د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۴

د بهرنیو چارو وزارت: د مسکو غونډه د افغانستان له سولې سره مرسته نه شي کولای


د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند صبغت الله احمدي
د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند صبغت الله احمدي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د مسکو غونډه د افغانستان له سولې سره مرسته نه شي کولای.

دغه وزارت وايي، د مسکو په غونډه کې افغان پلاوی ځکه ګډون نه کوي چې دا ډول غونډې د افغانستان د سولې له روان بهیر سره هېڅ مرسته نه شي کولای.

د دغه وزارت ویاند صبغت الله احمدي د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، افغان حکومت لا له وړاندې د نه ګډون په اړه سلا او مشورې کړې دي.

دی وایي:

"موږ په دې باور یوو چې داسې غونډې د افغانستان له سولې سره مرسته نه شي کولای او ټاکل شوې هم نه ده چې موږ ورکې ګډون وکړو، مخکې مشورې شوي، موږ چارچوب مشخص کړی، روسیه له هغو هېودونو ده چې د افغانستان رهبري او مالکیت یې په بشپړه توګه په رسمیت پېژندلی، موږ تمه لرو چې ټول هېوادونه په ځانګړې توګه، روسیه په خپلو ژمنو عمل وکړي."

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، ټاکل شوې چې د فبرورۍ په پنځمه او شپږمه د افغانستان په اړه په مسکو کې کنفرانس جوړ شي.

د دې کنفرانس تنظیموونکو په یوه بیان کې وویل چې هدف یې د افغانستان په جګړه کې له ښکېلو خواو سره مرسته ده چې په خپلو دریځونو کې اختلاف کم کړي.

وړاندې په بیان کې راغلي چې په دغه ناسته کې د پاکستان او ایران استازي هم برخه اخیستلای شي، خو تراوسه دغو دوو هېوادونو د ګډون په اړه څه نه دي ویلي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهيل شاهین د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د دوی یو پلاوی به د مسکو غونډې ته ورشي.

شاهین زیاته کړه چې یو شمېر مخور افغانان به چې په حکومت کې نه دي، خو په ټولنه کې نفوذ لري، د مسکو په غونډه کې برخه واخلي.

د راپورنو له مخې پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی، ملا عبدالسلام ضعیف، حکمت خلیل کرزی او محمد محقق غواړي چې د مسکو په غونډه کې ګډون وکړي.

دغې دوه ورځنۍ ناستې ته عطامحمد نور، اسماعیل خان او ځینېو نورو افغان سیاستوالو ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې، خو دوی د ګډون او نه ګډون په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.

دغې غونډې ته په اروپا کې مېشت یو شمېر مخکښ افغان سیاستوال هم ورغوښتل شوي دي.

هڅه مو وکړه چې به دغه ناسته کې د سولې د عالي شورا د ګډون په اړه هم دغه شورا وپوښتو، خو بریالي نه شو.

تر دې مخکې د مسکو په ناسته کې هم د افغان حکومت رسمي پلاوي ګډون نه و کړی، خو د سولې د عالي شورا یو پلاوی دغې غونډې ته ورغلی و.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون یو شمېر غړي وايي، باید د سولې په اړه هره جوړېدونکې غونډه کې د افغان حکومت استازی ګډون وکړي.

د دغه کمېسیون غړې ارین یون وايي، که د افغان حکومت استازي په دغه ناسته کې ګډون نه کوي، ګټې به یې کمې وي.

ارشیف، د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون غړې ارین یون
ارشیف، د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون غړې ارین یون

دې وویل:

"ټول کنفرانسونه چې د افغانستان د سولې لپاره په بهر کې دایرېږي، باید د افغان حکومت استازی په کې ګډون وکړي، موږ دا ډول غونډې ستایو."

دا په داسې حال کې ده چې شااوخوا درې میاشتې مخکې هم په مسکو کې د افغانستان د سولې په اړه یوه غونډه جوړه شوې وه.

طالب او امریکايي استازو تېره اوونۍ په قطر کې هم د سولې په اړه شپږ ورځنۍ خبرې او بحثونه وکړل.

او ټاکل شوې چې د افغانستان د سولې لپاره د روانو هڅو په دوام د فبرورۍ په ۲۵ مه د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د حکومت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد یو ځل بیا په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له استازو سره وګوري.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG