د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۷

په قطر غونډه کې د ګډون کوونکو نوملړ چمتو، خو وروستی شوی نه‌دی


ارشیف، د افغانستان په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د مصالحې د رهبرۍ شورا د دوهمې ناستې یو انځور، ۲۰۱۹ کال د اپرېل ۱۰
ارشیف، د افغانستان په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د مصالحې د رهبرۍ شورا د دوهمې ناستې یو انځور، ۲۰۱۹ کال د اپرېل ۱۰

په افغان حکومت کې يوه باوري سرچینه وايي، چې د قطر په ناسته کې د ۲۰۰ تنو ګډون کوونکو نوملړ چمتو شوی، خو لا وروستی شوی نه‌دی.

دغه سرچینه چې نه‌غواړي نوم‌یې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل چې په دغه نوملړ کې د حکومت د شاملو استازو فهرست هم د وروستي کېدو په حال کې دی.

د سرچینې په خبره، د دوحې په ناسته کې د افغان حکومت په استازیتوب د کابینې ځیني غړي، د ولسمشرۍ ماڼۍ او اجرائیه ریاست سلاکاران ګډون کوي.

سرچینه زیاتوي چې د قطر د ناستې د نورو ګډونوالو چې په‌کې افغان سیاسیون، د ښځو استازي، د مدني ټولنو او رسنیو استازي شامل دي، نوملړ یې وروستی شوی دی.

د سرچینې په خبره، د قطر په ناسته کې د ګډون کوونکو سیاسي څېرو په نوملړ کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي، د پخواني ولسمشر لومړی مرستیال يونس قانوني، د حزب اسلامي یو مشر عبدالهادي ارغندیوال، د افغانستان د بشر حقونو مشره سیما سمر او نورو نومونه شامل دي.

بل‌خوا د مصالحې د رهبرۍ شورا غړي محمد اسماعیل خان ازادي راډیو ته وویل چې په دغه ناسته کې به ښايي له ۵۰ نه تر ۶۰ پورې طالب استازي ګډون ولري.

ده وویل:

"زه فکر کوم چې د طالبانو له خوا به هم شااوخوا ۵۰ يا ۶۰ تنه ګډون وکړي، زموږ له خوا سیاسیون، جهادي مشران او د حکومت استازي ګډون کوي چې په ټوله کې شمېر یې له ۱۵۰ تنو اوړي."

د ده په خبره، د افغان پلاوي مشري به پخوانی ولسمشر حامد کرزی کوي.

په همدې حال کې د افغانستان د مصالحې د رهبرۍ شورا غړي حاجي دین محمد ازادي راډیو ته وویل چې د قطر ناستې ته به ۱۵۰ تنه لاړ شي.

د ده په خبره، دغه پلاوی به ښايي د جمعې په ورځ د قطر مرکز دوحې ته ولاړ شي.

ښاغلی دین محمد وايي:

"کوم معلومات چې زه لرم قطر ته ۱۵۰ تنه ځي او ښايي د جمعې په ورځ سفر ولري او دغه ناسته به دوه ورځې وي، ښاغلی قانوني، حکمت خلیل کرزی او ځیني نور کسان په دغه نوملړ کې شامل دي."

ټاکل شوې چې د قطر ناسته د روانې اپرېل میاشتې له ۱۹ نه تر ۲۱ نېټې پورې د قطر په مرکز دوحه کې وشي.

جمهوري نظام، د انتخاباتو له لارې د مشرتابه ټاکل، د ښځو او رسنیو د خپلواکیو ساتل، د اوربند بڼه او د اسلامي احکامو پلي کول هغه مسایل دي چې د قطر په بین الافغاني مذاکراتو کې به د سرو کرښو په توګه مطرح وي.

XS
SM
MD
LG