د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۱۴

زاهد نصرالله: پاکستان سره د هند هر تاوتریخوالی به د امریکا او طالبانو پر خبرو اثر وکړي


په کابل کې د پاکستان سفارت
په کابل کې د پاکستان سفارت

په کابل کې د پاکستان سفیر وايي، که هند د پاکستان پر وړاندې له هر ډول تاوتریخوالي کار واخلي، د امریکا د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې په مذاکراتو به اثر وکړي.

د نوې ډهلي او اسلام‌اباد ترمنځ د کړکېچ د زیاتېدو په دوام، په کابل کې د پاکستان سفیر زاهد نصرالله وايي، که هند د کشمیر د پېښې په تړاو د پاکستان پر ضد له تاوتریخوالي کار واخلي، دغه چاره به د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکرات زیانمن کړي.

نوموړي د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د سلواغې ۳۰» په کابل کې يوې خبري ناستې ته وویل چې د افغانستان د سولې په بهیر کې د پاکستان رول مهم دی او دغه هېواد د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د مسقیمو خبرو د پيلېدو په برخه کې د پام وړ رول لوبولی دی.

دی زیاتوي:

"لکه څنګه چې تاسو پوهېږئ، پاکستان د افغانستان د سولې په پروسه کې کلیدي رول لري، د هېوادونو ترمنځ له تاوتریخوالي ډک اقدامات په دغې پروسې اغېز کوي، که د کشمیر په مسئله کې د پاکستان او هند ترمنځ تاوتریخوالی زیات او يا کوم اقدام وشي، دا به د سیمې په سوله او ثبات هم اغېز وکړي."

د هند او پاکستان ترمنځ دې کړکېچونو په داسې حال کې زور اخیستی چې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د نومبر د ١۴مې په مرګوني برید کې له ۴٠ زیات هندي سرتېري ووژل شول.

په کشمیر کې د برید یو انځور
په کشمیر کې د برید یو انځور

د دغه مرګوني برید مسؤلیت په پاکستان کې مېشت د جیش محمد سخت دریځې ډلې منلی دی.

افغان او امریکایي چارواکو پر طالبانو د پاکستان نفوذ ته په اشارې تل ټینګار کړی دی چې اسلام‌اباد د افغانستان د سولې په بهیر کې مهم رول لري.

په ورته وخت کې پاکستاني چارواکو د ملګرو ملتونو له سازمانه غوښتي چې د هند او پاکستان ترمنځ د راپورته شویو جنجالونو او اندېښنو په هواري کې مرسته وکړي.

په کابل کې د پاکستان سفیر پر طالبانو د پاکستان د نفوذ خبره هم کړې، خو ویلي یې دي چې دغه نفوذ تر دې بریده نه‌دی چې پرېکړه کوونکې وي، خو له هند سره‌يې د دغه هېواد د اړیکو د خړ پړتیا په صورت کې ظاهراً له طالبانو سره د مذکراتو په لړۍ کې د خنډ او ځنډ خبرداری ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سولې په اړه په دې وروستیو کې هلې ځلې زیاتې شوي او ټاکل شوې چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد د فبرورۍ په ۲۵مه يو ځل بیا په قطر کې له طالبانو سره خبرې وکړي.

په ورته وخت کې د افغان ولسمشر ویاند هارون چخانسوري بیا په کابل کې د پاکستان د سفیر د څرګندونو په غبرګون کې ترورېزم او د ترورېزم څخه ملاتړ د سیمې د سولې او ثبات لپاره ګواښ بولي.

ښاغلي چخانسوري له ازادي راډیو سره په خبرو کې له پاکستاني چارواکو وغوښتل چې د بې‌ځایه څرګندونو پر ځای دې د ترورېستانو پر وړاندې عملي اقدامات وکړي.

د افغان ولسمشر ویاند هارون چخانسوري
د افغان ولسمشر ویاند هارون چخانسوري

نوموړي وویل:

"د ترورېزم ځالې او پټن‌ځایونه چې په کوم ځای کې دي، هغه د افغانستان او سیمې سولې او ثبات ته زیان رسوي، له دې پټن‌ځایونو او د ترورېزم د ابزاري استفادې څخه نور باید ډډه وشي، نو هیله ده تر دې چې کومه بې‌بنسټه خبره کېږي، د هغه پر ځای دې د عملي همکارۍ ګامونه واخيستل شي، څو په سیمه کې ترورېزم له‌منځه ولاړ شي."

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې ظاهراً د افغانستان د سولې په اړه په خبرو کې د پام وړ پرمختګونه لیدل کېږي.

د افغانستان حکومت، د امریکا متحده ایالات او د پاکستان په ګډون د سیمې ځینو هېوادونو د دغه بهیر د بریا لپاره خپلې هڅې زیاتې کړې دي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG