د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۴ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۲:۳۹

اسوشیټېډ پرس: د سولې موافقې ته د خلیل‌زاد بیړه د ټرمپ له مأیوسۍ سرچینه اخلي

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د افغانستان د سولې د پروسې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد د سولې یوې موافقې ته بیړه لري.

زلمي خلیل‌زاد له تېرې سپټمبر میاشتې راهیسې د خپل کار تر پیلولو وروسته تر اوسه پورې څو ځله له طالب استازو سره خبرې کړې دي.

خلیل‌زاد د طالبانو اساسي غوښتنه چې له افغانستانه د امریکايي سرتېرو وتل دي، منلې ده او طالبانو نوموړي ته ډاډ ورکړی دی چې د سولې په صورت کې به د افغانستان خاوره د امریکا او یا بل کوم هېواد پر ضد نه‌استعمالېږي او ترورېستی ډلو ته به پر افغان خاوره د فعالیت اجازه ورنه‌کړي.

د اسوشیټېډ پرس خبري اژانس وايي، د افغانستان د سولې یوې موافقې ته د زلمي خلیل‌زاد بیړه د افغانستان د جګړې په اړه چې د امریکا په لوی ځاني او مالي لګښت تمامېږي، د ولسمشر ټرمپ له مأیوسۍ سرچینه اخلي.

د افغانستان د سولې د پروسې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد
د افغانستان د سولې د پروسې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد

زیات شمېر کتونکي په دې باور دي چې له افغانستانه د امریکا او ناټو د ټولو ځواکونو وتل به افغان حکومت چې کمزوری بلل کېږي او په اداراتو کې يې د پراخ فساد ادعا کېږي، له بحران او یا به افغانستان له یوې بلې جګړې سره مخامخ کړي.

د افغانستان د سولې د موافقې لپاره زلمی خلیل‌زاد نه‌یوازې له طالبانو سره خبرې کوي، بلکې نوموړی له پاکستان سره هم غږېږي چې ویل کېږي د طالبانو مشران‌يې ساتلي دي او ملاتړ يې کوي.

که څه هم لا د سولې د موافقې پوره او دقیق جزئیات معلوم نه‌دي، خو ښاغلي خلیل‌زاد ویلي دي چې امریکا په افغانستان کې د ښځو حقونو، د قانون حاکمیت او د بیان ازادۍ ته ژمنه ده، خو د نوموړي په وینا، پر دې مسئلو به په خپله افغانان په خپلو کې خبرې او پرېکړې کوي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني چې حکومت‌يې تر ډېره د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو په روانه پروسه کې بهر پاتې دی، د سولې د یوې داسې موافقې مخالفت کوي چې په بیړه وي، په افغانستان کې موقت حکومت ته زمینه برابروي او یا د ولسمشرۍ راتلونکي انتخابات نور هم ځنډوي.

افغانان د سولې د یوې داسې موافقې هرکلی کوي چې په افغانستان کې امنیت او ثبات راولي، خو په ورته وخت کې دا اندېښنه هم لري چې په بیړه سوله کول او د ټولو امریکايي سرتېرو وتل به په دې هېواد کې د کورنۍ جګړې یوه بله څپه پورته کړي.

اسوشیټېډ پرس خبري اژانس دې پوښتنې ته په ځواب کې چې ایا په افغانستان کې سوله ممکنه ده او که نه؟ لیکلي:

"که څه هم امریکا او طالبان دواړه وايي چې په روانو خبرو کې زیات پرمختګ شوی دی، خو لا هم کومه موافقه نه‌ده شوې."

دا هم روښانه نه‌ده چې د سولې د موافقې په صورت کې به طالبان له امریکا سره د ژمنې پر اساس وغواړي او یا به وکولای شي چې د القاعده او داعش په ګډون هغه وسله‌والې ډلې وځپي چې همدا اوس له افغان حکومت او په خپله له طالبانو سره جګړه کوي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG