د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۴

ویسا: سلام رحیمي د سولې د مرکچي پلاوي له مشرۍ لیرې شوی


ارشیف، د افغان ولسمشر د دفتر رئیس سلام رحیمي
ارشیف، د افغان ولسمشر د دفتر رئیس سلام رحیمي
  • ویسا

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپل یو مطلب کې لیکلي، د ولسمشرۍ ماڼۍ په پرونۍ ناسته کې د سولې د رهبرۍ شورا پر طرحه او ترکیب توافق نه‌دی شوی، خو حکومت له خپل پخواني دریځ نه په شا شو او د قطر غونډې ته پلاوی استوي.

په مطلب کې راغلي، ټاکل شوې وه چې حکومت د سولې په روانو خبرو کې د نفوذ په هدف د جهادي او سیاسي مشرانو او د مدني ټولنو او ځوانانو په ګډون د سولې د رهبرۍ شورا په نامه یو نوی تشکیل رامنځته کړي، خو ارګ کې په‌دې اړه دواړو مجلسونو کې پر دې طرحه هم‌غږي نه‌ده رامنځته شوې.

ورځپاڼه لیکي:

په‌دې ناسته کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون ګڼو سیاسي او جهادي مشرانو ګډون کړی وو.

ویسا په یو بل جلا مطلب کې لیکلي چې سلام رحیمي د سولې د مرکچي پلاوي له مشرۍ لیرې شوی دی.

په مطلب کې راغلي، یوې باوري سرچینې کابل نیوز ټلوېزیون ته ویلي چې د مرکچي پلاوي په ترکیب کې بدلون راغلی او د ولسمشر د دفتر رئیس سلام رحیمي د دغه پلاوي له مشرۍ لیرې شوی دی.

په مطلب کې دا هم راغلي چې ټاکل شوې د چهارشنبې تر ورځې پورې نوی لېست چې ۲۱ کسان به په‌کې شامل وي وروستی شي.

  • سرخط

سرخط خپلواکې ورځپاڼې په خپل یو مطلب کې لیکلي، د نړیوالو او سیاسي چارو شنونکي د افغان سولې د بریا لپاره د مصالحې عالي شورا او بیا د طالبانو سره د خبرو لپاره د سولې د داسې مرکچي پلاوي ټاکل چې د حکومت په ګډون، د هېواد ټول سیاسي مدني او ټولنیز اړخونه په‌کې وي یو لوی ګام بولي، خو ټینګار کوي چې دواړه ډلې باید ژر تر ژره د افغان سولې په اړه پر ځینو موضوعاتو بحث او پرېکړې وکړي.

په مطلب کې د شنونکو په حواله دا هم راغلي چې دغه شورا باید لومړی په خپلو کې پر ځینو مهمو مسایلو چې د هېواد ملي ارزښتونه دي یوې پرېکړې ته ورسېږي او بیا د طالبانو له استازو سره مخامخ خبرو ته کېني.

  • ملي ارمان

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې لیکلي چې پاکستان د افغانستان د سولې په پروسه کې له امریکا نه د امتیاز اخیستنې په هڅه کې دی.

په مطلب کې دا خبره د یو شمېر سیاسي شنونکو په حواله پاکستان ته د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌راد وروستي سفر ته په اشارې سره شوې ده.

په مطلب کې وړاندې راغلي چې ښاغلي خلیل‌زاد د دغه سفر په اړه په خپله ټویټر پاڼه کې په افغان سوله کې د پاکستان همکارۍ هیله بخښونکې ښودلې او لیکلي یې دي، پاکستاني چارواکو ټینګار کړی چې د افغان سولې په اړه پرېکړه باید د افغانستان خلک وکړي.

ورځپاڼې دا هم لیکلي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له ښاغلي خلیل‌زاد سره په خبرو کې ویلي، اسلام‌اباد د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ کوي او ټینګار یې کړی دی چې په هغه هېواد کې سوله د پاکستان په ګټه ده.

په مطلب کې راغلي، دې څرګندونو ته په کتو سیاسي شنونکي باوري دي چې په یاده برخه کې د امریکا او پاکستان ترمنځ یو توافق رامنځته شوی دی.

XS
SM
MD
LG