د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۴۳

افغانستان

عمران خان: له عربستان سره په ګډه د اسلامي نړۍ ناخوالې کراروو

د پاکستان صدراعظم عمران خان
د پاکستان صدراعظم عمران خان

د پاکستان صدراعظم عمران خان وايي، غواړي له عربستان سره په ګډه د اسلامي نړۍ روانې ناخوالې کرارې کړي.

هغه دا خبره له العربیه ټلوېزیون سره په مرکه کې کړې او ویلي یې دي چې پاکستان د افغان ۱۷ کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره هڅې کړي او غواړي همدا رول په نورو ځایونو کې هم ادا کړي.

ښاغلی خان زیاتوي:

"موږ غواړو له سعودي عربستان سره په اسلامي نړۍ کې د لګېدلي اور د خاموشه کولو لپاره خپل رول ادا کړو. لکه څنګه چې پاکستان اوس د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو په زمینه‌سازۍ یا د سولې د پروسې په برخه کې په هڅو سره رول ادا کوي."

د عمران خان دا مرکه اسلام‌اباد ته د عربستان د ولیعهد سلمان د سفر پر مهال خپره شوه.

سعودي عربستان د افغانستان په اړه د نړۍ د دیني عالمانو د یوه کنفرانس کوربه و، خو افغان حکومت وايي چې پاکستان تر دې دمه عملاً د افغان سولې د ټینګښت لپاره څه نه‌دي کړي.

تازه د پاکستان په کوربه‌توب د طالبانو او امریکایانو یوه غونډه چې د دوشنبې په ورځ پلان شوې وه ملګرو ملتونو ته د افغان حکومت د شکایت په سبب لغوه شوې ده.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د افغانستان د فوټبال له ۱۷ کلونو کم‌عمره ملي لوبډلې له تاجکستانه ماتې وخوړه

د افغانستان د فوټبال له ۱۷ کلونو کم‌عمره ملي لوبډله
د افغانستان د فوټبال له ۱۷ کلونو کم‌عمره ملي لوبډله

د افغانستان د فوټبال له ۱۷ کلونو کم‌عمره ملي لوبډله د منځنۍ اسیا د اتلولۍ (کافا) سیالیو په لړ کې نن له تاجیکستان څخه څخه ۳ د ۲ پر وړاندې ماتې وخوړه.

دا د دې لوبو په ترڅ کې د افغان لوبډلې څلورمه او وروستۍ لوبه وه.

دغه لوبه د شنبې په ورځ د کابل په وخت د ماسپښین یوه نیمه پیل شوه چې د افغانستان په ماتې پایته ورسیده.

افغانستان په دغو سیالیو کې له دې مخکې درې لوبې ترسره کړې چې لومړۍ لوبه یې قرغیزستان ته بایللې، دویمه لوبه یې له ترکمنستان سره مساوي کړې او په درېیمه لوبه کې یې له کوربه هیواد اوزبېکستانه ماتې خوړلې ده.

له اوولس کلنو د کم عمره منځنۍ اسیا اتلولۍ دا سیالۍ د افغانستان، قرغیزستان، اوزبېکستان، تاجکستان او ترکمنستان لوبډلو ترمنځ په اوزبېکستان کې روانې دي.

د دوشنبې په ورځ په ټول افغانستان کې د پولیو یا ګوزڼ واکسینو کمپاین پیلږي

Quetta, September 1, 2025: Anti-Polio campaign.
Quetta, September 1, 2025: Anti-Polio campaign.

تمه ده د دوشنبې په ورځ د (حمل ۲۴مه) په ټول افغانستان کې د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسینو درې ورځینی کمپاین پیل شي.

د نړیوالو ادارو په ملاتړ په دغه کمپاین کې به له پنځو کلونو کم عمره ۱۲میلیونو او شپږ سوه ماشومانو ته د پولیو څاڅکي ورکړل شي.

له پولیو پاک افغانستان سازمان ويلي، په بامیان او دایکندي ولایتونو کې دا کمپاین د سړې هوا له کبله ځنډلی.

افغانستان او پاکستان د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي چې لا هم په کې د پولیو ناروغي له منځه تللې نه ده.

په تیر ۲۰۲۵کال کې د پولیو نهې پېښې د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې ثبت شوې وې.

پولیو ساري ناروغي دي چې یوازې واکسین يې مخه نیولی شي.

د پولیو ویروس د دایمي فلج سبب ګرځي.

کابل ښاروالي د نوي کال په ترڅ کې د خپلو پروژو اعلان وکړ

کابل
کابل

کابل ښاروالي په روان څوارلس سوه پنځم کال کې د دوه سوه درې دیرش نویو پروژو د پلي کیدو خبر ورکړ.

د طالبانو تر واک لاندې د کابل ښاروالي د پلان، پالیسۍ، نظارت او ارزونې رییس انجنیر محمد قاسم افغان نن په کابل کې خبرې غونډې ته وویل چې پر دې پروژو به څه باندې نهه میلیارډه افغانۍ لګښت راشي.

بل لور ته د کابل ښاروالي کلتوري سلاکار او استازي نعمت اله بارکزي خبرې غونډې ته وویل چې پروسږکال دوه سوه اته پنځوس پراختیایي پروژې ترکار لاندې وې چې د ډیرو چارې بشپړې شوې دي او ځیني یې لاهم تر کار لاندې دي.

د کابل ښاروالي د پروسږکال او سږکال په پروژو کې تر ډیره سړکونه او پلونه شامل دي.

د کابل ښاروالي د چارواکو په وینا په تیرو څلورو کلونو کې دوی د ښار څلور سوه پنځوس کیلومتره سړکونه جوړ کړې دي.

طالبان په هرات کې د جمعې د ورځې د برید په تړاو د یوه تورن د نیولو خبر ورکړ

طالبانو د هرات د انجیل ولسوالي په « ده مهري» کلي کې پر عامو خلکو د جمعې د ورځې د برید په تړاو د یوه تن د نیولو خبر ورکړ.

په هرات کې د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ رییس احمد اله متقي نن وویل چې له نیول شوي تورن څخه تحقیقات روان دي، خو نوموړي د هغه د هویت په اړه نور معلومات له رسنیو سره شریک نه کړل.

په هرات کې د طالب چارواکو په وینا په دې برید کې یولس تنه وژل شوي او اته نور ټپيان دي. د راپورونو له مخې په ټپيانو کې د دوو تنو روغتیایي وضعیت نازک دی.

تر اوسه کوم کس یا کومې ډلې د دې حملې مسوولیت نه دی منلی.

د تاجکستان له ۱۷ کلنو کم عمره فوټبال لوبډلې خپل سیال افغان ټیم ته ماتې ورکړه

ارشیف
ارشیف

د افغانستان د فوټبال له ۱۷ کلنو کم‌عمره ملي لوبډلې د منځنۍ اسیا د اتلولۍ (کافا) سیالیو په لړ کې نن له تاجیکستان څخه دوه د درې ګلونو په وړاندې ماتې وخوړه.

دا د دې لوبو په ترڅ کې د افغان لوبډلې څلورمه او وروستۍ مسابقه وه. افغان لوبډلې تر دې مخکې خپله لومړۍ لوبه قرغیزستان ته بایللې وه، دویمه لوبه یې له ترکمنستان سره مساوي کړې وه او په درېیمه لوبه کې یې له کوربه هیواد اوزبېکستانه ماتې خوړلې وه.

له اوولس کلنو د کم عمره منځنۍ اسیا اتلولۍ دا سیالي د افغانستان، قرغیزستان، اوزبېکستان، تاجکستان او ترکمنستان لوبډلو ترمنځ په اوزبېکستان کې روانې دي.

له ۱۷ کلونو کم عمره افغان فوټبال لوبډله له خپلې تاجیکستانۍ لوبډلې سره لوبه کوي

ارشیف
ارشیف

د افغانستان د فوټبال له ۱۷ کلونو کم‌عمره ملي لوبډله د منځنۍ اسیا د اتلولۍ (کافا) سیالیو په لړ کې نن له تاجیکستان سره لوبه کوي.

دا د دې لوبو په ترڅ کې د افغان لوبډلې څلورمه او وروستۍ مسابقه ده. ننۍ لوبه د کابل په وخت د ماسپښین یوه نیمه پيلیږي.

افغانستان په دغو سیالیو کې له دې مخکې درې لوبې ترسره کړې چې لومړۍ لوبه یې قرغیزستان ته بایللې، دویمه لوبه یې له ترکمنستان سره مساوي کړې او په درېیمه لوبه کې یې له کوربه هیواد اوزبېکستانه ماتې خوړلې ده.

له اوولس کلنو د کم عمره منځنۍ اسیا اتلولۍ دا سیالۍ د افغانستان، قرغیزستان، اوزبېکستان، تاجکستان او ترکمنستان لوبډلو ترمنځ په اوزبېکستان کې روانې دي.

د ایران او امریکا ترمنځ خبرې نن (شنبه) په اسلام‌اباد کې پیلېږي

په اسلام اباد کې سرینا هوټل، د خبرو ځای
په اسلام اباد کې سرینا هوټل، د خبرو ځای

د ایران او امریکا ترمنځ خبرې د شنبې په ورځ په اسلام‌اباد کې پیلېږي

مخکې ویل شوي و چې د ایران او امریکا ترمنځ خبرې به د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې پیلېږي، خو پرون څو لوېدیځو رسنیو راپور ورکړ چې دا خبرې به د شنبې په ورځ (۲۲ حمل) ترسره شي.

د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې، دا خبرې به غیرمستقیمې وي؛ یعنې دواړه لوري به په جلا خونو کې کښېني او پاکستاني چارواکي به د دواړو خونو ترمنځ پیغامونه لېږدوي.

د دې خبرو له پیل مخکې، پاکستان خپل پوځ سړکونو ته راایستلی څو په هېواد کې امنیت ټینګ کړي.

د ایران او امریکا ترمنځ د دوه اوونیز اوربند هوکړه چې د پاکستان په منځګړیتوب شوې، یوازې څو ساعته مخکې له هغه اعلان شوه چې د ډونالد ټرمپ له لوري د ټاکل شوي ضرب‌الاجل پای ته رسېدو ته یوازې دوه ساعته پاتې و؛ هغه ضرب‌الاجل چې ورسره دا ګواښ هم مل و چې «د ایران ټول تمدن به له منځه ولاړ شي».

اتحاد هوايي شرکت کابل ته ورځنۍ الوتنې پیلوي

اتحاد هوايي شرکت اعلان کړی چې د مسافرو د غوښتنې د زیاتوالي او د نړیوالو اړیکو د ښه کېدو لپاره د روان میلادي کال د مې له لومړۍ نېټې څخه به د کابل او ابوظهبي ترمنځ خپلې الوتنې ورځنۍ کړي.

په هغه خبرپاڼه کې چې دې هوايي شرکت د پنجشنبې په ورځ خپره کړې، ویل شوي چې دا پرېکړه د بازار له قوي غبرګون او د تمې څخه د زیات بوکینګ وروسته شوې.

اتحاد هوايي شرکت دا پرېکړه یوازې څو اوونۍ وروسته له هغې وکړه چې کابل ته یې الوتنې پیل کړې.

وروستیو سېلونو د خوست د ۱۵ کلیو ترمنځ لارې بندې کړي

د خوست ولایت اوسېدونکي وايي، وروستیو سېلونو په دغه ولایت کې د ۱۵ کلیو ترمنځ لارې یو مخ به منځه وړي دي.

ځايي اوسېدونکو پرون کورنیو رسنیو ته وویل چې د تېرو دوو اوونیو د سېلونو له امله د خوست ولایت د شمل دوه مند ولسوالي د بورګي د سیمې او ګڼو نورو سیمو لارې داسي ویجاړې کړي چې نور پرې تګ راتګ نه کېږي.

دوی وايي چې له دې کبله د روغتیايي اسانتیاوو په شمول له لومړنیو اړتیا وړ شیانو بې برخې شوي دي.

د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې ویلي چې د وري یا حمل له ۶ راهیسې د شدیدو بارانونو، سېلونو او د غرونو د ښویېدو له امله لږ تر لږه ۱۵۷ کسان مړه شوي او ۲۲۹ نور ټپیان دي.

هرات کې د ډزو پیښه کې لږ تر لږه لس تنه وژل شوي

تازه خبر
تازه خبر

د هرات په انجیل ولسوالۍ کې د ډزو پیښه کې لږ تر لږه لس تنه وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.
دا خبره د طالبانو د حکومت یوې باخبره سرچینې، چې د موضوع د حساسیت له کبله یې خپل نوم یاد نه کړ، ازادي راډیو ته وکړه.

د سرچینې په وینا، نا معلومه وسله والو نن جمعه ( د حمل ۲۱مه) پر هغو کسانو ډزې کړي چې د تفریح لپاره یوه میله ځای ته تللي وو.

پیښه د انجیل ولسوالۍ په ده مهري سیمه کې شوې ده او د مرګ ژوبلې شمیر هم ډیر لومړنی دی.

تراوسه د پیښې مسولیت کومې ډلې نه دی منلی او د ډزو انګیزه هم نه ده معلومه.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG