د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۶

پاکستان په نوې ډېلي کې خپل سفیر د سلا مشورو لپاره هېواد ته ورغوښتی


د هند او پاکستان بیرغونه
د هند او پاکستان بیرغونه

په‌داسې حال کې چې د هند او اسلام‌اباد ترمنځ اړیکې په کشمیر کې د وروستۍ خونړۍ حملې له کبله د کړکېچ یوه نوي پړاو ته رسېدلي، پاکستان په نوې ډېلي کې خپل سفیر د سلا مشورو لپاره هېواد ته راغوښتی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل پر ټویټر په یوه بیان کې لیکلي دي چې حکومت په هند کې د پاکستان عالي کمېشنر د سلا مشورو لپاره خپل هېواد ته راغوښتی دی.

فیصل زیاتوي چې نوموړی نن سهار د اسلام‌اباد پر لور وخوځېد.

هند په اسلام‌اباد کې خپل سفیر تېره اوونۍ وروسته له هغه خپل هېواد ته راوغوښت چې د پنجشنبې په ورځ په هندي کشمیر کې په یوه ځان وژونکې موټربم حمله کې د هندي ملېشه ځواکونو ۴۴ سرتېري ووژل شول.

په هندي کشمیر کې نن یو ځل بیا له افراطي وسله‌والو سره په نښته کې د هند د پوځ څلور سرتېري ووژل شول.

دا نښته سهار مهال وروسته له هغه پیل شوه چې هندي ځواکونو د کشمیر د جنوب د پُلواما سیمې په پینګالا نومي کلي کې یو کور کلابند کړ.

پُلواما هغه ولسوالي ده چې څلور ورځې مخکې خونړۍ حمله په‌کې شوې وه.

امنیتي چارواکي وايي، دوی ته خبر رسېدلی و چې په‌دې کور کې وسله‌وال پټ شوي دي.

د هند د کشمیر سیمه
د هند د کشمیر سیمه

دوی زیاتوي چې د پولیسو له رسېدو او د تلاشۍ د عملیاتو له پیل سره سم وسله‌والو ډزې وکړې.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې دا وسله‌وال د جیش محمد ډلې غړي وو چې مرکزونه‌یې په پاکستان کې دي.

د تېرې خونړۍ حملې مسؤلیت هم همدې ډلې منلی و.

چارواکي وايي، په وژل شویو پوځیانو کې یو جګړن هم شامل دی.

همداراز یو ملکي او یو بل سرتېری هم په‌دې نښته کې ټپیان شوي چې د دواړو حالت نازک ښودل شوی.

هند په پرله‌پسې ډول پر پاکستان تور لګوي چې په کشمیر کې د اسلام‌پالو افراطي ډلو ملاتړ کوي.

د وروستۍ حملې په اړه هم نوې ډېلي ویلي چې په‌دې حمله کې د پاکستان لاس و، خو اسلام‌اباد دا تورونه ردوي.

پاکستان وايي، هند دې د دې حملې په اړه له تحقیقاتو مخکې پر پاکستان تورونه نه‌لګوي.

پاکستان دا هم وايي چې دا تورونه د هند د هغو لفظي حملو یوه برخه ده چې غواړي په کشمیر کې د هندي ځواکونو له‌خوا د بشري حقونو له سرغړونو د نړیوالو پام بلې خوا ته کړي.

XS
SM
MD
LG