د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۶

د امریکا ولسمشر یوځل بیا له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو ژمنه تازه کړه


ولسمشر ډونالډټرمپ پرون یوځل بیا له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو ژمنه تازه کړه او ویې ویل چې له طالبانو سره د سولې د موافقې په صورت کې به په افغانستان کې دېره امریکايي پوځیان بیرته خپل هېواد ته ستانه کړي.

ټرمپ چې پرون په واشنګټن کې د متحدایالاتو د صنعتي سکتور استازو ته وینا کوله، د سولې روانې هڅې جدي وبللې:

"خورا ښې خبرې راروانې دي او تاسو وینئ چې له نژدې ۱۹ کلونو راهیسې موږ په افغانستان کې یو او د لومړي ځل لپاره هلته د سولې د موافقې په اړه خبرې کېږي. که دا موافقه وشي نو موږ به خپل خلک کورته راستانه کړو. ګورو به چې څه کېږي خو د لومړي ځل لپاره خبرې جدي دي، نو ځکه زه فکر کوم چې موږ د بهرنۍ پالیسۍ پر اساس دا کار ښه ترسره کوو."

ولسمشر ټرمپ د چارشنبې په ورځ پر خپله ټویټر پاڼه په یو پیغام کې له طالبانو سره د سولې د خبرو د پرمختګ په اړه په احتیاط سره خوشبینې څرګنده کړې وه.

امریکا د بهرنیوچارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد
امریکا د بهرنیوچارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد

ټرمپ دا څرګندونې وروسته له هغه کوي چې د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د بهرنیوچارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د شپږو پرله پسې ورځو لپاره په قطر کې د طالبانو له استازو سره خبرې وکړې.

ښاغلي خلیلزاد پرون په لندن کې د تماس د نړیوالې ډلې په غونډه کې ګډون وکړ.

ښاغلي خلیلزاد پرون په لندن کې د تماس د نړیوالې ډلې په غونډه کې ګډون وکړ. په لندن کې افغان سفیر سیدطیب جواد تېرماښام له لندن څخه د ټلفون پر کرښه آزادۍ راډیو ته وویل، په دې یو ورځنۍ غونډه کې د سولې د هڅو او د افغانستان د نورو روانو چارو په اړه بحثونه وشول:

"د سولې هڅې د بحثونو مهمه برخه وه او په غونډه کې د سولې د عالي شورا په استازیتوب داودزي صاحب خبرې وکړې. هغه د هغو هڅو په اړه چې افغان حکومت یې کوي د خپلو سفرونو او د سولې د عالي شورا او حکومت د ګډو هڅو په اړه خبرې وکړې او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي ښاغلي خلیلزاد د خپلو وروستیو سفرونو او د دوحې د موافقو او همداراز د راتلونکو ګامونو په اړه خبرې وکړې."

د افغانستان په استازیتوب د بهرنیوچارو وزارت سیاسي معین ادریس زمان او د سولې لپاره د سیمه ایزې اجماع په چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي محمدعمر داودزي- چې د سولې د عالي شورا د دارلانشا رییس هم دی د تماس د نړیوالې ډلې په غونډه کې ګډون کړی وو.

د منځنۍ او جنوبي آسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله الیس ویلز او د افغانستان لپاره د ملګروملتونو ځانګړی استازی تادامیچي یاموموتو هم د غونډې ګډونوال وو.

محمدعمر داودزي- چې د سولې د عالي شورا د دارلانشا رییس
محمدعمر داودزي- چې د سولې د عالي شورا د دارلانشا رییس

په لندن کې افغان سفیر ښاغلی جواد وايي د تماس د نړیوالې ډلې په پرونۍ غونډه کې د افغانستان د ګاونډیانو په ګډون د ۲۶ هېوادونو استازو برخه اخیستې وه.

په لندن کې د افغانستان سفارت پر ټویټر لیکلي دي چې ښاغلي داودزي په غونډه کې وویل، په افغانستان کې سولې ته د رسیدلو لازم شرایط رامینځ ته شوي او له دې فرصت څخه له طالبانو سره د پخلاینې لپاره باید کار واخیستل شي.

عمر داودزي: د وروستیو څو کلونو د لاسته راوړنو د ساتنې په برخه کې باید احتیاط وشي.

داودزي په عین حال کې ویلي دي چې د وروستیو څو کلونو د لاسته راوړنو د ساتنې په برخه کې باید احتیاط وشي څو قرباني نشي.

د تماس نړیواله ډله په ۲۰۰۹ کال کې د افغانستان د مسایلو په اړه د بحث لپاره جوړه شوه. په دې ډله کې ملګري ملتونه، اروپايي ټولنه او د نړۍ لسګونه هېوادونه، سازمانونه او نړیوالې موسسې شاملې دي.

XS
SM
MD
LG