د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۳

غني: د افغان ځواکونو پاشونکي دې له انتحار او چاودنو پرته د جګړې میدان ته راشي!


President Ghani
President Ghani

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، هغه څوک چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د پاشلو ادعا لري، زرکاله دې صبر وکړي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د یو خپلواک ازاد او باعزته افغانستان لپاره جنګېږي او د سلګونو نسلونو لپاره مبارزه کوي.

افغان ځواکونه
افغان ځواکونه

محمد اشرف غني چې د شنبې په ورځ یې د ځانګړو عملیاتو د قول اردو منصبدارانو ته د مډالونو د ورکړې په مراسمو کې خبرې یې کولې، وويل چې هغه کسان چې د افغان ځواکونو د پاشلو ادعا لري زر کاله دې صبر وکړي.

دی وایي:

"که څوک داسې ادعا لري چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه دې وپاشل شي، زرکاله دې صبر وکړي، دوی دې له انتحاره او چاودنو پرته د جګړې میدان ته راشي، هغه کسان چې دومره واک نه لري چې د کراچۍ له میدانه دې ابوظبي ته ولاړ شي او په غونډه کې ګډون وکړي او بیا په زور وړل کېږي، دوی زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه ګواښي، هېڅ کله هم نه زرګونه کاله هم نه."

که څه هم افغان ولسمشر په دې اړه ښکاره چاته ګوته ونه نیوه، خو د یو شمېر راپورونو له مخې، په قطر کې له امریکايي چارواکو سره د طالبانو د مرکچي پلاوي مشر شېر محمد عباس ستانکزي ویلي چې افغان امنيتي او دفاعي ځواکونه امریکایانو جوړ کړي او کله چې دوی وځي، نو اړتیا نشته چې دغه ځواکونه هم پر خپل ځای پاتې شي.

په قطر کې له امریکايي چارواکو سره د طالبانو د مرکچي پلاوي مشر شېر محمد عباس ستانکزی
په قطر کې له امریکايي چارواکو سره د طالبانو د مرکچي پلاوي مشر شېر محمد عباس ستانکزی

​خو د طالبانو د قطر د دفتر ویاند سهیل شاهین ازادي راډیو ته ویلي چې طالبان د پولیسو په نظام کې اصلاحت غواړي، ځکه په خبره یې چې د افغان پولیسو چلند له سمه ییزو خلکو سره ښه نه دی.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر تازه ویلي، داسې سوله به راځي چې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو رول به په کې څرګند وي.

په ورته وخت کې د امنیتي چارو یو شمېر افغان کارپوهان وايي، که د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د پاشلو په شرط سوله راځي، نو په افغانستان کې د نویمې لسیزې ناوړه او ترخې تجربې به یو ځل بیا تکرار شي.

د دغو کارپوهانو له ډلې محمدا ګل مجاهد ازادي راډیو ته وویل، افغانستان یوې پياوړې اردو ته اړتیا لري، خو ګاونډي هېوادونه په ځانګړې توګه پاکستان غواړي چې د افغانستان اوسنۍ اردو وپاشل شي.

ده زیاته کړه:

"په دې کې هېڅ شک نشته چې پاکستان هېڅ علاقه نه لري چې په افغانستان کې دې یوه پياوړې اردو موجوده وي، له ستونزو سره سره، کومه اردو چې موږ لرو، باید ساتنه یې وشي، طالبان چې سوله کوي، باید له افغان حکومت سره یو ځای شي، له نړیوالو ترورېستانو سره مبارزه وکړي او له افغانستانه ساتنه وکړي."

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، ټول افغانان د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو تر شا ولاړ دي او ننګه یې کوي.

دا مهال د افغان امنیتي ځواکونو شمېر نږدې درې نیم لکو ته رسېږي چې د نړیوالې ټولنې له خوا تمویل او تجهیز کېږي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG