنجالونو وروسته ۲۵۰ سیاسیونه معرفي کړي دي.

په‌دې اړه نور حال د ازادي راډيو د خبریال شریف‌لله شرافت په راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:12 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG