د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۷

په مسکو کې د افغانستان د سولې په اړه دوه ورځنۍ غونډه پیلېږي


ارشیف، په روسیه کې د کرملېن ماڼۍ
ارشیف، په روسیه کې د کرملېن ماڼۍ

سې شنبه او چهارشنبه مسکو د افغانستان د سولې په اړه د خبرو کوربه دی.

د دې غونډې تنظیموونکي وایي، په‌دې غونډه کې شااوخوا ۴۰ تنه افغان سیاستوال او د ګوندونو استازي د طالبانو د ۱۰ کسیز پلاوي سره د افغانستان د سولې پر بهیر خبرې کوي.

په مسکو کې د افغانانو د کاري مرکز مشر غلام محمد جلال چې د دې غونډو یو تنظیموونکی دی وایي، ټولې تیارۍ نیول شوي او مېلمانه کوربه هېواد ته رسېدلي دي.

په مسکو کې د افغانانو د کاري مرکز مشر غلام محمد جلال
په مسکو کې د افغانانو د کاري مرکز مشر غلام محمد جلال

ښاغلي جلال تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل:

"زموږ د دعوت پر اساس هغو کسانو چې د افغانستان په مسایلو کې دل‌چسپي درلوده او بانفوذه وو، هغوی دا غوښتنه درلوده او دلته راغلل. قطعاً بهرنی هېواد په‌کې ښکېل نه‌دی او قطعاً اجنډا دا ده چې د سولې په اړه مختلف نظریات سره یو کړو."

پخوانی ولسمشر حامد کرزی او د هغه ګڼ همکاران، د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو احتمالي کاندید حنیف اتمر او ځیني نور سیاستوال چې په اوسني حکومت کې دنده نه‌لري لکه محمد محقق، عطا محمد نور، محمد یونس قانوني، اسماعیل خان، حکمت خلیل کرزی، عبدالهادي ارغندیوال او داسې نور مشران د دې غونډې ګډون‌وال دي.

آرشیف، پخوانی ولسمشر حامد کرزی
آرشیف، پخوانی ولسمشر حامد کرزی

د مسکو د غونډې د برخه‌والو په هغه اعلاميه کې چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي له دفتره وړمه ورځ خپره شوې راغلي چې دا به د بین‌الافغاني خبرو د پیل لپاره لومړی ګام وي.

په‌دې غونډه کې افغان حکومت ته د ګډون بلنه نه‌ده ورکړل شوې.

د افغان ولسمشر اشرف غني ادارې د مسکو پر ناستې انتقاد کوي او وایي، داسې هڅې چې د افغان حکومت په‌کې نه‌وي د سولې بهیر سره مرسته نه‌شي کولای او نه به ګډون په‌کې وکړي.

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله بیا د دوشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډه کې له ټولو سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو وغوښتل چې د سولې په پروسه او مذاکراتو کې متحد واوسي.

د روسیې حکومت چې د دې ناستې په پلان او تنظیم کې یې رول درلودل رد کړي دي، د دې اقدام هرکلی کړی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د دوشنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې مسکو د افغانستان د مدني ټولنې د دې نوښت هرکلی کوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف

سرګي لاوروف ویلي، باور یې دا دی چې د افغانانو ترمنځ مخامخ خبرې کولای شي په افغانستان کې دننه سیاسي مذاکراتو ته لار هواره کړي او دا زمینه برابره شي چې وسله‌وال مخالفین هم ګډون په‌کې وکړي.

بل‌خوا بیا د افغانستان د ولسي جرګې یوه غړي ویلي چې له دې غونډې لویې تمې نه‌شي کېدای.​

ارشیف، د افغانستان د ولسي جرګې غړی محمد نذیر احمدزی

نذیر احمدزي تېر ماښام ازادي راډیو ته داسې وویل:

"دا اشخاص نه د ولس استازیتوب کولای شي او نه د حکومت. دوی د یوه شخصي تجارت له مخې تللي دي او د روسیې حکومت هم رد کړې، نو حکومتي او قانوني حیثیت نه‌لري. نو نه دوی څه کولای شي او نه موږ تمه ترې لرو."

له دې وړاندې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد ویلي و چې د سولې د څرنګوالي په اړه په افغانستان کې ملي اجماع نه‌شته.

طالبانو تر دې وړاندې د تېر کال په نومبر کې په مسکو کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په بلنه یوه غونډه کې ګډون کړی وو، خو دا ځل دا ناسته بین‌الافغاني بلل شوې ده.

XS
SM
MD
LG