د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۱

ډیپلومات: خلیل‌زاد ولې په افغانستان کې یو لانجه‌من شخصیت بلل کېږي؟


ارشیف، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد، ازادي راډیو سره د مرکې پر مهال
ارشیف، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد، ازادي راډیو سره د مرکې پر مهال
  • ډیپلومات

ډیپلومات امریکایۍ خپرونه په یوه مطلب کې پوښتنه کوي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد ولې په افغانستان کې یو لانجه‌من شخصیت بلل کېږي؟

خپرونه لیکي، هغه مهال چې خلیل‌زاد د افغانستان د مأموریت لپاره غوره کېده، که ټول نه‌و، ډېری امریکايي مبصرانو د ده کامیابو سوابقو ته په پام سره د هغه هرکلی وکړ، خو د لیکوال په باور په افغانستان کې برعکس د دې پرېکړې ډېر هرکلی ونه‌شو.

ډیپلومات لیکي:

په لوېدیځ کې خلیل‌زاد د استثنايي ډيپلوماتیکي وړتیاوو په خاطر منل شوی، خو په خپل پلرني ټاټوبي افغانستان کې بیا نوموړی یو فوق‌العاده لانجه‌من شخصیت دی.

خپرونه په ۲۰۰۱ میلادي کال کې د بُن له کنفرانسه نیولې د طالبانو له استازو سره د سولې تر خبرو پورې د افغانستان په ټولو جریاناتو کې د خلیل‌زاد مهم رول ته چې له ده څخه یو لانجه‌من شخصیت جوړوي، اشاره کوي او لیکي:

خلیل‌زاد خپل دا لانجه‌من شخصیت د سولې په روانو خبرو کې هم ساتلی دی.

ډیپلومات خپرونه لیکي خلیل‌زاد د سولې د خبرو له جریانه د مدني ټولنو، ښځو او حتی د افغان حکومت په څېر د مهمو ښکېلو اړخونو په ایستلو سره له حده زیات پر مخ ولاړ چې د ډیپلومات خپرونې په وینا ورسره دا وېره هم رامنځته شوه چې که د خبرو بهیر اوږد شي، نو ښايي ولسمشر ډونالد ټرمپ د امریکايي ځواکونو وتل اعلان کړي.

  • فارن پالېسي
رښتینې سوله به یوازې هغه مهال ټینګه شي چې هره افغانه مېرمن د خپل حق لپاره جګړه وکړای شي.

فارن پالېسي خپرونه په ترکیه کې د دېره افغان سندرغاړې سحر ارین له قوله لیکي چې نوموړې وايي، په افغانستان کې یې خپل دوستان زیات یادېږي، خو اوس چې طالبان راروان دي، نو هېواد ته د دې د ستنېدو چانس ډېر کم شوی دی.

فارن پالېسي په خپل تفصیلي راپور کې د نوموړې سندرغاړې له قوله لیکي چې وايي، رښتینې سوله به یوازې هغه مهال ټینګه شي چې هره افغانه مېرمن د خپل حق لپاره جګړه وکړای شي.

سحر وايي، زه دا جګړه د خپل اواز په وسیله کوم او د هغه هېواد لپاره سندرې وایم چې وهل شوی، ځپل شوی دی.

هغه پوښتنه کوي، ایا زه تر هغو کسانو هم بده یم چې پر ښځو جنسي تجاوز کوي او خلک وژني.

سحر ارین وايي، فکر نه‌کوي چې سندرې ویل به د دې کسانو تر ګناهونو لویه ګناه وي.

خپرونه په پای کې لیکي، افغان مېرمنې له امریکا غواړي چې له دوی سره مرستې دوامداره وساتي او له طالبانو سره د سولې په خبرو کې ونډه ورکړي.

XS
SM
MD
LG