د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۹

هېواد: د مسکو په غونډه کې ګډون ملي خیانت دی


د کابل ورځپاڼو نن تر ډېره د مسکو په را روانې غونډې او له افغانستانه د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته د حالاتو په اړه د ځینو چارواکو او سیاستوالو پر اټکلونو بحثونه کړي دي.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې لیکلي دي چې روسیې د افغانستان یو شمېر سیاسي ګوندونو او طالبانو ته د مسکو په غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې.

ورځپاڼه لیکي چې په دې غونډه کې به محمد محقق، عطا محمد نور، حکمت خلیل کرزی، محمد اسماعیل خان، پخوانی ولسمشر حامد کرزی او عبدالهادي ارغنديوال برخه واخلي.

خو د ورځپاڼې په وینا، ځیني سیاسي ګوندونه په دې باور دي چې د افغان حکومت د استازو له حضور پرته به دا غونډه بې نتیجې وي.

مسیر:

مسیر ورځپاڼې بیا د مسکو د غونډې په اړه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نظر راخیستی دی او لیکلي یې دي چې دغه غونډه له افغان سولې سره مرسته نشي کولای او افغان حکومت پکې ګډون نه کوي.

خو د ورځپاڼې په وینا، طالبانو په غونډه کې خپل ګډون تأیید کړی او په ورته وخت کې یو شمېر سیاسي ګوندونه هم خپل استازي استوي، څو په غونډه کې د دوی استازیتوب وکړي.

دنیا:

دنیا ورځپاڼې په یو غټ سرلیک کې د محمد محقق په حواله لیکلي دي چې افغان حکومت د سیاسي ګوندونو او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو مخه نیسي.

ورځپاڼه لیکي چې محقق په خپلو خبرو کې د زلمي خلیلزاد هڅو ته په اشارې ویلي دي چې امریکا هڅه کوي چې روانه جګړه پای ته ورسوي او طالبان بین الافغاني خبرو ته حاضر کړي، خو ولسمشر غني نه غواړي چې دا مذاکرات بریالي شي، خو ورځپاڼې دا نه دي لیکلي چې ارګ ماڼۍ د محقق تورونو ته څه ځواب ویلی دی.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا د مسکو پر را روانې غونډې توند غبرګون ښودلې او هغه یې د افغان حکومت او حاکمیت پر ضد د روسیې یوه هڅه بللې ده.

ورځپاڼې لیکلي دي چې روسیه په څرګند ډول له طالبانو ملاتړ کوي او هڅه کوي چې په افغانستان کې د سولې هڅې ناکامې کړي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې د مسکو په غونډه کې ګډون ملي خیانت دی او د سولې لپاره دې پر نورو معقولو لارو او د امریکا په څېر په پیاوړي دریځ پانګونه وشي.

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د حالاتو په اړه اټکلونه بله مهمه مسئله ده چې د کابل ورځپاڼو پرې بحثونه کړي دي.

مسیر:

مسیر ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې د سولې د عالي شورا د دارلانشاء د رئیس عمر داودزي په حواله لیکلي دي چې د امریکایي ځواکونو بې پلانه وتل به افغانستان د خونړۍ جګړې په ډګر بدل کړي.

ورځپاڼه لیکي چې ښاغلي داودزي ویلي چې پکار ده چې په دې برخه کې د بېړې پر ځای د بهرنیو ځواکونو د ایستلو لپاره په یو منظم پلان کار وشي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې افغان ولسمشر هم له ټرمپه غوښتي چې په دې حساسو شرایطو کې دې د ځواکونو د بې پلانه ایستلو پرېکړه نه کوي.

دنیا:

دنیا ورځپاڼې بیا له افغانستان او سوریې څخه د ځواکونو د ایستلو لپاره د ټرمپ له پرېکړې سره د امریکا د سنا مجلس پر مخالفت بحث کړی او لیکلي یې دي چې د سنا مجلس په لوی اکثریت دا طرحه رد کړه.

د ورځپاڼې په وینا، د سنا مجلس په دې باور دی چې په افغانستان او سوریه کې لا هم اسلامي تندلارې ډلې فعالې دي چې د امریکا امنیت ته یو ګواښ ګڼل کېږي.

ورځپاڼه لیکي چې د امریکا د سنا مجلس په دې ټینګار کړې دی چې د ترورېزم په خلاف مبارزه او له خپلو متحدینو دفاع د امریکا مکلفیت دی چې باید ترسره یې کړي.

XS
SM
MD
LG