د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۴

په قطر غونډه کې د ګډون کوونکو لېست نن سې شنبه نهایي کېږي


ارشیف، د مصالحې د رهبرۍ شورا د ناستې یو انځور
ارشیف، د مصالحې د رهبرۍ شورا د ناستې یو انځور

د افغانستان حکومت وایي، په قطر کې د سولې په خبرو کې د ګډون کوونکو لېست نن سې شنبه نهایي کېږي.

د افغانستان د حکومت یوه لوړپوړي چارواکي د نوم نه‌ښودلو په شرط تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې د مصالحې رهبرۍ شورا تر اوسه د دوحې د غونډې د ګډونوالو د لېست پر جوړولو په بحثونو بوخت وو چې نن به دا لېست وروستی شي.

که څه هم تر اوسه د افغانستان له لوري په دې غونډه کې د ګډونوالو دقیقه شمېره معلومه نه‌ده، خو ویل کېږي چې له ۱۵۰ تر ۲۰۰ کسان به په دې پلاوي کې شامل وي.

د یادې حکومتي سرچینې په خبره، د کابینې ځیني غړي، والیان، د ولسمشرۍ او د اجرائیه ریاست یو شمېر سلاکاران به د حکومت له ادرسه د دوحې په غونډه کې ګډون وکړي.

دغه سرچینه زیاتوي، د افغان سیاستوالو تر څنګ به د ښځو استازي، مدني ټولنې او رسنۍ هم په دې غونډه کې برخه ولري.

په همدې حال کې طالبان هم د دې غونډې لپاره چمتووالی نیسي او وایي چې د مرکچي پلاوي او په قطر کې د طالبانو د دفتر د غړو جوړ ۲۵ کسیز ټیم به په دې مذاکراتو کې برخه واخلي.

په لومړي ځل طالبانو په خپل پلاوي کې د ښځو د ګډون خبره هم کړې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد روېټرز خبري اژانس ته ویلي چې د دوحې په غونډه کې به د طالبانو په مرکچي پلاوي کې ښځې هم شاملې وي.

مجاهد د دغو ښځو شمېر او نومونه نه‌دي یاد کړي، خو وایي چې هغوی د طالبانو له مشرانو سره کورنۍ اړیکې نه‌لري، بلکې عادي افغانې ښځې دي چې د مجاهد په خبره، په افغانستان کې دننه او دباندې د طالبانو ملاتړې دي او د اسلامي امارت د جګړو برخه جوړوي.

یو شمېر افغانې مېرمنې د طالبانو په مرکچي پلاوي کې د ښځو ګډون یو پرمختګ بولي.​

د افغانستان د ملي شورا د ۱۶مې دورې غړې فوزیه کوفي

د افغانستان د ملي شورا د ۱۶مې دورې غړې فوزیه کوفي د طالبانو د دې اقدام په اړه ازادي راډیو ته وویل:

"هغو کسانو چې تر ۲۰ کاله دمخه‌یې د ښځو په حضور باور نه‌درلود او ښځې یې مجبورولې چې په فجیع ډول نظام وزغمي، کله چې نن ښځو ته اجازه ورکوي چې د ستونزو د هواري د پلاوي غړي واوسي، یو ښه ګام او یو مثبت بدلون دی."

خو یو شمېر نور بیا د طالبانو دې اقدام ته د شک په سترګه ګوري او وایي چې د قطر په غونډه کې د طالبانو له لوري د ښځو د ګډون تر څنګ د هغو نظریې هم مهمې دي چې څه ډول‌یې وړاندې کوي.

وسله‌والو طالبانو وړاندې اعلان کړی و چې د قطر په بین‌الافغاني غونډه کې به د افغانستان د حکومت له ادرسه هېڅ‌څوک ګډون نه‌کوي او که داسې وکړي هم، د عادي افغانانو په څېر به ګډون کوي او خپل فردي لیدلوری به وړاندې کوي، نه د حکومت لیدلوری.

په همدې ترڅ کې د افغانستان د مصالحې د رهبرۍ شورا په خپله دوهمه غونډه کې د دوحې د ناستې لپاره د افغانستان سرې کرښې وټاکلې.

جمهوري نظام، د انتخاباتو له لارې د ملي زعیم ټاکل، د ښځو د حقونو خوندي کول او د رسنیو خپلواکي، د اوربند نوعیت او د اسلامي احکامو د پلي کېدو څرنګوالی د دوحې په خبرو کې د افغانستان له لوري سرې کرښې یادې شوې دي.

XS
SM
MD
LG