د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۶

هند: پاکستان دې نړیوال نه تېر باسي، بلکې پر ځای دې ترورېستان وځپي


د هند او پاکستان بیرغونه
د هند او پاکستان بیرغونه

په جنوبي اسیا کې په اټمي وسلو سمبال ګاونډیانو هند او پاکستان یو بل ته په‌دې څو لنډو ورځو کې د بریدونو زیات ګواښونه او ګوت‌څنډنې کړي.

دا هر څه د هندي کشمیر په پلوامه کې د جیش محمد ډلې له‌خوا چې ویل کېږي په پاکستان کې مېشته ده په یوه موټر بم برید سره د ۴۱ هندي ملېشه‌وو تر وژل کېدو وروسته را پیل شول.

  • پاکستان ته د هند ګواښونه

د هند د بهرنیو چارو وزارت پرون سې شنبه پاکستان ته په خطاب ویلي چې دا هېواد دې په خپلو څرګندونو نړیوال نه تېر باسي، بلکې پر ځای دې ترورېستان وځپي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رویش کمار وویل:

"موږ له پاکستانه غواړو چې د نړیوالې ټولنې تېر ایستل بند کړي او د پلوامه ترورېستي برید ترسره کوونکو او نورو ټولو ترورېستانو او ترورېستي ګروپونو پر ضد چې د هغوی د کنټرول له سیمې فعالیت کوي قاطع او ښکاره اقدام وکړي."

د پاکستان صدراعظم عمران خان چې دا څو ورځې د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان په مېلمه پالنې بوخت و پرون سې شنبه د هند د پلوامه په برید او د هندي چارواکو په څرګندونو غبرګون وښود.

هغه وویل چې پاکستان د پلوامه له برید سره هېڅ اړیکه نه‌لري او تیار دی چې د ثبوتونو او شواهدو له وړاندې کولو سره په‌دې اړه اقدام وکړي.

عمران خان هند ته ګواښ هم وکړ چې که په پاکستان د برید سوچ لري پاکستان به ورته ځواب ورکړي.

نوموړی وايي:

"که تاسو پر پاکستان د برید فکر کوئ، پاکستان به په ځوابي برید فکر نه‌کوي، بلکې ځوابي برید به کوي. پاکستان به له ځوابي بریده پرته بله لار ونه‌لري."

عمران خان وویل چې هېواد یې د ثبات په لور روان دی او د ده په خبره هېڅ‌چا ته اجازه نه‌ورکوي چې له خاورې یې په بهر یا په کور دننه بریدونه وکړي.

خو په هند کې د پلوامه تر برید وروسته ګڼ خلک راپارېدلي او په خپل نظام‌یې غږ کړی چې د برید غچ واخلي.

د هند صدراعظم نرېندرا مودي خپلو خلکو ته ویلي چې د دوی په څېر د ده په زړه هم اور بل دی او د پلوامه بریدګرو ته به سزا ورکوي.

د هند صدراعظم نرېندرا مودي
د هند صدراعظم نرېندرا مودي

نوموړی وايي:

"هغوي «د پلوامه بریدګر» که څومره هم د پټېدو هڅه وکړي ضرور به سزا ورکړل شي."

  • پاکستان ته د ایران ګواښونه

پاکستان په یو وخت هم د خپل همېشني سیال هند له‌خوا د ۴۴ هندي ملېشه‌وو د وژل کېدو په خاطر له تُند دریځ سره مخ دی او هم بل ګاونډي ایران ورته د خپلو ۲۷ سرتېرو په وژل کېدو ګواښونه کړي.

ایراني چارواکو ویلي چې له پاکستان سره په پوله د تېرې اوونۍ د موټر بم برید عاملین په پاکستان کې دي او په خبره‌یې چې پاکستان باید د دغو بریدګرو پر ضد قاطع اقدامات وکړي.

فارس ایراني اژانس پرون د ایران د سپاه پاسداران د ځمکنیو قواو مشر محمد پاکپور په حواله ویلي چې په سیستان او بلوچستان کې د زاهدان-خاش په لار د سپاه پاسداران په سرتېرو د انتحاري برید عامل حافظ محمد علي د پاکستان و او یو بل پاکستانی هم ورسره ملګری و.

پاکستان د دواړو ګاونډیانو هند او ایران څرګندونې چې وايي، لسګونه سرتېري یې په پاکستان کې مېشتو ترورېستي ډلو جیش‌العدل او جیش محمد وروژلي، رد کړي او د خبرو له لارې یې د راپورته شویو کړکېچونو حل غوښتی.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG