د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۶

واشنګټن پُسټ: طالبان او روسيه د امريکايي ځواکونو پر وتلو ټينګار کوي


(ښی) د مسکو په ناسته کې د طالبانو استازی شیر محمد عباس ستانکزی (کین) د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف
(ښی) د مسکو په ناسته کې د طالبانو استازی شیر محمد عباس ستانکزی (کین) د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف
  • واشنګټن پُسټ

واشنګټن پُسټ ورځپاڼې په مسکو کې د افغانستان د سولې په اړه غونډې ته کتلي او ليکي: طالب استازي او د افغان ولسمشر محمد اشرف غني سياسي سيالان د سې شنبې په ورځ د افغانستان د راتلونکي په اړه په مسکو کې د خبرو پلان لري.

مقاله ليکي: دا اقدام د افغان حکومت واک ته نور هم زیان رسوي.

مقالې د چارواکو له قوله لیکلي چې افغان حکومت په دې غونډه کې له ګډونه ډډه وکړه ځکه له طالبانو سره‌يې د مستقيمو خبرو فرصت نه‌برابراوه.

واشنګټن پُسټ: طالبان او روسيه دواړه له افغانستانه د امريکايي ځواکونو پر وتلو ټينګار کوي.
واشنګټن پُسټ: طالبان او روسيه دواړه له افغانستانه د امريکايي ځواکونو پر وتلو ټينګار کوي.

مقاله یادونه کوي چې طالبان او روسيه دواړه له افغانستانه د امريکايي ځواکونو پر وتلو ټينګار کوي.

همداراز مقاله ليکي چې ولسمشر غني غواړي د سولې پروسه افغان حکومت پر مخ يوسي، خو طالبان ځکه له افغان حکومت سره خبرې نه‌کوي چې ګواکي تر انتخاباتو مخکې دا ولسمشر غني ته یو ډول امتياز ورکول دی.

  • دې کنورسېشن خپرونه

دې کنورسېشن خپرونې هم د افغانستان د سولې پر موضوع مقاله خپره کړې ده.

مقاله لیکي کله چې د طالبانو سياسي کميسیون په دوحه کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خليل‌زاد سره د جنورۍ په ۱۱مه نېټه وکتل، ټاکل شوې وه خبرې يوازي يو څو ورځې دوام وکړي او ډېری افغانانو تمه درلوده چې حتی اوربند به وشي.

دې کنورسېشن: طالبان په اسانۍ سره افغان حکومت ړنګولای شي.

​مقاله يادونه کوي چې تر دغو خبرو وروسته طالبانو داسې څرګندول پيل کړل چې ګواکي دوی په خبرو کې پر امريکا برلاسي شول.

د مقالې په وينا، طالب مشران پوهېدل چې هېڅ موافقه‌يې نه‌ده تر لاسه کړې، خو نورو طالبانو چې ناخبره وو، داسې فکر کاوه چې جګړه به نوره پای ته ورسېږي.

دې کنورسېشن: طالبان همدا فکر لري چې نورو مذاکراتو ته هېڅ اړتيا نه‌لري ځکه امريکایان هسې هم له افغانستانه وځي.
دې کنورسېشن: طالبان همدا فکر لري چې نورو مذاکراتو ته هېڅ اړتيا نه‌لري ځکه امريکایان هسې هم له افغانستانه وځي.

مقاله ليکي: طالبانو د خپلې بریا خبرې پیل کړې چې له دوی سره په مذاکراتو سره امریکا منلې چې په افغانستان کې يې ماتې خوړلې ده او دا چې افغان حکومت پر بهرنيانو متکي دی، طالبان په اسانۍ سره افغان حکومت ړنګولای شي.

د مقالې ليکوال اشاره کوي چې سخت دريځي همدا فکر لري چې نورو مذاکراتو ته هېڅ اړتيا نه‌لري ځکه امريکایان هسې هم له افغانستانه وځي.

خو دې کنورسېشن خپرونې په دې مقاله کې ليکلي چې د طالب مشرانو دريځ به دا وي چې تر يوې مودې پورې به د سولې خبرو ته دوام ورکړي او بیا به د پسرلي د عملیاتو اعلان وکړي.

مقاله وايي: له هغه راهيسې چې خليل‌زاد د ۲۰۱۸م کال په اکټوبر مياشت کې د سولې د خبرو نوښت په لاس کې واخيست، تر اوسه دومره تغيير راغلی چې ډېری طالبان جګړې ته د پای ټکی ايښودل غواړي او حتی مشرانو یې داسې څرګنده کړې چې دا کار يوازي د جوړجاړي په نتيجه کې کېدای شي.

XS
SM
MD
LG