کابل چاپ نننۍ ورځپاڼو د بېلابېلو مطالبو تر څنګ بیا هم د سولې د روانو هڅو په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.
- دنیا
دنیا خپلواکې ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو لیکلي ارګ د قطر د ناستې د سبوتاژ په هڅه کې دی.
وړاندې په مطلب کې راغلي ارګ په قطر کې د افغان سیاستوالو او طالبانو ګډې ناستې د سبوتاژ کولو په هدف د پلاوي په ترکیب کې حکومتي چارواکي زیات کړي.
د همدې ورځپانې د سرمقالې عنوان دی، ولسمشر محمد اشرف غني په خپله څاه کې خپله ولوېد.
- هشت صبح
هشت صبح ورځپاڼه د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په حواله لیکي:
ټولې خواوې به د قطر په راتلونکې غونډه کې ګډون کوي.
یادې ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې لیکلي، د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې د ښوونځیو پرانیستل د سولې لپاره یو مخکېنی شرط دی.
- ملي ارمان
ملي ارمان ورځپاڼې د طالبانو اعلامیې ته په غبرګون کې د حکومت له قوله لیکي، د طالبانو ډله نهشي کولای چې د افغانستان د برخلیک په اړه تصمیم ونیسي.
همدې ورځپاڼه په خپلې سرمقاله کې وړاندیز کړی چې له طالبانو سره د سولې مذاکراتو ته باید د طالبانو ملاتړي ونهلېږل شي.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي پرې دې ښودل شي هغه کسان له طالبانو سره مذاکرات وکړي چې له دوی سرهیې باورونه او برداشتونه مختلف وي.
د لیکوال په باور څو دواړه خواوې د انعطاف په ښودلو سره رښتینې سولې ته لاسرسی پيدا کړي.
- ویسا
ویسا خپلواکې ورځپاڼې لیکلي د قطر په ناسته کې ګډون ښه پرېکړه ده، سوله سرې کرښې نهمني.
همدې ورځپاڼې د خلاصون لارې شورا د مشر له قوله لیکلي، د سولې په برخه کې له رامنځته شوي فرصته باید افغان حکومت او طالبان ښه ګټه واخلي.
- هېواد
هېواد دولتي ورځپاڼې لیکلي، حکومت او طالبان په قطر کې غیر رسمي خبرو ته تیاری نیسي.
د همدې ورځپانې په سرمقاله کې یادونه شوې چې دغه ناسته به د سولې په رسمي مسئله بحث ونهکړي، بلکې دواړه غاړې به پهدې اړه نظرونه تبادله کړي.
د سرمقالې په پای کې راغلي، طالبان باید نور له پخواني دریځه تېر شي، سولې ته چمتو شي او سیاسي لاره غوره کړي.
- اصلاح
بلې دولتي ورځپاڼې اصلاح لیکلي اروپايي ټولنې د افغان سولې له پروسې د خپل ملاتړ پرېکړهلیک تصویب کړ.
د همدې ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی د سولې د خبرو اړتیا او د لاسته راغلیو ارزښتونو د ساتنې اړتیا.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي د سولې مذاکراتو کې د لاس ته راغلیو ارزښتونو ساتنه ډېره اړینه او د پام وړ ده.