د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۲

ویسا: ټرمپ چمتو دی چې یو شمېر محدود پوځیان په افغانستان کې پرېږدي


ولسمشر ټرمپ
ولسمشر ټرمپ

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو هم پر بېلابېلو مسایلو لیکنې او سرلیکنې چاپ کړې دي.

  • ویسا

ویسا خپلواکې ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګنې په یو مطلب کې لیکلي، د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له افغانستانه د خپلو پوځیانو پر ایستلو د ټینګار تر څنګ وايي، چمتو دی چې یو شمېر محدود پوځیان په افغانستان کې پرېږدي.

ورځپاڼه لیکي:

ټرمپ له سي بي اېس ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي چې فکر کوي د طالبانو په ګډون په افغان جګړه کې ټولې ښکېلې خواوې له جګړې ستړي شوي دي.

په مطلب کې راغلي، نوموړي دا هم ویلي چې په افغانستان کې به د امریکا استخباراتي شتون دوام ولري، خو امریکا باید نور هر کال میلیاردونه ډالر په نړۍ کې پر پوځي مأموریت ونه‌لګوي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې د قطر په مذاکراتو کې د طالب پلاوي د مشر عباس ستانکزي دې خبرو ته په اشارې سره چې که دوی بېرته واک ته راستانه شي د افغانستان اردو به منحل کړي لیکي:

باید هېر نه‌کړو چې دا د پاکستان دسیسه وه چې د مجاهدینو مشرانو واک ته په رسېدو هغه عملي کړه.

ورځپاڼه لیکي:

اوس چې په تېرو ۱۷ کلونو کې د افغانستان اردو یو وار بیا ساه اخیستې پاکستان یو ځل بیا غواړي چې خپل دا پلان عملي کړي.

د سرمقاله لیکونکي په باور که دا پلان عملي شي په هېواد کې به یو ځل بیا پخوانۍ ترخې تجربې تکرار شي.

په سرمقاله کې دا هم راغلي چې موږ سوله غواړو، خو دا لار باید په تدبیر سره لنډه کړو.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې د ځانګړو عملیاتو د قول اردو د منصبدارانو د ستاینې په غونډه کې د ولسمشر د خبرو ځینې برخې راخیستې دي.

په مطلب کې راغلي ولسمشر ویلي، داسې سوله به راشي چې په هغې کې د افغان ځواکونو رول لا زیات وي، ځکه په خبره‌یې لویې ملي پروژې په مخ کې لرو.

په مطلب کې د ولسمشر په حواله دا هم راغلي چې زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه د یوې ورځې، کال، لسیزې او نسل نه، بلکې د سلو کلونو لپاره مبارزه کوي.

هېواد لیکلي:

ښاغلی غني وايي، مار خوړلی له رسۍ وېرېږي، خو موږ نه له رسۍ وېرېږو او نه له ماره، ځکه موږ عقل لرو او په تدبیر مخته ځو او هغه څه کوو چې د وطن عزت په‌کې خوندي وي.

XS
SM
MD
LG