د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۵

سرخط: سوله د بریا په لور ځي، ځکه اروپايي ټولنې یې د تضمین ټټر وهلی


د سرخط ورځپاڼې لوګو
د سرخط ورځپاڼې لوګو

د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو بیا هم د افغان سولې او د دغې سولې د ضمانت لپاره د اروپايي ټولنې ژمنې او ورسره د تړلو مسایلو په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې د اروپايي ټولنې له‌خوا د افغانستان د سولې د ضمانت په اړه لیکلي دي.

ورځپاڼه لیکي:

د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو د افغان سولې د ملاتړ پرېکړه‌لیک تصویب او د دغه بهیر د ضمانت په اړه‌یې هم خپل چمتووالی اعلان کړ.

په مطلب کې دا هم راغلي چې افغان دولت د اروپايي ټولنې له دې کاره هرکلی کړی او په‌دې اړه له ارګه په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړې ټولنه په بېلابېلو هېوادونو کې د سولې د پروسې له تضمینه بریالۍ تجربې لري.

ورځپاڼه لیکي:

د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو د وزیرانو په تصویب شوي پرېکړه‌لیک کې راغلي چې د افغانستان د سولې بهیر باید هر اړخیز وي، د حکومت د تأیید وړ او په‌دغه هېواد کې د تاوتریخوالي راکموونکی وي.

په مطلب کې د پرېکړه‌لیک د منځ‌پانګې په اړه دا هم راغلي چې د افغانستان د سولې بهیر باید په نړۍ کې د ترهګرو د ګواښونو مخ نیوونکی وي، د دغه هېواد د ټولو اتباعو بشري حقونه په‌کې خوندي او د دغه هېواد د دولت او اساسي قانون دوام ضمانت کړي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې د ښځو او مدني ټولنو په حواله لیکلي زموږ له سرو کرښو دې سترګې نه‌پټېږي.

د همدې ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي، ټاکل شوې نن له طالبانو سره د مذاکراتو سرې کرښې د ارګ په غونډه کې مشخص شي.

  • دنیا

دنیا خپلواکې ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې لیکلي، ټول افغانان دې نتیجې ته رسېدلي چې د افغانستان کشاله د زور او جګړې له لارې نه‌شي حل کېدای.

د سرمقالې د لیکوال په باور، خو حکومت لګیا دی او بیا هم د زور او تاوتریخوالي له لارې د ستونزې د حل لټه کوي.

  • سرخط

سرخط ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو لیکلي سوله د بریا په لور ځي، ځکه اروپايي ټولنې یې د تضمین ټټر وهلی.

وړاندې په مطلب کې راغلي اروپايي ټولنې تینګار کړی چې په افغانستان کې د هغې پروسې ملاتړ کوي چې د افغانستان خپلواکي تضمین په‌کې شوی وي او د تېرو ۱۸ کلونو سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې لاسته راوړنې هم په‌کې خوندي وي.

همدې ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې لیکلي اوس به ولیدل شي چې طالبان او که حکومت سوله غواړي.

وړاندې په مطلب کې راغلي ولسمشر غني د سولې راتلو لپاره هر څه ته تیار دی، خو برعکس طالبان اوس هم ټینګار کوي چې د حکومت په نوم له چا سره خبرې نه‌کوي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې لیکلي، د سولې د موافقې د تطبیق لپاره به د اروپايي ټولنې تضمین ګټور وي.

ورځپاڼې لیکلي، اروپايي ټولنه له دې وړاندې هم د نورو هېوادونو د سولې د موافقې د پلي کېدو د ضمانت تجربه لري او که دا کار د افغانستان په برخه کې هم وکړي پایلې به‌یې ښې وي.

XS
SM
MD
LG