د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۴

ارغندیوال: له طالبانو سره د پلاوي په ټاکلو کې نورو خبرو ته اړتیا شته


د پخلاینې د مشرتابه د شورا غړی عبدالهادي ارغندیوال په کابل کې ازادي راډیو سره د مرکې پر مهال. 28 September 2014
د پخلاینې د مشرتابه د شورا غړی عبدالهادي ارغندیوال په کابل کې ازادي راډیو سره د مرکې پر مهال. 28 September 2014

د افغانستان د حکومت او سیاسي مشرانو د هغه پلاوي پر سر لا هم موافقه نه‌ده شوې چې له طالبانو سره به راتلونکې اوونۍ په قطر کې خبرې کوي.

اسوشیټېډ پرس اژانس د پخلاینې د مشرتابه د شورا د یوه غړي عبدالهادي ارغندیوال په وینا خبر ورکوي چې د دې شورا د چهارشنبې د غونډې نتیجه دا شوه چې په‌دې برخه کې نورو خبرو ته اړتیا شته.

د پرونۍ غونډې په اړه یوې حکومتي سرچینې چې نه‌یې غوښتل نوم‌یې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل چې د یو شمېر نورو موضوعاتو تر څنګ انتخابات د سولې د خبرو د سرې کرښې په توګه یاد شول.

د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم اسوشیټېډ پرس اژانس ته وویل چې د سولې د بهیر د ځنډېدو لپاره به انتخابات نه‌ځنډوو.

ارشیف، د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په کابل کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال. April 02 2019

دی وايي:

"حقیقت دا دی، که تاسو له چا په افغانستان کې پوښتنه وکړئ چې څه ته لومړیتوب ورکوئ، هغوی به درته ووایي چې سولې او امنیت ته، خو د سولې او امنیت په برخه کې چېرته رسېدلي یوو؟ تر دې دمه طالبانو موافقه نه‌ده کړې چې له افغان حکومت او نورو سیاسي مشرانو سره د خپل هېواد د راتلونکي په اړه خبرې وکړي. نو موږ انتخاباتو ته صبر وکړو، څو داسې څه وشي؟ زما ځواب دې ته نه دی."

د واشنګټن د سولې په انسټټیوټ کې د منځنۍ اسیا او د افغانستان د برخې جګ‌پوړی څېړونکی برمک پژواک په‌دې باور دی چې انتخابات باید خامخا وشي، خو که د افغانانو ترمنځ د سولې کومه مهمه موافقه کېده، بیا کېدای شي چې انتخابات وځنډېږي.

دی وايي:

"که دوی له یوه بل سره خبرې وکړي او دې تفاهم ته ورسېږي چې انتخابات په ګډه د اوس لپاره ځنډوو او د سولې لپاره شرایط چمتو کوو، نو په‌داسې وخت کې کېدای شي چې انتخابات تأخیر کړي او سولې ته لومړیتوب ورکړي."

د واشنګټن د سولې په انسټیټیوټ کې د منځنۍ اسیا او د افغانستان د برخې جګ‌پوړی څېړونکی برمک پژواک ازادي رآډیو سره د مرکې پر مهال, November 11, 2013.
د واشنګټن د سولې په انسټیټیوټ کې د منځنۍ اسیا او د افغانستان د برخې جګ‌پوړی څېړونکی برمک پژواک ازادي رآډیو سره د مرکې پر مهال, November 11, 2013.

​پخوا داسې ټاکل شوې وه چې د افغان پلاوي او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې د راتلونکې اوونۍ په پيل کې وشي، خو اوس د پنځو ورځو په مخه ځنډېدلې دي او د راتلونکې اوونۍ د جمعې په ورځ به د قطر په پلازمېنه دوحه کې پیل شي.

عبدالهادي ارغندیوال وایي چې د دې خبرو لپاره به د افغانستان د پخلاینې د مشرتابه شورا په راتلونکو درې څلور ورځو کې د خپل پلاوي غړي مشخص کړي.

طالبانو وار له مخې ویلي چې له دې ډلې سره په‌دې نوم نه‌ګوري چې دوی د افغانستان د حکومت استازي دي، خو اسوشیټېډ پرس اژانس څرګندوي چې په‌دې پلاوي کې به د افغانستان د حکومت برخه لویه وي.

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو هم د سې شنبې په ورځ د امریکا د سنا یوې غونډې ته وویل چې د سولې په خبرو کې به د افغان حکومت رول مرکزي وي.

XS
SM
MD
LG