د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۳

ډونالد ټرمپ: نور د افغانستان له نه‌ختمېدونکې جګړې راوځو


جمهور رئیس ډونالد ټرمپ
جمهور رئیس ډونالد ټرمپ

د امریکا د پوځي او سیاسي مشرانو د وروستیو دریځونو په خلاف چې په افغانستان کې د عسکرو په پاتې کېدو ټينګار کوي د دغه هېواد جمهور رئیس ډونالد ټرمپ وویل له افغانستانه خپل عسکر باسي.

هغه د سي بي اېس ټلوېزیون له "فېس دِ نېشن" پروګرام سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې د امریکا متحده ایالات په افغانستان کې په استخباراتي چارو ډېره اتکا کولای شي.

نوموړی وايي:

"موږ باید له دې نه‌ختمېدونکو جګړو راووځو او اوس خپل عسکر کور ته راولو، خو دا په دې معنی نه‌ده چې موږ به څار نه‌لرو. له استخباراتي لارو به موږ خپل نظارت کوو او ډېر نږدې نظارت به‌لرو."

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ داسې وخت له افغانستانه د عسکرو په ایستلو ټینګار وکړ چې د ده افغان سیال اشرف غني په یوه لیک کې په افغانستان کې د امریکايي عسکرو د پاتې کېدو په اړه ځيني وړاندیزونه ورته کړي.

په‌دې لیک کې چې جزئیات‌یې تېره اوونۍ نیویارک ټایمز خپاره کړي وو، په افغانستان کې د یوه اغېزمن شمېر امریکايي عسکرو د پاتې کېدو او د لګښتونو د راکمولو وړاندیزونه شوي.

ارشیف، د کندهار په هوايي میدان کې امریکايي ځواکونه
ارشیف، د کندهار په هوايي میدان کې امریکايي ځواکونه

اوس وخت شااوخوا ۱۴ زره امریکایي عسکر په افغانستان کې دېره دي.

ټرمپ د تېرې اوونۍ په پنجشنبې ورځ هم په واشنګټن کې د متحده ایالاتونو د صنعتي سکټور استازو ته په وینا کې له افغانستانه د عسکرو په را ایستلو خبرې وکړې.

هغه وویل، د افغانستان د سولې خبرې ښې روانې دي او که موافقه وشي، نو موږ به خپل خلک کور ته راولو.

​د امریکا ولسمشر له سي بي اېس ټلوېزیون سره په پرونۍ مرکه کې وویل چې له طالبانو سره خبرې روانې دي او دی فکر کوي چې طالبان سوله غواړي.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ له طالبانو سره غږېږو وبه ګورو چې څه کېږي.

  • لومړی پوښتنه خو دا ده چې ایا موږ باید له اوله هلته وی؟
  • دوهمه پوښتنه دا ده چې موږ هلته پوره ۱۹ کاله یو. موږ کلکه مبارزه کوو تر پخوا ډېره کلکه. زه فکر کوم چې هغوی «طالبان» ستړي دي. فکر کوم ټول ستړي دي."

د امریکا متحده ایالاتو د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره زلمی خلیل‌زاد د خپل خاص استازي په توګه ټاکلی چې تر اوسه‌یې څو واره له طالبانو سره مخامخ خبرې کړي.

د خلیل‌زاد او طالبانو وروستۍ شپږ ورځنۍ ناسته په دوحه کې د جنورۍ په ۲۶مه پای ته ورسېده، چېرته چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو مسئله د خبرو یوه اصلي اجنډا جوړوله.

ښاغلي خلیل‌زاد وروسته له افغان ولسمشر اشرف غني سره ولیدل او ویلي یې و چې طالبانو ترې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل غوښتي، خو د ده په خبره په دې اړه په هر ډول پرېکړې له افغان دولت سره په هم‌غږۍ پراخ بحث کېږي.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG