د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۴ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۳

نیویارک ټایمز: د بهرنیو چارو وزارت د مسکو غونډه یوه سیاسي ډرامه بللې


د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت احمدي
د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت احمدي
  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د افغانستان په اړه په یوه مطلب کې له امریکايي چارواکو سره د طالبانو د استازو د خبرو وروستی حال تحلیل کړی دی.

د دې مطلب سرلیک دی، طالبان په مسکو کې له افغان سیاستوالو سره ګوري، خو له ولسمشر غني سره نه.

ورځپاڼه لیکي:

طالبان به په نږدې ورځو کې په مسکو کې له افغان سیاستوالو سره وګوري.

د مطلب د لیکوال په وینا دا کار به د ولسمشر اشرف غني حکومت نور هم کمزوری کړي، ځکه له دې مخکې هم کابل د دې خبرو له جریانه په څنډه کې پاتې شوی.

نیویارک ټایمز د ولسمشر غني هغه اندېښنې یادوي چې وايي، که امریکا مخکې له دې چې طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته کېني، له دې ډلې سره په خبرو کې بیړه وکړي، نو د افغانستان هغه دولت به کمزوری شي چې په ډېره لوړه بیه جوړ شوی دی.

ورځپاڼه د افغانستان د ځینو سیاسي ګوندونو د غړو په حواله لیکي چې د راروانې اوونۍ د سې شنبې او چهارشنبې په ورځو د مسکو په غونډه کې د ګډون بلن‌لیکونه د بېلابېلو ډلو استازو ته استول شوي، خو د نیویارک ټایمز په وینا تر اوسه هم روښانه نه‌ده چې دا غونډه چا رابللې؟ او څوک به ګډون په‌کې وکړي؟ خو ورځپاڼه د بهرنیو چارو وزارت د یو ویاند صبغت احمدي له قوله لیکي چې نوموړی وايي، د مسکو د غونډې جوړېدو ته اړتیا نه‌شته ځکه د نوموړي په وینا په‌دې غونډو قطعاً افغانستان ته سوله نه‌شي راتلی.

احمدي د مسکو غونډه یوه سیاسي ډرامه بللې ده.

  • د بهرنیو اړیکو د شورا خپرونه

د بهرنیو اړیکو د شورا خپرونې د نړیوالو کړکېچونو په لړۍ کې د ترکیې، عراق او چین د مسایلو تر څنګ د افغانستان د سولې د روانو هڅو د پرمختګ په اړه یو تحلیلي مطلب خپور کړی.

خپرونه لیکي چې د امریکايي چارواکو او طالبانو د استازو د خبرو په لړۍ کې د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد په قطر کې له یوې اوونۍ خبرو وروسته د تېرې دوشنبې په ورځ د دواړو خواوو د موافقې د مسودې پر جزئیاتو رڼا واچوله.

د بهرنیو اړیکو د شورا خپرونه د خلیل‌زاد له څرګندونو وروسته د ولسمشر اشرف غني د عکس‌العمل یادونه کوي چې پر طالبانو یې له افغان حکومت سره د مستقیمو خبرو غږ وکړ.

په مطلب کې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ته د ولسمشر غني له‌خوا د یوه لیک د استولو یادونه هم شوې ده چې د راپورونو له مخې ښاغلي غني، په افغانستان کې په کم لګښت د امریکايي سرتېرو د پاتې کېدو غوښتنه په‌کې کړې.

خپرونه د بهرنیو اړیکو شورا د مشر ریچارډ هاس له قوله لیکي چې نوموړی وايي، په افغانستان کې د امریکا پالېسي باید داسې تنظیم شي چې له یوې خوا له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د سمدستي او بې‌قید او شرطه وتلو د خطر مخه ونیسي او له بلې خوا په افغانستان کې د امریکا د پوځي حضور لګښت تر ټولو ټیټې کچې ته راورسوي.

XS
SM
MD
LG