د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ تله ۱۴۰۰ کابل ۰۰:۰۳

نړۍ

هند: پاکستان دې پرخپله خاوره تروریستي ډلې وځپي

په کشمیر کې پر هندي ځواکونو تر وروستي ځان‌وژونکي برید وروسته، نوي ډیلي له پاکستانه غوښتي دي چې پرخپله خاوره تروریستي ډلې وځپي.

د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې پرون د موټر بم په‎واسطه په شوي انتحاري برید کې ۴۴ هندي پولیس ووژل شول.

دا په لانجمنه سیمه کشمیر کې په څو کلونو کې پر هندي ځواکونو تر ټولو خونړۍ برید بلل شوی دی.

د هند د کابینې یوه وزیر ارون جیتلي ویلي، هند به د دې برید بدل واخلي او په خبره يې کافي شواهد لري چې ښيې په‌دې حمله کې پاکستان لاس لري.

هند پر پاکستان تور لګوي چې په کشمیر کې له سخت دریځو وسله‌والو ملاتړ کوي.

پاکستان بیا دا برید د اندېښنې وړ بللی او هندي رسنۍ يې چې پاکستان په‌کې دخیل بولي ،غندلي دي.

د جېش محمد په نامه سخت دریځې ډلې په کشمیر کې د پروني انتحاري برید مسؤلیت پر غاړه اخېستی دی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

روسيه کې تېرو ۲۴ ساعتونو کې له ۳۴ زیات کسان په کرونا اخته او ۹۹۹ نور مړه شوي

روسیه کې په کرونا ویروس یو شمېر اخته ناروغان

روسي چارواکي وايي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کرونا ویروس د خلکو د اخته کېدو څه باندې ۳۴ زره ۳۰۳ مثبتې پېښې او د ۹۹۹ کسانو مړینه ثبت شوې ده.

روسیه نن سبا د کرونا ویروس د مثبتو پېښو له دوامداره زیاتوالي سره مخامخ دی.

کرملېن د کرونا د پیل په څېر په وروستیو کې د کرونا ویروس له کبله په ملي سطحه ټولبند اعلان نه‌کړ.

په روسیه کې په کرونا ویروس د مړینو او د خلکو د اخته کېدو شمېر په داسې حال کې زیات شوی چې د خلکو د واکسین پروګرام ورو مخ­ته روان دی او لا هم ګڼ کسان واکسین شوي نه‌دي.

که څه هم روسي چارواکو واکسین ته د خلکو د هڅولو لپاره ځینې هڅې کړي، خو شمېرې ښيي چې د روسیې نیمايي وګړي نه‌غواړي واکسین ولګوي.

روسیه کې د ۱۸ کسانو د مسمومېدو د قضیې د څېړنې پر مهال دوه کسان ونیول شول

ارشیف، روسي پولیس د ځینو کسانو د نیولو پر مهال

روسي چارواکو د ۱۸ کسانو د مسمومېدو د قضیې د څېړنې پر مهال دوه کسان نیولي دي.

دغه ۱۸ کسان تېره اوونۍ په یکاتیرینبرګ ښار کې د منع شویو الکولو له څښلو وروسته مړه شول.

د روسیې تحقیقاتي کمېټې پرون ویلي، دغه جنايي قضیه د هغو الکولو د څښلو په اړه ده چې بوتلونو ته اچول شوي وو او بې له دې چې د خوندیتوب معیارونه په پام کې ونیول شي، د ښار په یوه مارکېټ کې خرڅېدل.

د تحقیقاتو پر مهال هڅه کېږي چې د دغو منع شویو الکولو د خرڅولو اصلي عاملان پیدا شي او د تحقیقاتي کمېټې د اعلامیې له مخې عاملان ښايي د ۱۰ کلونو د بند له سزا سره مخامخ شي.

د دوه فلم جوړوونکو لېږدوونکی فضايي کپسول د ځمکې په لور راروان دی

مشهوره روسۍ سینمايي ستورې یولیا پیریسیلد او د مډال ګټونکی فلم ډایرکتر شیپینکو

هغه فضايي کپسول چې یو ستورمزلی او دوه روسي فلم جوړوونکي په‌کې سپاره وو، په نړیوال فضايي تم‌ځای کې جلا شو او اوس د ځمکې په لور راروان دی.

کپسول نن (یکشنبه) سهار وختي جلا شو.

مشهوره روسۍ سینمايي ستورې یولیا پیریسیلد او د مډال ګټونکی فلم ډایرکتر شیپینکو نړیوال فضايي تم‌ځای ته د اکټوبر په ۵مه رسېدلي وو چې هلته په ۱۲ ورځو کې د چلېنج په نوم د یوې ډرامې د یوې برخې فلم واخلي.

په نړیوال فضايي تم‌ځای کې ۷ ستورمزلي پاتې دي چې دوه روسان، درې امریکایان، یو اروپايي او یو جاپانی دی.

کوسوو کې نن د ښاروالیو انتخابات ترسره کېږي

ارشیف، کوسوو کې د انتخاباتو یو مرکز کې د رأی ورکونې لپاره ولاړ خلک

په کوسوو کې نن خلک د ښاروالیو په انتخاباتو کې ګډون کوي.

څه باندې یو ملیون او ۸ لکه تنه د رایو په شرایطو برابر دي.

رأی ورکوونکي ۲۷ ښاروالان او د ښاروالیو لپاره ۸۰۰ استازي غوره کوي.

دا انتخابات په داسې مهال ترسره کېږي چې په وروستیو اوونیو کې په کوسوو کې د 'کووېډ-۱۹' پېښې زیاتې شوې دي.

د کوسوو د عامې روغتیا انستیتیوت سپارښتنه کړې وه چې انتخابات دې وځنډول شي، خو ولسمشر ویوسا عثماني د تېرې اوونۍ په پیل کې وویل چې ممکن د سیاسي ګوندونو مشران دا سپارښتنه ونه‌مني.

شمالي مقدونیه کې نن خلک انتخاباتو کې ګډون کوي

ارشیف، شمالي مقدونیه کې انتخابات

په شمالي مقدونیه کې نن خلک په سیمه‌ییزو انتخاباتو کې ګډون کوي.

دا انتخابات د صدراعظم زوران زاییف د واکمن سوسیال ډیموکرات ګوند لپاره له پارلماني انتخاباتو وروسته لومړنۍ ازموینه ګڼل کېږي.

د ۲۰۲۰ کال په جولای کې د شمالي مقدونیې سوسیال ډیموکرات ګوند په لږ توپیر پارلماني انتخابات ګټلي و.

په شمالي مقدونیه کې د رأی ورکولو په شرایطو د برابرو کسانو شمېر نږدې یو ملیون او ۸ لکو ته رسېږي.

دوی د ۸۰ ښاروالیو د استازو د انتخابولو لپاره رایې ورکوي.

د ایران یوې محکمې د زاغري د بند پر سزا د یو بل کال زیاتولو حکم تأیید کړ

د نازنین زاغري راتکلیف لور د خپلې مور د خوشې کولو لپاره په یوه اعتراضیه لاریون کې

د ایران د استېناف یوې محکمې هغه حکم تأیید کړ چې پر اساس‌یې د یوې ایراني‌الاصله بریتانوۍ د بند پر سزا یو بل کال ورزیاتوي.

د نازنین زاغفري راتکلیف د مدافع وکیل په وینا، د هغه مؤکلې په ایران کې پنځه کاله بند تېر کړی دی.

د محکمې د لومړني حکم له مخې مېرمن راتکلیف د یوه کال لپاره سفر هم نه‌شي کولای، معنی دا چې له ایرانه نه‌شي وتلی.

نازنین زاغري راتکلیف چې د ۲۰۱۶م کال په اپرېل میاشت کې په ایران کې د خپلو خپلوانو تر کتنې وروسته بریتانیا ته په ستنېدو وه چې د تهران په نړیوال هوايي ډګر کې ونیول شوه.

پر هغې د ایران د حکومت د نسکورولو د توطئې تور لګېدلی او د پنځو کلونو د بند سزا ورکړل شوه. هغې پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي دي.

امریکا د روسیې د قلمرو اوبو ته د خپلې یوې پوځي کښتۍ د ننوتلو ادعا رد کړه

د یو اېس، اېس چیفي (USS Chafee) په نوم یوه امریکايي کښتۍ

د امریکا متحده ایالاتو سمندري ځواک د مسکو هغه ادعا رد کړه چې ویلي یې و، د جاپان په سمندرګي کې یوې امریکايي کښتۍ، د چین او روسیې د سمندري تطبیقاتو پر مهال د روسیې د قلمرو اوبو ته د ننوتلو هڅه کړې ده.

په ارام سمندر کې د امریکا د سمندري ځواکونو قوماندانۍ پرون په یوه اعلامیه کې وویل، د روسیې د دفاع وزارت دا ادعا چې د امریکا کومه کښتۍ دې د دوی د سمندري ځواکونو د کښتیو مخې ته ورغلې وي، ناسمه ده.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د یو اېس، اېس چیفي (USS Chafee) په نوم امریکايي کښتۍ د اکټوبر میاشتې پر ۱۵مه د جاپان د سمندر په نړیوالو اوبو کې په عادي عملیاتو بوخته وه چې د روسیې یوه جنګي کښتۍ یې ۶۰ مترۍ ته ورنږدې شوه.

د امریکا سمندري ځواک دغه تعامل یو خوندي او مسلکي بللی او ویلي یې دي، امریکايي کښتۍ له نړیوالو اصولو سره سم خپل عملیات ترسره کړل.

خو د روسیې دفاع وزارت ادعا کړې چې د روسیې ادمیرال تریبیوتس په نوم کښتۍ ځکه امریکايي کښتۍ ته ځان نږدې کړ چې هغې له سیمې د وتلو لپاره د دوی خبرداری له پامه وغورځاوه.

جانسن هغې کلیسا ته د ګلانو ګېډۍ یووړې چې اېمېس په کې ووژل شو

ډیوېډ اېمېس 

د بریتانیا صدراعظم نن هغې کلیسا ته د ګلانو ګېډۍ یووړې چې د پارلمان غړی ډیوېډ اېمېس David Amess پرون د چړو په ګوزارونو په کې ووژل شو.

له بوریس جانسن د کورنیو چارو وزیره او د اپوزیسیون کارګر ګوند مشر کییر ستارمر Keir Starmer هم ملګري وو.

پولیسو د جانسن د محافظه کار ګوند پر غړي برید تروریستي عمل بللی دی او ویلي یې دي چې ښايي دا د افراطي اسلامپالو کار وي.

د کورنیو چارو وزیرې پریتې پاتېل Priti Patel خبریالانو ته وویل چې د بریتانیا به د تروریستي ډلو بریدونو ته تسلیم نه شي: "موږ به پر مخ ولاړ شو. قطعاً پرمخ ځو. موږ یوه پرانیستې او ډموکراتیکه ټولنه کې اوسو او د هر چا او هرې انګېزې پر وړاندې نه شو په ګونډو کېدای. دا کسان نه غواړي موږ فعال واوسو او د خپلې انتخاباتي ډموکراسۍ لپاره خدمت وکړو."

۶۹ کلن اېمېس پرون د اکتوبر په پنځلسمه په رڼا ورځ د لندن په ختیځ کې د انتخاباتو له کار کوونکو سره د غونډې پر مهال د چړو په پرله پسې ګوزارونو ووژل شو.

پولیسو د دې برید په تور د پېښې په ځای کې یو ۲۵ کلن بریتانوی سړی نیولی او ویلي یې دي چې ښايي دې سړي په یوازې ځان دا کار کړی وی.

پولیسو نن سهار په یو بیان کې د لومړنیو څېړنو پر اساس وویل چې په دې برید کې د اسلامپالنې د انګېزې امکان شته.

له دې پېښې پنځه کاله مخکې د بریتانیا د بل لوی ګوند- د کارګر ګوند یو غړی جو کاکس Jo Cox په یوه برید کې وژل شوی دی.

بریتانیا: د پارلمان د یوه محافظه کاره غړي وژل، ترهګریزه پېښه وه

ارشیف

د بریتانیا پولیس وایي، د انګلستان په ختیځ کې په چړې د پارلمان د یوه محافظه کاره غړي وژل " ترهګریزه" پېښه وه.

پولیسو نن شنبې (د تلې په ۲۴مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، لومړنۍ څېړنې ښيي چې ممکن دا کار له اسلامي سخت دریځۍ سره په تړلې انګېزې شوی وي.

د پارلمان دغه محافظه کاره غړي ډیوېډ امیز ۶۹ کاله عمر درلود او پرون د ایسکس سیمې په کلیسا کې د یوه کس له خوا پرې د چړې ګزارونه وشول.

بریدګر د هغو رایه ورکوونکو په منځ کې کلیسا ته دننه شوی چې دغلته یوې غونډې ته روان وو.

ډیویډ امیز له ۱۹۸۳ کال راهیسې د پارلمان غړی و.

د بریټانیا پارلمان کې ملي بیرغ د دې پیښې په تړاو نیمه ځوړند دی او وکیلان د ځان د امنیت په اړه اندېښنې څرګندوي.

د اروپایي ټولنې استازي له ایراني مشرانو سره په بروکسل کې ګوري

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزیپ بوریل

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزیپ بوریل وايي دی چمتو دی چې له ایراني مشرانو سره په بروکسل کې وګوري.

بورېل پرون د اکتوبر په ۱۵مه وویل چې له ایران سره د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي موافقې د احیا لپاره مهلت د پای ته رسېدو په حال کې دی.

له دې یو ورځ مخکې د ایران لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی انریک مورا په تهران کې و او له چارواکو سره یې د مذاکراتو پر بیا پیلولو خبرې وکړې.

مورا د دې خبرو پر مهال د ایران لوري ته وړاندیز وکړ چې د یورانیمو د غني کولو په بهېر کې د پام وړ کموالي د راوستو په بدل کې پر دې هېواد د نړیوالو د بندیزونو یوه برخه لېرې کېدای شي.

له ایران سره د نړۍ د پنځو پیاوړو قدرتونو برتانیا، فرانسې، چین، روسیې او جرمني غیرمستقیمې خبرې شپږ میاشتې مخکې په ویانا کې بیا پیل شوې.

خو وروسته له دې چې د تندلارو یو مشر ابراهیم رئیسي د ایران د ولسمشر په توګه بریالی شو، دا خبرې په ټپه ودرېدلې.

سږ ایران کې د هغو ۸۰۰ ماشومانو زېږون ثبت شوی چې مېندې یې لس یا ۱۴ کلنې دي

ارشیف

په ایران کې سږ کال د هغو اته سوو ماشومانو زېږون ثبت شوی چې د مېندو عمرونه یې د لسو کلونو او څوارلسو کلونو تر منځ بلل شوی.

د ایران اکثرو وروسته پاتو کلیوالي سیمو کې لا هم ګڼې کم عمره نجونې واده کېږي.

د ایران د نفوسو د ثبت ادارې ویلي، دا شااوخوا اته سوه ماشومان په سیستان او بلوچستان، خوزستان، خراسان رضوي او ځینو نورو کې سږ لومړی شپږ میاشتې زیږیدلي.

سره له دې چې د بشري حقونو فعالان په ایران کې د کم عمره نجونو د ودونو د ناقانوني ګرځولو لپاره هڅې کوي، خو چارواکي او قضایه قوه له ۱۳ کلونو پورته د نجونو له وادونو سره مخالفت نه کوي.

ایران، افغانستان، پاکستان او هند په سیمه کې هغه هېوادونه دي چې په پراخه کچه په کې د کم عمره نجونو وادونه ترسره کېږي.

بېل کلېنټن روغتون کې بستر شوی، خو ناروغي یې کرونا سره تړاو نه لري

د امریکا پخوانی ولسمشر بېل کلېنټن

د امریکا پخوانی ولسمشر بېل کلېنټن د کلفورنیا په یوه روغتون کې بستر شوی دی، خو د هغه ناروغي له کرونا سره تړاو نه لري.

د هغه یوه ویاند انجېل اورینا (Angel Urena) پرون پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل چې ۷۵کلن کلېنټن د کلفورنیا د ایروین په یوه روغتون کې بستر شوی.

اورینا لیکلي چې د کلېنټن روغتیایي وضعیت مخ په ښه کېدو دی او ښه روحیه لري.

بېل کلېنټن د امریکا دوه څلویښتم ولسمشر له ۱۹۹۳ کال څخه تر ۲۰۰۱ کاله پورې په سپینه ماڼۍ کې و.

هغه په ۲۰۰۴ او ۲۰۱۰ کال کې جراحي عملیات شوی هم دی او پخوا یې د زړه له درده رنځ ووړ.

بيروت کې پر اعتراض کوونکو ډزې؛ ۶ تنه وژل شوي او ۳۰ نور ټپيان دي

د لبنان اردو يو سرتېری چې پر لاريون کوونکو ډزې کوي.

د لبنان په پلازمېنه بیروت کې په یو لاریون کې سختو ډزو شپږ تنه وژلي دي او ۳۰ تنه‌یې ټپیان کړي دي.

دا لاریون نن (پنجشنبه) د شیعه حزب‌الله ډلې او عمل غورځنګ له‌خوا تنظیم شوی و چې په‌کې یې د هغې ویجاړوونکې چاودنې د مشر څېړونکې د ليرې کېدو غوښتنه کوله چې تېر کال په یو بندر کې وشوه.

د لبنان د کورنیو چارو وزیر باسم مولوي یو خبري کنفرانس ته وویل چې ځیني قربانیان په سرونو په مرمیو ویشتل شوي دي.

اعتراض کوونکي د عدلیې ماڼۍ کې راټول شوي وو چې تاوتریخوالی پيل شو.

د لبنان صدراعظم د ارامۍ غږ کړی دی او د هرې هغې هڅې خلاف‌یې خبرداری ورکړی چې د ده په وینا لبنان تاوتریخوالي ته راکاږي.

دا نښتې له هغې لږ وروسته رامنځته کېږي چې یوې لبناني محکمې د دوو پخوانیو وزیرانو هغه غوښتنه رد کړه چې قاضي طارق بایتر دې له دندې لیرې شي.

نوموړې د ۲۰۲۰ م کال په اګسټ کې د بیروت په بندر کې د هغې چاودنې څېړنه کوي چې ۲۰۰ کسان‌یې ووژل او د لبنان د پلازمېنې یوه برخه‌یې ویجاړه کړه.

تایوان کې اور لګېدو ۴۶ کسان وژلي او ۴۱ نور ټپیان دي

ارشیف، تایوان کې ژغورونکې ډله

د تایوان د استوګنې په یوه ودانۍ کې د شپې له‌خوا د اور د لګېدو په پېښه کې ۴۶ کسان وژل شوي او ۴۱ تنه نور ټپیان دي. دا خبره نن تایواني چارواکو وکړه.

هغه ۱۳ پوړیزه ودانۍ چې اور په‌کې لګېدلې د کاوهوسینګ په ښار کې وه. د اوروژنې ادارې ویلې د اور لمبې ډېرې سختې وې او ډېر پوړونه‌یې ویجاړ کړي دي.

چارواکو ویلي اور وژونکو د نن ورځې تر ماسپښینه پورې د لټون او ژغورنې هڅو ته دوام ورکاوه.

د دې اور سبب معلوم نه‌دی، خو د اوروژنې ادارې په یو بیان کې ویلي د اور لمبو تر ډېره د ودانۍ هغه برخه سوځولې چېرې چې ډېرې ماتې ګوډې راټولې شوې وې.

په اندونیزیا کې بالي ټاپو د سېلانیانو پر مخ پرانیستل شوه

د بالي ټاپو

په اندونیزیا کې بالي ټاپو د سېلانیانو پر مخ پرانیستل شوه. دا ټاپو په اندونیزیا کې د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه د لګول شوېو بندیزونو له امله له یوه کال راهیسې د بهرني سېلانیانو پر مخ بند وو.

دا جزیره نن په مشروط ډول د سیلانیانو پر مخ پرانیستل شوې ده.

دغه ځای ته ورتلونکي کسان باید واکسین شوي وي او یا د کرونا تېسټ یې منفي وي.


په اندویزیا کې اوس مهال هر ورځ له زرو ډېر د کووېډ- ۱۹ پېښې ثبتیږي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG