د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۹

په کشمیر کې د هند د پوځ لوی قوماندان: «ISI» په وروستي برید کې لاس درلود


د هند پُلوامه سیمه
د هند پُلوامه سیمه

په داسې حال کې چې د پاکستان او هند ترمنځ کړکېچ په زیاتېدو دی د هند د پوځ یو جګ‌پوړی قوماندان وایي چې په هندي کشمیر کې په وروستي ځان وژونکي برید کې چې د هندي ملېشې له ۴۰ زیات غړي ووژل شول، د پاکستان د استخباراتو ادارې «ISI» لاس درلود.

د امنیتي ځواکونو پر یوه کاروان دغه برید چې د پُلوامه په سیمه کې شوی او مسؤلیت‌یې په پاکستان کې دېره جیش محمد سخت دریځې ډلې منلی، د دواړو اټمي وسلې لرونکو ګاونډیانو ترمنځ کړکېچ لازیات کړی دی.​

په کشمیر کې هندي ځواکونه
په کشمیر کې هندي ځواکونه

هند له دې برید سمدستي وروسته د ملامتي ګوته پاکستان ته ونیوله، خو پاکستان هم هغه غندلی او په‌کې یې هر ډول لاس لرل رد کړي دي.

په هندي کشمیر کې د پوځ لوی قوماندان جنرال «کې جې اېس دیلون» نن خبریالانو ته وویل چې د دغه برید د مشرانو پل مو چې تعقیب کړی، معلومه شوې چې هغه له پولې اخوا د پاکستان له خاورې تنظیم شوی دی.

ده زیاته کړې:

"د موټرو پر کاروان دغه حمله بشپړ د پاکستان، د دې هېواد د استخباراتو «ISI» او جیش محمد له‌خوا له پولې اخوا تنظیم شوې وه. دا چې کورني ارتباط په‌کې څه رول درلود په دې اړه څېړنه کېږي. موږ یې نښې موندلي او پرې کارکوو."

ښاغلي دیلون د خپلې دغې ادعا د ثابتولو لپاره اسناد او شواهد وړاندې نه‌کړل، خو ټینګار یې وکړ چې جیش محمد د پاکستان د پوځ یو ماشوم دی او هغه د دې پوځ او «ISI» له‌خوا کنټرولېږي.

پاکستان بیا له هنده غوښتنه کړې چې د دې لپاره چې خپله دغه ادعا ثابته کړي، د دغې حملې په اړه دې یوه خلاصه او باوري څېړنه ترسره کړي.

د هند صدراعظم نرېندرا مودي ژمنه کړې چې د دغې حملې په وړاندې به قوي عکس‌العمل وښیي.

چارواکو وویل چې د دوشنبې په ورځ هندي ځواکونو په کشمیر کې د دغې ځان وژونکې حملې د یوه مشکوک تنظیموونکي په ګډون درې سخت دریځي ووژل.

په عین حال کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي نن د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوترش څخه وغوښتل چې له هند سره‌یې د هېواد د زیات شوي کړکېچ په کمولو کې مرسته وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي

​قریشي ګوترش ته په یوه استولي لیک کې دغه غوښتنه کړې او ویلي یي دي چې د عاجلې اړتیا له مخې دی غواړي چې په سیمه کې د امنیتي وضعیت خرابوالي ته چې د هند له‌خوا د پاکستان پر ضد د قوې د کارولو د ګواښ له امله رامنځته شوی، پاملرنه وکړي.

قریشي ویلي، دې ته اړتیا ده چې د دغه کړکېچ د کمولو لپاره اقدام وشي او ملګري ملتونه باید د دغه کړکېچ د کمولو لپاره مداخله وکړي.

قریشي دغه‌راز هند تورن کړی چې د خپلو کورنیو سیاستونو لپاره‌یې د پاکستان پر ضد لفظي جګړې ته مخه کړې ده.

د پاکستان صدراعظم عمران خان نن وویل چې هېواد یې په کشمیر کې پر هندي سرتېرو په برید کې هېڅ لاس نه‌درلود او زیاته‌یې کړه چې په‌دې اړه راولاړ شوی کړکېچ یوازې د خبرو اترو له لارې هوارېدی شي.

عمران خان دغه‌راز وویل چې که هند پرې حمله وکړي، پاکستان به هم ورته ځواب ووايي.

د پاکستان صدراعظم وویل، هند له اسنادو او شواهدو پرته پر هند د دې حملې تور لګولی او حکومت‌یې حاضر دی چې له نوې ډېلي سره د دغې حملې په څېړنه کې همکاري وکړي.

XS
SM
MD
LG