د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۴ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۱

په پاکستان کې د افغانستان سفیر د دې هېواد د پوځ له مشر سره پر سوله غږېدلی


په پاکستان کې د افغانستان سفیر شکرالله عاطف مشعل له جنرال قمر جاوید باجوه سره
په پاکستان کې د افغانستان سفیر شکرالله عاطف مشعل له جنرال قمر جاوید باجوه سره

په پاکستان کې د افغانستان سفیر شکرالله عاطف مشعل د دې هېواد د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره د افغانستان د سولې د روانې پروسې په ګډون په یو لړ مسایلو خبرې کړې دي.

د پاکستاني پوځ مطبوعاتي څانګې «ISPR» په‌دې اړه په یوه بیان کې ویلي چې جنرال باجوه او عاطف مشعل د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د سلواغې ۱۵» لیدلي دي.

بیان کاږي:

"په‌دغه لیدنه کې پر نورو مسایلو سربېره په دوه اړخیزه اړیکو، د سیمې د امنیت په ځانګړي توګه د افغانستان د سولې پروسې پر روان بهیر بحث کړی دی."

په عین حال کې بیا په اسلام‌اباد کې افغان سفارت وايي چې د افغانستان سفیر د پاکستان د پوځ له مشر سره په لیدنه کې:

"د دوه اړخیزه اړیکو په پیاوړتیا، افغان سولې، طالبانو سره د افغان حکومت په مستقیمې مذاکرې او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو خبرې وشوې."

په پاکستان کې د افغانستان سفیر په‌داسې وخت کې د پاکستاني پوځ له مشر سره لیدلي چې په‌دې وروستیو کې د خبرو اترو له لارې د افغانستان د شخړې د حل لپاره د امریکا هڅې ګړندۍ شوې دي.

ارشیف، خلیل‌زاد له پاکستاني چارواکو سره پر افغان سولې غږېدلی و
ارشیف، خلیل‌زاد له پاکستاني چارواکو سره پر افغان سولې غږېدلی و

افغان طالبانو څو ورځې مخکې په قطر کې د افغانستان د سولې د پروسې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد سره شپږ ورځني مذاکرات وکړل او د افغانستان د سولې په اړه‌یې بحث وکړ.

خلیل‌زاد قطر ته تر سفر مخکې د اسلام‌اباد دوه ورځنۍ دوره هم کړې او د دې هېواد له سیاسي او پوځي مشرانو سره‌یې لیدلي وو.

د پاکستان سیاسي او پوځي مقاماتو په قطر کې د افغان طالبانو او امریکايي چارواکو تر لیدنې او مذاکراتو وروسته وویل چې طالبان دوی د خبرو مېز ته راوستل.

له بلې‌خوا بیا د دوشنبې په ورځ د پاکستان د پوځ مشر د دغه هېواد د جګ‌پوړو پوځي قوماندانانو په غونډه کې د سیمې د وضعیت د ارزونې پر مهال د افغانستان د سولې په پروسه کې پر پرمختګونو ډاډ ښودلی.

XS
SM
MD
LG